زه بې‌ګنا وم- خو د بې‌ګناهۍ ثابتولو لپاره مې ۵۰۰ زره پونډه ولګول

برایان
د عکس تشریح، برایان باکل ته د ډي اېن اې ازموینو پایله کې برائت ورکړل شو
د خپرېدو وخت

په انګلستان او وېلز کې هر کال په زرګونو خلک د جرمونو له تورونو سره مخ کېږي، بیا دوی ته برائت ورکول کېږي. د دوی له برائت سره سره، د دوی رواني رنځ معمولا د اوږدې مودې لپاره له دوی سره پاتې کېږي.

برایان بکل، یو له دغو تورنو کسانو و، چې په غلط ډول د ماشومانو د جنسي تېري په تور محکوم شو، مخکې له دې چې په پای کې د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو لپاره مبارزه وکړي، په ۲۰۱۷ کې په ۱۵ کلونو بند محکوم شو.

برایان وايي "کله یې چې زه زندان ته واچولم، ټوله شپه مې په ژړا رڼه کوله".

بیا، په تعقیبي محاکمه کې، د DNA نويو شواهدو له برایان سره د هغه په معافېدو کې مرسته کړه.، خو هغه لا له وړاندې د محکومیت له ختمېدو دمخه پنځه نیم کاله په بند کې تېر کړي وو، چې د هغه او د هغه کورنۍ یې په سلګونو زره پونډه لګولو ته اړ کړي وو.

برایان د قانوني مرستې (د وکیلانو لپاره د پیسو ورکولو لپاره د حکومت مالي ملاتړ) مستحق نه و، ځکه چې د هغه د کورنۍ د مصرف وړ عاید په کال کې له ۳۷۵۰۰ پونډو څخه ډېر و.

برایان

د عکس سرچینه، BUCKLE FAMILY

په دې توګه، د ډېرو نورو په څېر مخکې له دې چې دوی خپله بې ګناهي ثابته کړي محکوم شوي دي، براین مجبور شو چې خپله ټوله شتمني ۵۰۰ زره پونډه) ولګوي - چې ځینې حقوقپوهنو یې د "بې ګناهۍ یا برائت مالیه" بولي.

د انګلستان او وېلز د قانون د ټولنې یو وکیل سټوارټ نولان وايي، دا مالیه هغه وخت راځي چې "تاسو بې ګناه یاست او دولت اجازه درکوي چې وکیلانو ته پیسې ورکړئ، خو ته باید دا کار ونه کړې."

د عدلیې وزارت د ۲۰۱۴ کال د یوې پرېکړې له مخې، د کورنۍ عاید ارزښت (په کال کې ۳۷۵۰۰ سټرلینګ پونډه) دی چې لګښت ترې کېدلی شي.

د دې پرېکړې له امله زرګونه کسان اغېزمن شوي دي. هر کال، په انګلستان او ویلز کې شاوخوا ۴۰ سلنه برائت غوښتونکو ته برائت ورکول کېږي.

STEPHEN FILDES/BBC

د عکس سرچینه، STEPHEN FILDES/BBC

د عکس تشریح، برایان بکل له خپلې لور جورجیا او مېرمنې ایلین سره

د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې، د ۳۱۰۰۰ کسانو له ډلې څخه هغو ۱۲۰۰۰ تنو ته برائت ورکړل شو چې د دوی پر ضد د صادر شویو حکمونو په اړه یې استیناف غوښتنه کړې وه.

له څو کلونو نیوکو وروسته، د بریتانیا حکومت د مۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې قانوني مرستې به په انګلستان او وېلز کې هر هغه چا ورکول کېږي چې د تاج یا "کراون" په محکمه کې محاکمه کېږي، په دې شرط چې دوی له دولت د مرستې غوښتنه وکړي - مګر دا به د دوو کلونو مخکې لپاره پلی نه شي .

تر هغه چې د حکومت دا اعلان پلی کېږي، د برایان بکل په څېر خلک به له خپلو نومونو د هغو جرمونو د نوم پر پاکولو ډېرې پیسې ولګوي چې اصلا دوی دا جرم کړی نه دی.