"هغه ښځې چې ماشوم ته تی ورکوي د زړه ناروغۍ او دماغي سکتې ګواښ ورته کم وي"

د خپرېدو وخت

يوې نوې څېړنې موندلې، هغه ښځې چې خپلو ماشومانو ته تی ورکوي، د نورو پرتله یې وروسته په ژوند کې د زړه د ناروغیو او دماغي سکتې ګواښ تر ۱۵ سلنې پورې کم وي.

د ماشومانو لپاره د مور د شیدو ګټې له ډېرې پخوا مالومې دي، چې د نورو ښېګڼو تر څنګ یې ورسره د بدن دفاعي سېستم پیاوړی خو اوس په اتریش کې څېړونکو موندلې، چې ماشومانو ته د خپل تي ورکول د میندو روغتیا ته هم ډېره ګټه رسوي.

پر ۱.۲ میلیونو میندو تر سره شوې دې څېړنه کې مالومه شوې، چې د زړه پر ناروغیو د هغو میندو د اخته کېدو شونتیا لږ تر لږه څوارلس سلنه تر هغو کمه ده، چې هېڅکله یې ماشومانو ته خپلې شیدې نه وي ورکړې. دې ارزونې کې دا هم جوته شوې، چې د دماغي سکتې ګواښ هم هغو میندو ته دولس سلنه تر نورو کم دی، چې کوچنیانو ته یې خپلې شیدې ورکړې وي.

دې څېړنډلې دا نه دي ویلي، چې ښځې د زړه د ناروغیو او سکتې له ګواښه د بچ کېدو لپاره تر څومره مودې پورې باید ماشومانو ته خپلې شیدې ورکړي، خو د روغتیا د نړیوالې ټولنې سپارښتنه دا ده، چې تر لومړنیو شپږو میاشتو دې ماشوم ته یوازې د مور تی ورکړل شي.

د دې څېړنې مشر، ډاکټر پیټر ویلیټ، ویلي هیله یې دا ده، چې پر ګټو د پوهېدو له برکته به نورې میندې هم ماشومانو ته د خپلو شیدو ورکولو ته مخه کړي.

بریتانیا په هغو اروپايي هېوادو کې راځي، چې ډېرې کمې میندې په کې ماشومانو ته یوازې خپلې شیدې ورکوي. په دغه هېواد کې په هر سلو کې تش یوه نوې مور خپل ماشوم ته په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې خپل تی ورکوي. په امریکا کې بیا حالت تر دې ځایه ښه دی. هلته په څلورو کې یوه برخه ماشومانو ته په لومړیو شپږو میاشتو کې د خپلې مور شیدې ورکول کېږي.

همداراز ارزونو دا هم ښودلې، چې ماشوم ته د خپل تي ورکول په میندو کې د شکر د دویم ډول او تي سرطان ګواښ هم کموي.

د څېړنې له مخې جوته شوې، هغه میندې چې په خپل ژوند کې یې تر یوه کاله پورته ماشومانو ته خپلې شیدې ورکړي تر هغو ښځو یې د زړه او رګونو د ناروغیو ګواښ پاموړ کم دی، چې ماشومانو ته یې خپل تی هېڅ نه وي ورکړی.

د څېړنډلې مشر ویلي، میندې باید خپلو ماشومانو ته د خپلو شیدو ورکولو ته نورې هم وهڅول شي، ځکه چې په وینا یې، له دې لارې خپلو کوچنیانو ته هم ګټه رسوي او په راتلونکي کې ځانونو ته هم د ځینو وژونکو ناروغیو ګواښ کموي.