تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بشري خوندیتوب یا امنیت څه ته وايي؟
- Author, مشتاق رحیم
- دنده, د سولې او پراختیايي چارو کارپوه
- د خپرېدو وخت
کله چې د خوندیتوب بحث کېږي ټوله خبره په فزیکي امنیت را څرخي او د یوې ټولنې د خوندیتوب کچې د تللو کنډه په ټولنه کې وګړو ته د ورپېښ تاوتریخوالي اندازه ګڼل کېږي.
یعنې که په یوه ټولنه کې فزیکي تاوتریخوالی نه وي نو دغه ټولنه د امنیت له پلوه سمه ټولنه حسابېږي.
د خوندیتوب دغه تعریف ډېر عام دی او عمومآ د امنیت په بحث کې د همدې اړخ په وړاندې کولو ټولنه ارزول کېږي.
په دې کې شک نشته چې د فزیکي تاوتریخوالي نه شتون او فزیکي امنیت د هر بل پرمختګ بنسټ دی او نه شتون یې په ټولنه کې د بلې هرې چارې مخه نیسي خو ورسره باید دا خبره هېره نه شي چې د خوندیتوب د اوسني پېر په تعریف کې فزیکي امنیت د شپږو نورو عناصرو ترڅنګ یوازې یو عنصر دی.
د ۱۹۹۴ز کال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام کلني پراختیايي راپور د خوندیتوب یو پراخ تعریف وړاندې کړی چې اوس په نړیواله کچه کابو ټولمنلی دی.
دا تشریح چې په پراختیايي چارو کې د نړیوال نوم څښتن محبوب الحق له خوا ترتیب شوې وه، د امنیت پدیده له خوندیتوبه بشري خوندیتوب ته واړوله.
پوهان وايي چې خوندیتوب اووه ځانګړي عناصر لري چې په ګډه د یوې ټولنې د امنیت کچه په بشپړه توګه وړاندې کوي.
اقتصادي امنیت د دغه بحث په سر کې دی چې ورسره د خوړو، روغتیا، چاپېریال، فردي، ټولنیز او سیاسي خوندیتوب د یوې ټولنې د امنیت کچه ثابتوي.
اقتصادي خوندیتوب په یوه ټولنه کې د وګړو دومداره کار او ورځني عاید ته لاسرسی دی. یوه ټولنه هغه مهال خوندي یادېدی شي چې وګړي پکې د اقتصادي فعالیتونو شونتیاوو څخه برخمن وي او په دغه بهیر کې د ځان او د کورنۍ د اړتیاو د پوره کولو وړتیا ولري.
د خوراکي خوندیتوب بحث بیا د ټولنې د وګړو د اړتیا وړ خوړو ته اسانه لاسرسی دی، د لوږې او قحطۍ څخه ژغورنه ده او د ټولنې د وګړو له اقتصادي وړتیا سره سم په بازار کې د خوړو نرخ ثابت پاتې کیدل دي.
که د یوې ټولنې وګړي خوړو ته د بې وزلۍ، بېکارۍ، د بیو لوړوالي، احتکار او قحطۍ له کبله پوره لاسرسی ونه لري، دغه ټولنه خوندي ټولنه نه یادیږي.
د بشري امنیت دریم اړخ روغتیايي خوندیتوب دی. په دې لړ کې د ټولنې د وګړو د ناروغیو څخه ژغورنه په سر کې ده چې ورپسې صحي خدماتو ته د پوره لاسرسي بحث مطرح کېږي.
د یوې ټولنې بشري امنیت هله تینګ ګڼل کېږي چې هلته د ناروغیو د خپرېدو خطر کم وي او شته ناروغان صحي خدماتو ته پوره لاسرسی ولري.
همدا راز چاپېریالي امنیت د ټولنې له چاپېریال سره تړلي خطرونو لکه طبعي آفاتو څخه د ټولنې خوندي پاتې کېدو باندې را څرخي.
که یوه ټولنه د چاپېریال له اړخه ورپېښو خطرونو سره لاس او ګریوان وي نو دا په دې مانا ده چې ټولنه د چاپېریالي نا امنۍ سره مخامخ ده او دا راز دا ټولنه په ټوله کې خوندي نه ګڼل کېږي.
د خوندیتوب په بحث کې بل عنصر د وګړو فزیکي خوندیتوب دی. په دې لړ کې د وګړو د خپل دولت، باندني دولت، هېواد کې دننه له ډلو ټپلو او وګړو څخه د خطر احساس فردي امنیت له منځه وړي.
