د بشري حقونو د څار سازمان چین د جوماتونو پر تړلو او ورانولو تورن کړی

د خپرېدو وخت

د بشري حقونو څار سازمان په خپله یوه تازه رپوټ کې پر چین تور پورې کړی چې ګواکې جوماتونه تړي او ورانوي او د مسلمانانو د عبادتځایونو بڼه او هدف بدلوي.

دې ادارې همدا راز ویلي چې دا هر څه د اسلامي تعلیماتو او کړنو مخنیوي په برخه کې د چین د یوې "منظمې یا سيسټماتیکې هڅې" برخه ده.

په دغه هېواد کې شاوخوا شل میلیونه مسلمانان دي.

که څه هم چين په حکومتي او رسمي کچه یو کمونیستي رژيم دی او پر خدای باور نه لري خو وايي په هېواد کې یې ټولو مذهبونو ته ازادي ورکړې. مګر شنونکي پر دې باور دي چې چین پر خپلو وګړو د کنټرول ډېرول غواړي او په وروستیو کلونو کې یې د مذهبونو او دینونو خلاف کړۍ تنګه کړې ده.

بي‌بي‌سي د بشري حقونو څار سازمان د دغه رپوټ په اړه د چین له بهرنیو چارو وزارت او د توکمونو د چارو کمیسون غبرګون وغوښت.

په چین کې د بشري حقونو د څار سازمان مشر مایا وینګ وویل چې، "د چین حکومت له لوري د جوماتونو د تړلو، ورانولو، د بڼې بدلون او د نورو موخو لپاره یې د کارولو موضوع په اصل کې په دغه هېواد کې د اسلام اړوند فعالیتونو د بندولو یوه منظمه هڅه ده."

د یادولو ده چې تر دغه رپوټ دمخه هم د چین په شمال لویدیځه سیمه شينجیانګ کې په ځلونو د ایغور مسلمانانو پر ضد کړنو او حقونو تر پښو لاندې کېدو رپوټونه ورکړل شوي او ثبوتونه په ډاګه شوي خو چین دا ټول "تورونه" ردوي.

په چین کې د مسلمانانو دوه لوی قومونه

مسلمانان تر ډېره د چین په همدغو شمال لویديځو سیمو شینجیانګ، چينګای، ګانسو او نینګشیا کې پراته دي.

د بشري‌ حقونو څار سازمان د رپوټ له مخې د نینګشیا سيمې اړوند د مسلمانانو په اکثریت لرونکي کلي لیاوچیاو کې د شپږو جوماتونو له ډلې د درو هغو ګنبد او مېنارې نړول شوې او په شپږو واړو کې د لمونځ کولو مرکزي تالارونه ویجاړ کړای شوي دي.

دغه سازمان د ۲۰۱۸ کال له اکتوبر میاشتې د ۲۰۲۰ کال تر جنورۍ پورې د سیټلایټ یا سپوږمکۍ پر مټ یوه اخیستل شوې ویډيو تر لاسه کړې ده. په دې ویډیو کې ښکاري د لیاوچیاو کلي د یوه جومات ګنبد ایسته کېږي او پر ځای یې د چین د دودیزو ودانیو بڼې چتر یا 'پګوډا' لګول کېږي.

د چینايي مسلمانانو د چارو یوه کارپوهه هانا ټېکر بي‌بي‌سي ته ویلي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په نینګشیا کې ۱۳۰۰ جوماتونه تړل شوي دي چې په دې سيمه کې د ټولو جوماتونو درېيمه برخه جوړوي.‌

د شي‌جن پېنګ په مشرۍ د چین حکومت هڅه کوي چې مذهب او خپله سیاسي نظریه د چین له کلتور سره همغږې کړي.

په ۲۰۱۸ کې د چین کمونیستي ګوند مرکزي کمېټې یو سند خپور کړ چې پر جوماتونو د کنټرول یادونه پکې شوې وه او پر ایالتي حکومتونو ټینګار شوی و داسې "ډېرې ودانۍ ویجاړې کړي، کمې هغه یې ورغوي او په ټوله کې یې شمېر راکم کړي."

په چین کې دوه ډلې مسلمانان اوسېږي. یو یې 'حويي' قوم دی چې په اتمه پېړۍ کې د تانګ واکمنۍ پر مهال چین ته تللي مسلمانان دي او دویمه ډله یې 'ایغور' مسلمانان دي چې تر ډېره په سنکیانګ کې مېشت دي.

"مسلمان مشران دې له چین پوښتنه وکړي"

د چین حکومت وايي، د جوماتونو اړوند دا کار د دې لپاره کوي چې "پر مسلمانانو اقتصادي فشار راکم کړي" خو ځینې 'حويي' مسلمانان بیا وایي چې دوی په دې توګه مجبورول کېږي چې د حکومت کړنو ته غاړه کېږدي.

ځینو ځايي خلکو د چین د دې تګلارې پر ضد غږ پورته کړی خو ګټه یې نه ده کړې.

یو شمېر هغه کسان نیول او بندیان شوي چې د جوماتونو د وانېدو مخه یې نیوله او یا له ورانوونکو سره لاس او ګراېوان شوي وو.

امریکا کې مېشت یو 'حويي' مدني فعال ماجو وايي چې له جوماتونو د سخت‌دريځو کړیو تر لرې کولو وروسته هلته د اوداسه ځایونه او ممبر هم له منځه وړل کېږي.

د بشري حقونو څار سازمان له لوري په یوه بله تایید شوې ویډیو کې د نینګشیا سیمې یو جومات ښکاري چې د دوو مېنارو تر ورانولو وروسته د اوداسه ځای هم ویجاړ کړای شوی دی.

نینګشیا سره پر پوله پرتې سیمې ګانسو کې هم حکومتي چارواکو څو ځله د جوماتونو د بندولو اعلان کړی دی. هلته د لنشیا په نوم ښار ته مخکې د چین 'کوچنۍ مکه' ویل کېدل. خو هلته ځايي حکومتي ادارو تر ۱۶ کلنۍ کمو کسانو ته په مذهبي چارو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

په اسیا کې د بشري حقونو د څار سازمان مشر ایلین پيیرسن ویلي چې د نړۍ ټولو مسلمانانو او د عربي نړۍ مشرانو ته په کار ده چې له چین پوښتنه وکړي او خپلې اندېښنې ورته په ډاګه کړي.

د مسلمانانو تر څنګ دغه کار د نورو مذهبونو پر پېروانو او لږکیو هم اغېز کړی دی.

د بېلګې په توګه، چین حکومت په تېرو میاشتو کې د 'تبت' نوم په 'شي زينګ' واړاوه.

هلته یې له کلیساو صلیبونه او درسي نصاب ایسته کړ، راهبان یې ونیول او له انلاین پلورنځيو یې د انجیل نسخې هم لرې کړې.