د قوشتېپې کانال د لومړي فاز چارې د بشپړېدو په حال کې دي

د خپرېدو وخت

د قوشتېپې د کانال د لومړي فاز چارې، چې د افغانستان په شمال کې د کرنیزو اوبو لګولو تر ټولو مهم کانال بلل کیږي د بشپړېدو په حال کې دي.

دا کانال به د افغانستان لپاره دوې مهمې پایلې ولري، د شاوخوا اوه سوه زره هکټاره ځمکې خړوبول، چې افغانستان کې به د کرنې او بڼوالۍ د بنسټ د پیاوړتیا لامل شي دویم به په سیمه ییزه کچه د اوبو له سرچینو نه د ګټې اخیستنې په اړه د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د یوې نوې ستراتیژیکې ملګرتیا پیلامه وي.

دا تر ټولو ستره بنسټیزه پروژه ده چې د طالبانو د رژیم پر مهال پلې کېږي او لګښت یې د طالبانو حکومت د کورنیو عوایدو له لارې اوږه ورکړې ده.

د قوشتېپې کانال د پروژې مخینه د محمد داود خان واکمنۍ ته ګرځي، خو په جرمني کې د اوبو او چاپېریالي چارو کارپوه ډاکټر نجیب الله سدید په وینا ددې پروژې طرحه په لومړي پړاو کې وه، چې پاته شوه.

د داود خان د جمهوریت له ړنګېدو سره د حکومتونو لومړیتوبونه بدل او په دې ټولو کلونو کې د قوشتېپې کانال هېر شو.

د قوشتېپې په څېر د یوې سترې پروژې نشتوالی د دې لامل شو، چې نه یوازې افغانستان د امو سیند له اوبو ګټه وانخیستله، د تېرو څو لسیزو اوږدو کې د آمو سېند سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې په هغو ولسوالیو کې، چې ددغه سیند په اوږدو کې پرتې دي له ځان سره ډوبې کړې او د ویجاړۍ دا لړۍ لاهم روانه ده، چې ورځ تر بلې په چټکۍ پراخېږي.

د محمد اشرف غني د حکومت په وروستیو کلونو کې د اوبو لویې پروژې د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای پر ځای شوې وې.

د ملي پراختیا شرکت مرستيال رياض الدين شريفي چې د جمهوري رياست پر مهال او د طالبانو واکمنۍ کې ددغه پروژې د پلي کولو مسووليت پر غاړه لري، د دې پروژې د پيل په اړه بي بي سي ته وويل:

"د قوشېتپې کانال د امکان سنجولو چارې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ د آیکوم کمپنۍ له خوا ترسره شوي دي او تمه کېده، چې ددغه پروژې چارې پیل او بودیجه یې هم د ډبرو د سکرو د پلور له اړخه وه، لومړني کارونه لکه ارزونه او د فني کسانو لېږل هم پیل شوي وو، خو عملي چارې یې نه وه پیل شوي. خو وروستيو سیاسي بدلونونو د یوې لنډې مودې لپاره دغه کار وځنډاوه، خو ښه خبره دا ده، چې د ملي پراختیا شرکت په رهبري کې هېڅ بدلون رانغی او ښاغلی عبدالرحمان اتاش د ادارې د مشر په توګه پاته او هغه مخکینۍ طرحي اوسنیو چارواکو ته وړاندې شولې، چې تر تائید او بودیجې ټاکلو وروسته، چې د معدنونو د عایداتو له اړخه ورکول کیږي ددغه پروژې چاريېپیل شوې."

د یوې لويې ملي پروژې پلي کولو کې کمزوري ټکي

د قوشېتپې کانال د امکان سنجول او مطالعه په ۲۰۱۷ کال کې د یوې امریکايي کمپنۍ له خوا پیل شوه، چې د آمو له سیند څخه د ۱۰ میلیارد متر مکعب اوبو د لېږد وړتیا لري.

دغه کانال له کندوز ولايت څخه پيل او د بلخ ولايت له خلم، نهرشاهي او دولت آباد او د جوزجان ولايت له اقچې او خواجه دو کوه ولسواليو څخه تېرېږي او د فارياب ولايت تر اندخوى ولسواليو پورې غځېدلی دی.

د قوشېتپې د پروژې لومړی فاز د کندوز پر ځای د بلخ له کلدار ولسوالۍ څخه پیل شو. د پروژې د کار د لوري د بدلون پرېکړه اقتصادي مسله ده چې د اوبو او چاپېریال د چارو کارپوه ډاکټر نجیب الله سدید په وینا د پروژې په لګښت کې لږوالی راوستی دی.

خو ددغې پروژې پلي کوونکي د دغو اندېښنو په ځواب کې بېل دلایل لري، د ملي پراختیا مرستیال انجنیر ریاض الدین شریفي ټينګار کوي چې له تخنيکي او اقتصادي پلوه د دې پروژې د پلي کولو لپاره ټاکل شوی مسیر تر ټولو ښه غوراوی دی.

بله تخنیکي ستونزه چې د دې پروژې په تړاو د کارپوهانو له خوا راپورته شوې دا ده چې د دومره لویې پروژې د ډیزاین چارې لا هم نه دي بشپړې شوې.

ډاکټر نجیب الله سدید، چې د اوبو او چاپېریال په برخه کې تخصص لري او د دې پروژې د پلي کولو د بهیر اسناد او شواهد یې تر نظر ایستلي، د کانال په اوږدو کې د ریګي سیمو او لرغونو ودانیو شتون او په ناڅاپي توګه ددغه کانال د لوري بدلون د بیلګي په توګه یادوي، چې د نوموړي په خبره دا ټول د یوې لويې ملي پروژې د پلي کولو برخه کې کمزوري ټکي دي، چې ښيي هر څه ته په سطحي ډول کتل شوي دي.