هغه ټولنې چې پکې ولس له دولته په وېره کې وي، د جرم لوړه کچه یې په عادي ژوند اغېز ولري یا هم پکې د ډلو ټپلو لخوا د تاوتریخوالي وېره وي د فردي خوندیتوب له نه شتون سره مخامخ وي او له همدې امله ناخوندي ټولنه ګڼل کېږي.
همدا راز، ټولنیز امنیت د بشري امنیت یو بل بنسټیز عنصر دی. که په یوه ټولنه کې یوه مذهبي، توکمیزه یا ورته ډله د خپلې پیژندګلوۍ په اساس ولس د تاوتریخوالي له خطر څخه خلاصه وي، دا ټولنه خوندي ټولنه ده.
که کومه یوه ډله د خپل مذهب، توکم او داسې نورو له کبله تهدید سره مخامخ وي، دا ټولنه بیا د خوندیتوب له اړخه په ټیټه کچه کې ژوند کوي.
د بشري امنیت اووم او ښايي تر نورو خورا ډېر مهم عنصر سیاسي امنیت دی. یوه ټولنه هغه مهال د بشري امنیت خاونده ګڼل کېږي چې پکې وګړي یا ډلې د سیاسي اند یا تړاو له کبله له خطر سره مخامخ نه وي، د وګړو بشري حقونه پکې خوندي وي، قانون پکې واکمن وي او عدالت ټینګ وي.
که په یوه ټولنه کې د متنوع سیاسي افکارو په درلودو بندیز وي، چې د ولس په کچه بشري قوانین نقض کېږي خو په اړه یې د دولت لخوا د سمون ګام نه پورته کېږي او یا هم د قانون واکمني او عدالت نه وي، دغه ټولنه نا خوندي ټولنه ګڼل کېږي.
د امنیت دا عنصرونه په ګډه په یوه ټولنه کې د خوندي بشري ژوند چاپېریال برابروي او هره برخه یې د بلې په ټینګولو او پیاوړي کولو کې مرسته کوي.
د بشري امنیت دغه اووه عنصرونه په ټولنه کې، د پوهانو له نظره، د وګړو لپاره درې ډوله آزادۍ را منځته کوي. په دې لړ کې لومړۍ آزادي د ولس او وګړو له وېرې خلاصون دی. په خوندي ټولنه کې وګړي د وېرې احساس نه لري او د ژوند چارې په عادي توګه مخ ته وړي.
دویمه آزادي د غوښتنو ده. وګړي د خوندیتوب په چاپېریال کې ډېرې غوښتنې نه کوي بلکې په تولید تمرکز کوي. وروستۍ او دریمه هغه بیا د ټولنې د وګړو د باعزته او باوقاره ژوند واک او آزادۍ درلودل دي.
د امنیت او د ټولنې د خوندیتوب بحث پرته له دغو اوو عناصرو نابشپړ دی. افغانستان، له بده مرغه، په تېره نیمه پیړۍ او یا ښايي له هغې هم دمخه هر مهال د امنیت د بېلا بېلو عناصرو له لړ څخه ډېر محدود پرمختګ درلودلی چې له کبله یې ټولنه ډېر وخت له بې ثباتۍ سره مخامخ وه.
د بشپړ بشري امنیت نه شتون په ټولنه کې د ثبات او پرمختګ مخه نیسي او د امنیت هغه برخې چې پکې پرمختګ هم شوی وي ننګوي او له خطر سره یې مخامخ کوي.
په ټوله کې د بشري امنیت نه شتون د ټولنې د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پرمختګ مخه ډب کوي، او د ټولنې ټیکاو ننګوي. په همدې دلیل، هر کله په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو خبره کېږي، اړینه ده چې د بشري امنیت ټولو اړخونو ته په پام بحث وشي.
د بشري امنیت په برخه کې د کار او پرمختګ لپاره بنسټ د فزیکي تاوتریخوالي نه شتون دی.
د فزیکي امنیت په شتون کې د بشري خوندیتوب د نورو اړخونو د پیاوړي کولو لپاره اړینه ده چې چمتووالی شته وي، او همدا راز په دې اړه عملي کار وشي.
بې له شکه چې دا کار وخت ته اړتیا لري، د ولس او دولت ترمنځ د باور فضا غواړي او دا کار د تدریجي پرمختګ په مټ شونی دی.
خو دغه هر څه باید له یو ځای څخه پیل شي که نه نو له لسیزو وروسته د ترلاسه شوي فزیکي فردي خوندیتوب ساتل به تر ډېره ناشوني وي.