طالبان: تېر یوه کال کې مو تر نیم میلیون ډېر پاسپورتونه وېشلي، هره ورځ تر لسو زرو پاسپورتونه ورکوو

نورالله پتمن

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، خو پر پاسپورت ریاست د خلکو ګڼه ګوڼه او تقاضا ډېره ده او دوی کاري ظرفیت ته په کتو سره اجرات کوي.
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو د پاسپورت ریاست وايي، په تېر لمریز کال کې یې څه باندې نیم میلیون پاسپورتونه وېشلي او د دولت خزانې ته یې څه باندې درې میلیارده افغانۍ تحویل کړې.

د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، د وېش پرمهال یې تر ۲۰۰ ډېر جعل کاران او کمېشنکاران نیولي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

ددې ادارې په وینا، په دې بهیر کې اوس هم هره ورځ تر لسو زرو پورې پاسپورتونه وېشل کېږي.

ور سره هم‌مهاله ګڼ خلک ددې لړۍ له پڅوالي سر ټکوي او وايي چې په میاشتو میاشتو ورته په تمه پاتې شوي، خو تر اوسه یې پاسپورتونه نه دي ترلاسه کړي.

د طالبانو د پاسپورت ریاست ویاند نورالله پتمن وايي، پاسپورت ریاست کې له پیله ستونزې وې خو د دوی هڅه دا ده چې دا ستونزې حل شي او اوس دا وړتیا لري چې هره ورځ له اتو تر لسو زرو پاسپورتونه پر افغانانو وېشي او پاسپورت ته یې د انلاین غوښتنلیک استولو سیستم بېرته فعال کړی دی.

ښاغلی پتمن مني ګڼ افغانان چې غواړي عاجل پاسپورتونه واخلي، ډېر انتظار شوي، خو پر پاسپورت ریاست د خلکو ګڼه ګوڼه او تقاضا ډېره ده او دوی کاري ظرفیت ته په کتو سره اجرات کوي.

نوموړی وايي، دوی څلور ډوله خلکو ته د پاسپورت ترلاسه کولو کې لومړیتوب ورکوي، محصلین، لوبغاړي، سوداګر او عاجل ناروغان.

د افغانستان پاسپورټ

د عکس سرچینه، Passport Office

د عکس تشریح، لا هم د پخواني افغان دولت پاسپورټونه کارول کېږي

فارن پالیسي: لیتوانیا کې د افغانستان درې میلیونه سپین پاسپورتونه امبار کې پراته دي

بله خوا، د 'فارن پالیسي' خپرنۍ ویلي، چې په لیتوانیا کې درې میلیونه نوي چاپ شوي افغان پاسپورتونه لا هم د اړوند قراردادي شرکت (ګارسو پاساولیس) په زېرمتون کې پراته دي.

دغه شرکت د افغانستان له مخکني حکومت سره د تړون له مخې افغان پاسپورتونه چاپوي.

په بهرنیو هېوادونو کې د طالبانو له واک بهر نمایندګۍ افغانانو ته د پاسپورتونو په وېشلو په راتلونکې کې د افغانستان دیپلوماتیک مقاومت ته دوام ورکولی شي، خو د پاسپورټ د چاپولو مسؤل شرکت د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د مخکني حکومت په سقوط‌ سره د افغانستان استازولیو ته د پاسپورتونو له سپارلو ډډه کړې ده.‌

د افغان دولت ځینو پخوانیو سفیرانو ویلي، په دې باب یې اروپايي ټولنې، ‌امریکا او یاد لیتوانیايي شرکت ته مراجعه کړې ده.

د پاسپورت اخیستونکي

د عکس سرچینه، Taliban

دوی ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غواړي لا ډېر پاسپورتونه کابل ته وسپارل شي او دا ژمنه هم شته چې یوه اندایزه پاسپورټونه دغو استازولیو ته هم ولېږدول شي.

ګارسو پاساولیس شرکت هم فارن پالیسي ته ویلي، دا مهال د اروپايي‌ ټولنې له استازولۍ او د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ کابل ته د سپینو پاسپورتونو سپارل د تړون له مخې د اجرا کېدو په درشل کې دي.

تېر کال افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو بي بي سي ته ویلي وو له یوه لیتوانیايي شرکت سره افغانستان لپاره د درې میلیونه ټوکه پاسپورتونو د چاپولو پر خبرو بوخت دي.

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام یو شمېر سفیرانو ویلي، بهر کې د افغانستان سیاسي کاري ځواک غواړي "بې پرې" پاتې شي.

په ورته وخت کې، فارن پالیسي خپرنۍ ویلي، "د مرکزي اسیا، ایران او پاکستان په تور بازار کې یو سپین افغان پاسپورټ تر ۱۵۰۰ ډالرو هم خرڅ شوی دی."

طالب چارواکو کابل کې د پاسپورټونو خرڅېدل رد کړي دي.

په تور بازار کې د افغان پاسپورتونو او سټیکرونو خبره یو بل څه دي چې د افغان وګړو سفر کې یې د نورو هیوادونو له لوري بې باوري رامخې ته کړې ده.

په تېره مارچ میاشت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي وو، له هېواد بهر کونسلیو ته یې تازه پاسپورټونه استولي چې هلته اړتیا لرونکي افغانان له کړاو سره مخ نه شي.

په سعودي عربستان کې مېشتو افغان کډوال بیا ویلي، له تېرې ډېرې مودې راهسې زرګونه افغانان چې د پاسپورتونو موده یې بشپړه شوې له سفره بند پاتې دې او د ډېر کسانو په ټولنیز ژوند او کاروبار یې هم ناوړه اغېز پرایستی.