د عمران خان او ملګرو خلاف یې د 'قانوني ګامونو' پرېکړه شوې

PTI

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د پاکستان لاهور ښار کې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه ملګرو او د تحریک انصاف ګوند غړو خلاف به یې قانوني ګامونه اخیستل کېږي.

د دغو اقداماتو لپاره د قانون پوهانو په غړیتوب یوه کومېټه هم جوړه شوې ده.

د پاکستان مرکزي حکومت دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې ګوندې عمران خان، ملګرو او د ګوند غړو یې د وروستیو احتجاجونو پر مهال دولتي املاک او ودانۍ کلابندې کړې، اور یې وراچولی، په تاوتریخوالي یې لاس پورې کړی او "پر ادارو یې بې بنسټه تورونه" لګولي دي.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پنجاب ایالت د والي دفتر په ګډون ټولو ښارونو کې د شوي تاوتریخوالي، ورانکارۍ او اور اچوونو خلاف جلا ګامونه پورته کېږي.

اعلامیه کې زیاته شوې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو لخوا به پر شخصي املاکو او شتمنیو د بریدونو په تړاو هم قانوني اقدامات وشي.

د یادونې ده چې د عمران خان پلویان تېره اوونۍ تر هغې وروسته د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې واټونو ته راوتل او د پوځ خلاف یې د شعارونو ترڅنګ ځای ځای پر تاوتریخوالي لاس پورې کړ چې پر نوموړي د پنجاب ایالت وزیر اباد ښار کې ډزې وشوې.

عمران خان له دغه برید روغ ووت خو پر پښه ټپي شوی او اوس خپل یوه اړوند روغتون کې بستر دی.

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI

هغه له برید یوه ورځ وروسته له روغتونه په یوه بیان کې پر ده د دغه برید پړه پر لومړي وزیر شهباز شریف، کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پاکستان د پوځي استخباراتو ادراې (ای اېس ای) د ترهګرۍ ضد څانګې پر مشر جنرال فیصل نصیر اچولې او د دوی استعفاء یې غوښتې ده.

خو لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان پوځ د دوی پر استخباراتي چارواکي د برید د دسیسې لګول شوی تور بې بنسټه بللی.

د پاکستان لومړي وزیر د شنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وینا کې د دغه هېواد له قاضي القضات عمر عطا بنډیال وغوښتل چې د عمران خان لخوا د لګول شویو تورونو د څېړنو لپاره یوه باصلاحیته کومېټه جوړه کړي.

هغه وویل پر پوځ او استخباراتو دغو بې بنسټه تورونو د دوی دښمن هند کې د خوښۍ فضا رامنځته کړې.

شهباز شریف زیاته کړه چې همدغه کومېټه دې څه موده وړاندې کینیا کې د یوه وژل شوي پاکستاني ژورنالیست ارشد شریف د وژل کېدو په اړه هم څېړنې وکړي.