د شري لنکا لانکا لیګ سیالیو غوره لیګ د اوو افغان لوبغاړو په ګډون پیل شو

د خپرېدو وخت

د لانکا لیګ په نامه د شری لنکا د کرېکټ د شل اووره سیالیو غوره لیګ د اوو افغان کرکټرانو په ګډون له پرونه پیل شو.

دا د شری لنکا د کرېکټ بورډ ادارې د دغه سوداګریز غوره لیګ درېيم پړاو سیالۍ دي. 

په دې لوبو کې د نورو هېوادونو لوبغاړي هم برخه لري.

دا سیالۍ د یاد سوداګریز لیګ درېیم پړاو سیالۍ LPL دي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې هر کال کېږي خو سږ کال په اوړي کې په دغه هېواد کې د لاريونونو او ناآرامۍ له امله ځنډېدلې وې.

د رسنیو د راپورونو له مخې له افغانستانه په دغو لوبو کې رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، فضل الحق فاروقي، نوراحمد، نوین الحق، کریم جنت او وقار سلام‌خېل په بېلابېلو لوبډلو کې اخيستل شوي دي.

په دغه لیګ کې معمولا کولمبو سټارز، ډامبولا جاینټس، ګالې ګلاډیاټورز، جفنا کینګز او کانډي لوبډلې سیالۍ کوي.

افغان لوبغاړي نوين الحق، فضل الحق فاروقي او کریم جنت په کولمبو سټارز، نجیب الله ځدراڼ په کانډي فالکن، رحمان الله ګوربز او وقار سلام خېل په جفنا کېنګز او نوراحمد په ډامبولا جاینټس کې لوبېږي.

 په دغو لوبډلو کې جفنا کېنګز د دغه لیګ له پیل راهیسې د یاد لیګ اتلولي ګټلې. 

د لانکا ليګ په پخوانیو سیالیو کې هم افغان لوبغاړي لوبېدلي.

ټاکلې چې په دې سياليو کې ټولې ۲۴ لوبې وشي او پایلوبه به یې د ډیسمبر په ۲۳مه وشي.