انقره کې د افغانستان سفارت چارې "طالب ډیپلوماتانو ته سپارل شوې"

د عکس سرچینه، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په وروستیو کې په ترکیه کې د افغانستان سفارت ځینې ډیپلوماتان د دیپلوماتیک معمول پر اساس "ختم وظیفه" شول.
یادې سرچینې ویلي په دغو پخوانیو ډیپلوماتانو کې سفیر محمد امین رامین هم شامل و، د هغوی وخت پوره شو او له سفارت نه رخصت شول اوس د یاد سفارت چارې د "اسلامي امارت" هغه ډیپلوماتان په مخ وړي چې له یو کال راهیسې هلته په دنده بوخت وو.
سرچینه وايي، د سفارت د سرپرستۍ چارې محمد زبیر ودان سمبالوي چې د بهرنیو چارو وزارت له لورې هلته لېږل شوی دی.
د طالبانو حکومنت واييو نن په سفارت کې خدمات د معمول په څېر روان دي او کوښښ به کېږي چي ترکیه کي مېشتو هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي هم پر اېکس لیکلي، انقره کې د افغانستان سفارت په عادي توګه خپلې چارې مخته وړي.
"د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي او د خپلو هېوادوالو او نورو مراجعينو په خدمت کې دی. هېوادوال بايد ډاډه اوسي چې په سفارت کې د اسلامي امارت د ډیپلوماتانو له لورې په بشپړ شفافيت، مسؤوليت او تعهد سره د کونسلي خدماتو او د هېواد د استازيتوب دندې ترسره کېږي. د هېوادونو په ډيپلوماتيکو استازوليو کې ډيپلوماتيک کادر کې ادلون بدلون عادي کړنه ده".
د سفارت پخواني ډیپلوماتان څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په ترکیه کې د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت ډیپلوماتان وايي، ترکیې په انقره کې د دوی ماموریت پای ته رسولی دی. هغه ګام چې د طالبانو لپاره د خپلو ډیپلوماتانو ټاکلو لپاره لاره پرانیزي. ترکیه کې وتونکو افغان ډیپلوماتانو پر اېکس لیکلي، چې دوی د پنجشنبې پر ورځ انقره کې سفارت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.
دوی دا هم ویلي د ماموریت پایته رسولو په اړه د ترکي حکومت دا پرېکړه د هغه فشار له کبله وه چې طالبانو پر ډیپلوماتانو او ترکي حکومت کړی و. په انقره کې ترکي چارواکو لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
هغو افغان ډیپلوماتانو چې انقره کې یې ماموریت ختمېږي، ویلي "د طالبانو د ناکامو هڅو له امله چې د سفارت کنټرول ترلاسه کړی او د دې سفارت پر ډیپلوماتانو او کارکوونکو دوامداره فشار او د ترکيې پر حکومت د هغوی فشار، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې د دې سفارت د سفیر او ډیپلوماتانو ماموریت پای ته ورسوي".
دغه سرچینه وايي د طالبانو نویو ډیپلوماتانو کې یو یې اتشه او بل دیپلومات دی. د پنجشنبې په ورځ پخواني سفیر امیر محمد رامین د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته د سفارت کیلۍ سپارلې او وزارت دا کیلۍ د طالبانو دیپلوماتانو ته ورسپارلې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ترکیې دغه پرېکړه دې لپاره کړې چې کابل کې د خپل سفارت او مزارشریف او هرات ښارونو کې خپلو کونسلګریو کې فعالیتونه پرانیستي پرېږدي.
په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې "د هېوادونو په ډیپلوماټیکو ماموریتونو کې د ډیپلوماتانو بدلون یو معمول کار دی."
په داسې حال کې چې د نړۍ ډېرو هېووادونو لا تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د افغانستان مشروع واکمنان یې نه ګڼي، په تېره جولای میاشت کې، طالبانو وویل دوی نور د پخواني لوېدیځ پلوه حکومت له خوا ګومارل شوي ډیپلوماتان په رسمیت نه پېژني.
که څه هم تر ډېره د طالبانو له حکومت سره د لوېدیځوالو لوی اختلاف پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو پر سر دی، د طالبانو حکومت د چین، روسیې او د منځنۍ اسیا او ځینو خلیجي هېوادونو په ګډون د سیمې له ځینو هېوادودنو سره اړیکي جوړې کړې او پالي دي.
مخکې سفارت څه ویلي وو؟
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
په ترکیه کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې له طالبانو مخکې د افغان حکومت لخوا ټاکل شویو ډیپلوماټانو "رسماً خپل ماموریت پای ته رسولی" او سفارت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.
سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر شپږمه، د جمهوريت مهال ډیپلوماټانو په رسمي ډول خپل ماموریت پای ته ورساوه او د خلکو د ارادې پر بنسټ د مشروع حکومت نشتوالي له امله، دغه سفارت نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.
"اوسمهال افغانستان، د خپل تاریخ له یوه تر ټولو سخت پړاو څخه تېرېږي. د کورني او بهرني مشروعیت څخه برخمن یو دولت نشتون د دې لامل شوی چې په بهر کې د افغانستان خلک د لازم درناوي او وقار څخه برخمن نه وي. او تر څو چې په افغانستان کې یو مشروع حاکمیت چې د عدالت او د خلکو واقعي ارادې پر بنسټ وي، رامنځته نشي، په نړیواله ټولنه کې به افغانستان خپل وړ ځای ترلاسه نه کړي. له بده مرغه اوسمهال افغانستان، په ناسم او ناسالم لور روان دی. او هره ورځ د خلکو او په ځانکړې توګه د ښځو حقونه په ظالمانه توکه تر پښو لاندې کېږي. د اوسني افغانستان تصویر د ظلم، جهل او تیارې ښکارندوی دی چې خلک د تعلیم حق غوندې د خپلو بنسټیزو انساني حقوقو څخه محروم شوي چې دا وضعیت د هر ویښ وجدان لپاره د منلو وړ نه دی".
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې طالبانو د انقرې پر سفارت کنټرول ترلاسه کولو لپاره "ناکامې هڅې" کړې وې او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې د سفارت پر ډیپلوماټانو او کارمنانو او همداراز پر ترکي حکومت "دوامداره" فشار راوستی و.
بیان همداراز څرګندوي چې که څه هم دا سفارت د کابل له چارواکو سره "کونسلي او اداري" اړیکي ساتلې وې چې د اتباعو ستونزې حل کړي، خو "دغه سفارت هېڅکله طالبان د مشروع حکومت په توګه نه دي پېژندلي".





















