تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چين کې د ايغوريانو کړاو: بي بي سي يې په اړه معلومات موندلي
بي بي سي داسې اسناد لیدلي دي چې ویل کېږي د چینايي پولیسو له کمپیوټرونو هک شوي دي او پکې ښودل کېږي چې په لوېدیځ شینجیانګ ولایت کې که ایغور بندیان د تېښتې هڅه وکړي نو ځای پر ځای به ویشتل کېږي.
په زرګونو عکسونه د بیا روزنې په یوه پټ سیستم رڼا اچوي. هغو بندیانو ته چې د اسلامي عقیدې نښې پکې ښکاري، د بند اوږدمهاله سزا ورکول کېږي.
ډېری اسناد یې په خپلواکه توګه هم تاییدېدای شي. چین دغه ادعاوې ردوي چې ګواکې دغې سيمې کې ایغوریان په خپلسري ډول بندیانېږي او دا یې جعلي خبرونه بللې دي.
په چین کې د بي بي سي خبریال، جان سداورت، دا رپوټ رااستولی.