هغه سړی روغتون ته وړل شوی چې د الوتکې لاندینۍ برخه کې یې ځان پټ کړی و

د خپرېدو وخت
د الجزائر هوايي شرکت الوتکه له اوران هوايي ډګره پاریس ته ورسېده، چې لنډینګ ګئیر کې یې په هائپوترمیا اخته سړی موندل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د الجزائر هوايي شرکت الوتکه له اوران هوايي ډګره پاریس ته ورسېده، چې لنډینګ ګئیر کې یې په هائپوترمیا اخته سړی موندل شوی.

فرانسوي چارواکي وايي، یو سړی یې له الجزائره فرانسې ته د رسېدلې الوتکې په لاندینۍ برخه (لنډینګ ګئیر) کې موندلی او له هغه وروسته د روغتون ځانګړې پاملرنې په څانګه کې بستري کړی دی.

دا الوتکه د الجزائر له اوران هوايي ډګره د فرانسې پلازمېنې پاریس اورلې هوايي ډګر ته له دوه نیم ساعته سفر وروسته ورسېده او یاد یې سړی د لنډینګ ګیئر په برخه کې وموندل شو.

د هوايي ډګر یوه مسوول کس اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، کله چې دا سړی چارواکو ولید د هائپوترمیا (یو بیړنی روغتیايي وضعیت چې د انسان بدن د حرارت له سخت کمښت سره مخامېږي) له شدته ځورېده.

امنیتي چارواکي وايي، دې سړي د پېژندګلوۍ هېڅ ډول اسناد نه درلودل، ځکه یې عمر هم نه معلومېږي.

د فرانسې په ځینو رپوټونو کې د دې سړي عمر د ۲۰ او ۳۰ کلونو تر منځ یاد شوی، خو ځینې نور رپوټونه بیا وايي، د ۱۵ کلونو زلمی معلومېږي.

د ځايي څارنوالۍ دفتر له لوري ویل شوي دي، دا سړی په کریتیل سیمه کې هینري موندور روغتون ته لېږدول شوی دی.

د الوتکې په لاندینۍ برخه کې سفر کول خورا خطرناکه چاره بلل کېږي. کله چې الوتکه په هوا کې سفر کوي، پر برسېرنه اډانه یې د تودوخې درجه تر منفي ۶۳ درجو په رسېدای شي، چې له کبله یې د سختې هائبوترمیا او اکسیجن د شدید کمښت خطر رامنځته کېږي.

په ۲۰۱۹ کال کې د لندن د یوه کور پر سر همداسې یو مړی وموندل شو، چې له کینیا نه د لندن هیترو هوايي ډګر ته پر لار الوتکې له لنډینګ ګئیره لاندې غورځېدلی و.

په ۲۰۲۲ کال کې بیا له سویلي افریقا د امسټرډام شیپول هوايي ډګر ته د یوې رسېدلې الوتکې په ټائرونو کې یو سړی ژوندی موندل شوی و.