ماشومانو ته د تي ورکولو نړیواله اوونۍ: کوم باورونه یې په اړه ناسم دي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق (یونېسف) د وروستیو شمېرو له مخې، کال کې له ۱۶ سلنه د ډېرو نوي زېږېدلو ماشومانو مړینه د اړتیا تر کچې د تي نه رودلو له امله ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په کچه خلک او روغتیا پوهان هڅوي، چې ماشوم ته د تي وروکول ملاتړ پراخ کړي.

د مور د تي ورکولو په ملاتړ کې د تي ورکوونکو مېندو حقونو ته درناوی او ورته د روغ ټولنیز چاپیریال رامنځه کول شامل دي.

هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ ماشوم ته د تي ورکولو د نړیوالې اوونۍ په نامه یادېږي.

۲۰۲۴ کال کې دا اوونۍ د "ټولو تي ورکوونکو مېندو ملاتړ" په نامه نومول شوې.

تر اوسه هم ماشوم ته د تي ورکولو په اړه د خلکو تر منځ ناسم باورونه شته، چې مېندې دې ته زړه نه ښه کوي د اړتیا تر وخته خپل ماشوم ته تی ورکړي.

په دې رپوټ کې روغتیا پوهانو سره د دغو ناسمو باورنوو په اړه غږېدلي یوو.

نوټ: کاتریونا ویت په لیورپول پوهنتون کې د فارمکولوژۍ یا کلینیکي فارماکولوژۍ او نړیوالې روغتیا پروفیسر او د یوګانډا په کمپالا کې د مکرري علومو د پوهنتون څېړونکی دی. الیستر ساتکلیف لندن کالج پوهنتون کې د ماشومانو د ناروغیو پروفیسر دی.

لومړی ناسم باور: تی ورکول د تي څوکې د حساسیت او درد لامل کېږي

پروفیسر ویت وايي، دې پوښتنې ته ځواب اسانه نه دی، خو د تي ورکولو په لومړیو ورځو کې یوه اندازه درد وي او د تي غوټۍ یا څوکه تر یوه وخته حساسیت پیدا کوي. خو دا درد او حساسیت ډېر شدید نه وي. دا ډېر کله د تي د غوټۍ مکروبي کېدلو یا له دې وجې وي چې ماشوم د تي غوټۍ سمه خوله کې نه وي اخیستې.

دا کمه اندازه او لنډ مهالی درد ټولې هغه مېندې احساسوي چې په لومړي ځل یې ماشوم زېږېدلی وي او تر هغې وي چې په تي ورکولو عادت شي.

که دا درد د زغم وړ نه و نو ښه ده، چې روغتون ته ورشي او له متخصص ډاکټرانو سره پرې مشوره وکړي.

دویم ناسم باور: که له زېږون وروسته سملاسي مور ماشوم ته تی ورنکړي بیا دا کار نه شئ کولی

پروفیسر ساتکلیف وايي، د تي‌ ورکول مور ته روغتیايي ګټې لري. مور ته د تي نه ورکولو په اړه ګڼ ناسم باورونه او اوازې بې بنسټه دي.

د مور شیدې او ماشوم ته تی ورکول هم مور او هم ماشوم ته ډېرې ګټې لري.

د تي ورکول د مور د رحم د منقبض کېدو او د خونریزۍ د مخنیوي لامل کېږي.

له زېږون وروسته په لومړیو ورځو کې د مور بدن د کلستروم په نامه د یوه ځانګړي پروټين سرچینه وي، چې هغې ته لومړنۍ شیدی هم وايي. دا پروټین د ماشوم په بدن کې د معافیت په رامنځته کولو کې ډېر مهم رول لري.

دریم ناسم باور: د تي ورکولو سره هم مهاله هیڅ ډول درمل نه شئ کارولی

پروفیسر ویت وايي، دا ښايي د نړۍ په هره برخه کې د هرې مور پوښتنه وي چې "آیا دا درمل مې ماشوم ته خطر پېښوي؟" رښتیا دا دي چې ډېر درمل په ډېره کمه اندازه ماشوم ته رسېږي.

که ډاکټر یوې مور ته کوم درمل ورکوي تاسې یې په اړه مالومات ولټوئ، خو تر ډېره مور ته چې کوم درمل ورکول کېږي ماشوم ته تاوان نه اړوي. له هر څه ډېر چې یو ماشوم ورته اړتیا لري هغه د مور روغتیا ده. د مکروب، سر درد او خپګان لپاره چې مېندو ته کوم درمل ورکول کېږي له تي ورکولو سره هم مهاله یې خوړلی شي.