د کانال لپاره وسایل پرمختللي نه دي

همداراز د ښاغلي شریفي په وینا، په ریګستاني یا بیدیا سیمو کې د اوبو د جذب ستونزه د اندېښني وړ موضوع نه ده، برعکس دده په خبره دا تر ځمکي لاندي د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا لامل کیږي او نوموړی یې ګټوره چاره بولي.

هغه وسایل او ماشینونه چې اوس ددغه کانال په ایستلو کې ترې کار اخیستل کېږي، پرمختللي وسایل نه دي او لویه برخه یې د خصوصي سکتور څه په کرایه نیول شوي دي.

هغه انجنیران چې په همدې پروژه کې په کار بوخت دي وايي د دې پروژې تخنیکي کارونه لکه کیندنه، د استنادي دیوالونو او فرعي کانالونو جوړول، پلونه او داسې نور د انجینري معیارونو سره سم ترسره کیږي.

انجنیر رفیع الله صدیقي، چې د قوشېتپې کانال د سربند د جوړولو چارې مخ ته وړي له ملي تلویزیون سره د خبرو پر مهال وویل، چې د کانال ټول تخنیکي کارونه پر نړیوالو معیارونو برابر او د افغان انجینرانو له خوا ترسره کېږي.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د جمهوري ریاست له سقوط او د پرمختیايي پروژو په درولو سره د سړک جوړونې او ساختماني شرکتونه چې سلګونه درانه وسایط لکه اسکواټر، لوډر، کرین او ډمټرک ګاډي یې په واک کې درلودل ټولو ته په زړه اوسپنه بدل شوي وه، خو د قوشېتپې کانال د چارو پیل یو ځل بیا سلګونو خصوصي شرکتونو لپاره د کار زمینه برابره کړه او دا مهال شاوخوا درې سوه خصوصي شرکتونه په دغه پروژه کې کار کوي.

د طالبانو لوړ پوړي چارواکي لکه ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي په پرله پسې توګه د دغه پروژې د کار بهیر څاري.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد له دغه کانال څخه د ليدنې پر مهال وويل، تمه ده چې د قوش تپې د چارو په بشېړېدو سره به افغانستان د ځينو خوراکي توکو له اړخه په ځان بسیا شي:

"دا کانال د افغان ولس لپاره خورا مهمه پروژه ده ، د قوش تپې کانال به وکولاي سي افغانستان د کرهنیزو خوراکي توکو له اړخه په بشپړ توګه په ځان بسیا کړي او ددې پروژې په بشپړېدو سره به موږ ان خپلو ځینو ګاونډیو هیوادونو ته د غنمو او نورو حبوباتو صادرات ولرو."

د ملي پراختیا شرکت مرستیال ریاض الدین شریفي د دغه کانال نوري ګټې یو په بل پسي شماري، نوموړی وایې دا کانال به د چاپېریال له اړخه له نورو کرنیزو سیمو سره مرسته او د ویجاړونکو طوفانونو او بادونو د تېرېدو مخه به ونیسي.

د قوش تپې کانال په تړاو بل مهم بحث د سیمې ستراتیژیک اهمیت دی، په ځانګړې توګه د آمو له سیند څخه د افغانستان د اوبو د حق د برخلیک معلومول دي.

په جرمني کې د اوبو په چارو کې کارپوه محمد عاصم مایار چې په سیمه کې د اوبو د سرچینو مسله څاري وايي، له ایران سره د ۱۳۵۱ کال د هلمند د تړون له لاسلیک او د داوود خان د واکمنۍ پر مهال په پارلمان کې د هغه له تصویب وروسته د آمو له سیند نه د افغانستان د اوبو د ونډې په اړه د پخواني شوروي اتحاد سره خبري او چنې بې پايلې پاته شوې او له هغه وروسته افغانستان ددغه سیند له اوبو نه ډیر لږ ګټه پورته کول .

د داود خان واکمني

په تېرو څو لسيزو کې هغه ولسوالۍ ، چې د امو سیند په اوږدو کې پرتې دي سلګونه زره جريبه ځمکې د دغه سیند د مستېدو او سيلابونو له امله ويجاړې شوې دي. اوس یوه مهمه او بنسټیزه پوښتنه دا ده چې آیا د قوش تپې کانال چې د امو له سیند څخه اوبه لیږدوي ، ددغه سیند په څنډو کې د ځمکو د تخریب د مخنیوي برخه کې به مرسته وکړي؟

ازبکستان سره له همدا اوس نه د قوش تپې د کانال په اړه اندېښمن دی او په هغه هیواد کې په یو تود او حساس بحث باندی بدل شوی دی.

په تیرو میاشتو کې د ازبکستان ځاي رسنیو څو ځلې د دغه هیواد پر کرنیزو ځمکو د دغه کانال د منفي پایلو په اړه تاوده بحثونه راپورته کړي دي .

په پای کې اساسي پوښتنه دا ده چې ایا طالبان کولای شي له دې فرصت څخه د افغانستان په ګټه کار واخلي؟

یو شمېر کارپوهان د طالبانو د حکومت په رسمیت د نه پیژندلو موضوع ته په اشارې سره ، چې د سیمي هیوادونو تر منځ ځینو تعاملاتو ته د ځواب ورکولو پایبنده نه دي او همدارنګه له کورنۍ بودیجې نه ددغه کانال جوړول، د طالبانو د حکومت لپاره یو ښه فرصت دئ ، چې له سیاسي فشارونو او ملاتړ کوونکو سرچینو د غوښتنو پرته د اوبو لګولو دغه ستر پروژه بشپړ او ګټي اخیستني ته یې وسپاري .