ټام وېسټ‌ وايي‌ افغانان خپل هېواد کې "د سوله ییز حل غوښتنه کوي"‌

Thomas

د عکس سرچینه، US4AfghanPeace

د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي،‌ افغانان په خپل هېواد کې د جګړې مخالف دي‌ او "د خپل هېواد ننګونو ته د خبرو له لارې د حل ملاتړ کوي."

ښاغلی وېسټ‌ تېره اوونۍ په اووه ورځني سفر متحده عربي‌ اماراتو،‌ قطر او ترکیې ته په سفر وتلی چې د افغانستان د ستونزو حل لپاره نړیوال ملاتړ او همغږي تر لاسه کړي.‌

نوموړي پرون جمعه په دوحه کې د "افغانستان د راتلونکي فکر فورم" په نامه د یوه بنسټ‌ په غونډه کې برخه اخیستې چې د هغه په وینا ډېر ګډونوال یې له افغانستانه ورغلي‌ وو.‌

په دغه ناسته چې د افغانستان لپاره د ځینو نورو هېوادونو استازو هم په کې برخه لرله، ټام ویسټ ویلي د غونډې "هر افغان ګډونوال په خپل هېواد کې د ستونزو د حل لپاره د جګړې مخالفت کړی" او د سوله ییزې حل لارې ملاتړ یې کاوه.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

له دې سره د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر ویلي چې ده هم د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د ښاغلي کرزي پر ټویټر لیکل شوي چې دغو خبرو کې د بشري مرستو پر چټکتیا،‌ مرستو ته د خلکو په لاسرسي، د کورنیو او نړیوالو موسسو او مرستندویه ادارو د فعالیت پر وړاندې د خنډونو په لېرې کېدو او په دغو موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په لمنځه تګ ټینګار شوی دی.

دوی په دې هم غږېدلي چې د نجونو لپاره دې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي او د پاینده سولې ټینګښت لپاره دې ژر په ملي کچه خبرې اترې وشي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د طالبانو د حکومت مخالفې ډلې هم په افغانستان کې پر سوله ییز حل ټینګار کوي او وايي "داسې حکومت باید جوړ شي،‌ چې ټاکنې یې بنسټ ‌وي"، خو طالبانو بیا وايي‌ چې حکومت کې یې د هر قوم خلک شته او اړتیا نه ویني‌ چې ټاکنې وشي‌.

له دغې غونډې وړاندې،‌ د امریکايي‌ ځانګړي‌ استازي د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن سر هم په دوحه کې لېدلي دي او د افغانستان په اړه یې خبرې سره کړې دي.‌

خو د دغې کتنې د جزییاتو په اړه نوموړي‌ څه نه دي‌ ویلي. قطر هغه هېواد چې په افغانستان د طالبانو پر حکومت او مشرانو یې تر بل هر چا ډېر اغېز لري،‌ نو ځکه ښايي‌ همدا لامل وي چې د امریکايي‌ استازي د افغانستان اړوند مسایلو کې د قطري چارواکو مرسته غواړي.‌

وروسته له هغه چې طالبانو په رسمي‌ ډول د ملګرو ملتونو په دفترونو کې پر ښځو کاربندیز اعلان کړ، یوې سرچینې بي بي‌ سي ته وویل چې د ملګرو ملتونو او امریکا استازي هڅه کوي له دغې پرېکړې د طالبانو په شا کولو لپاره د قطر مرسته تر لاسه کړي.‌

بي بي‌ سي‌ ته دا هم ویل شوي‌ چې ښايي‌ د ملګرو ملتونو یو پلاوی هم د همدې موخې لپاره قطر ته ولاړ شي.‌

خو د طالبانو وروستي غبرګون ته په کتو،‌ داسې نه ښکاري چې د طالبانو حکومت دې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې پر ښځو کاربندیز لېرې کړي.‌

Thomas

د عکس سرچینه، US4AfghanPeace

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله خبر پاڼه کې ویلي‌ و، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو پر کار بندیز د دوی "د کورني ارزښت یوه موضوع ده، چې ټول لوري باید ورته درناوی وکړي."

ملګرو ملتونو اوس پرېکړه کړې چې د می تر ۵مې،‌ په افغانستان کې خپلې عملیاتي‌ چارې له سره ارزوي او خپلو کارکوونکو ته یې ویلي‌ چې تر بلې خبرتیا دې دفترونو ته نه ځي.‌

اوس چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې هېڅ ډول بهیر نشته،‌ داسې نه ښکاري‌ چې طالب واکمن دې د امریکايي‌ استازي او نورو هغو افغانانو غږونه واوري چې په دغه هېواد کې د شته ننګونو لپاره سوله ییز حل غواړي.‌