ډېر کم درمل شته چې د تي ورکولو پر مهال باید و نه خوړل شي. دا درمل د سرطان په څېر ناروغیو د درملنې لپاره دي.

داسې درمل شته چې مخکې له مخکې یې ګټې او تاوانونه باید په پام کې ونیول شي. دا د هرې مور حق دی چې د درملو د ورکولو پر مهال له هر ډاکټر د ورکړل شويو درملو په اړه پوښتنه وکړي.

مېندې باید د زوکام پر مهال د خپلسرو درملو له خوړلو ډډه وکړي. دا درمل د مور شیدې کموي. د کورنیو ګیاهي درملو په کارولو کې هم ښه ده چې تي ورکوونکي مېندې احتیاط وکړي، ځکه چې د هغو درملو د اغېزو په اړه ښايي سم مالومات و نه لري او د ډېرو په اړه یې بشپړې څېړنې هم نه دي ترسره شوي.

څلورم ناسم باور: تي ورکوونکې ښځې باید ساده خواړه وخوري او له ترخو خوړو ډډه وکړي

پروفیسر ویت وايي، هیڅ داسې خواړه نشته چې تي ورکوونکي مېندې دې ترې ډډه وکړي او ویې نه خوري.

سره له دې چې داسې خواړه نشته چې تي ورکوونکې مور دې ترې ډډه وکړي، خو دا په ماشوم پورې اړه لري چې د مور په وجود کې کومو خوړو سره غبرګون ښيي.

میندې کولی شي خپل د خوړو رژیم د خپل ماشوم غبرګون سره برابر کړي. خو د طب له نظره داسې کوم خواړه نشته چې باید ډډه ترې وشي.

پنځم ناسم باور: که ماشوم د مور تی روي وچې شیدې نه شي ورکولی

پروفیسر ویت وايي، په دې برخه کې هیڅ بندیز نشته. ماشوم ته د شیدو ورکړه د اړتیا او برابرولو د قانون تابع ده. د مور بدن د دې وړتیا لري چې خپل ماشوم ته په کافي اندازه شیدې برابرې کړي. کله چې ماشوم د تي غوټۍ روي د مور په وجود که داسې هورمونونه ترشح کوي، چې د نورو شیدو د پیدا کېدو لامل کېږي، نو که مور غبرګونو ماشومانو ته هم شیدې ورکوي نو دومره شیدې برابرولی شي چې دواړه پرې ماړه وساتي.

که ماشوم ته مو وچې شیدې ورکول پیل کړئ دا جریان درېږي. ستاسې د وجود هورمون ماشوم ته کافي شیدې نه شي برابرولی.

که تاسې له دې امله چې شیدې مو کمې دي او ماشوم نه شي مړولی، ماشوم ته وچې شیدې ورکوئ، دا به لنډمهالې حل لاره وي خو په پای کې دا وضعیت لا پسې خرابوي.

شپږم ناسم باور: مور چې ناروغه وي، خپل ماشوم ته باید تی ورنکړي

پروفیسر سوتکلیف وايي، دا ناسم باور دی. یوازې هغه وخت مور خپل ماشوم ته شیدې نه شي ورکولی چې په زیړي یا ایډز ناروغۍ اخته وي.

مور کولی شي د ناروغۍ پر مهال هم خپل ماشوم ته تی ورکړي، ځکه چې بدن یې انټي باډي تولیدوي چې ماشوم خوندي ساتي.

ډېر کم داسې پېښېږي چې ناروغي له موره ماشوم ته ولېږدول شي.

اووم ناسم باور: که یو یا له یوه کاله ډېر ماشوم ته تی ورکړې له تي بېلول یې سختېږي

پروفیسر ویت وايي، روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې ښه ده شپږ میاشتې ماشوم یوازې د مور په شیدو تغذیه شي، له هغې وروسته یې تر څنګ نور خواړه هم ورکولی شي. تر هر وخته چې وغواړئ خپل ماشوم ته تی ورکولی شئ. په دې برخه کې د کوم ټاکلي وخت وړاندیز نه دی شوی.

د بریتانیا په څېر ډېر هغه هېوادونه چې لوړ عاید لري د یو کلنۍ تر دوه کلنۍ پورې ماشوم له شیدو بېلېږي.

داسې حال کې چې په نورو کم عاید لرونکې هېوادونو کې بیا په دوه کلنۍ او ان درې کلنۍ پورې ماشوم ته تی ورکوي.

نړیواله ستونزه دا ده چې، په ډېرو هېوادنو کې مېندو ته کافي رخصت نه ورکول کېږي چې له خپلو ماشومانو پالنه وکړي او په هغه اندازه خپلې شیدې ورکړي چې د روغتیا نړیوال سازمان یې سپارښتنه کړې.