تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان د ایران د غېرنفتي توکو پنځم لوی بازار: افغان سوداګر وايي، دا د ناچارۍ ښکارندويي کوي
د ایران د ګمرکونو پخوانی رییس وايي، هېواد یې د روان لمریز کال په تېرو اوو میاشتو کې افغانستان ته د یو اعشاریه درې میلیارد ډالرو په ارزښت غېر نفتي توکي، خوراکي او غیر خوراکي صادر کړي دي.
د تهران ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې محمد رضوانيفر ویلي، افغانستان په دې موده کې غېر نفتي توکو لپاره د ايران پنځم صادراتي هېواد و. د کابل او تهران ترمنځ اقتصادي او سیاسي اړیکي ورځ تر بلې تودېږي.
انګليسي ژبې تهران ټايمز ورځپاڼه د ايران د ګمرکونو د پخواني مشر له قوله وايي، له ګاونډيو هېوادونو سره د ايران د نفتو سوداګرۍ ټوليز ارزښت د تېر کال ورته مودې پرتله ۲۳ سلنه لوړ شوی دی. په دې موده کې د سوداګرۍ حجم هم ۱۶ سلنه ډېر شوی دی.
د ښاغلي رضوانیفر په وینا، د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د ایران د نفتو صادرات تر یو میلیارد ډالرو پورته شوي، په دې مانا چې افغان سوداګرو هغه هېواد ته د ایراني توکو په بدل کې یو زر او درې سوه میلیونه ډالر ورکړې دي.
په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي بي بي سي ته وویل، "افغانستان ته د ایران د صادراتو زیاتوالی د افغانستان د ناچارۍ ښکارندويي کوي."
د ایران د سوداګرۍ وزارت پخوانی چارواکی وايي، په روان لمریز کال کې، ایران ګاونډیو هېوادونو ته د څه دپاسه شل میلیارډ ډالرو په ارزښت مالونه صادر کړي دي او تر دې دمه د څه د پاسه ۲۱ میلیاردو ډالرو په ارزښت واردات لري.
د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایراني توکو زیاتره صادرات عراق، متحده عربي اماراتو، ترکیې، افغانستان او پاکستان ته رسېږی. خو افغانستان ته د ایران په سیاسي ډګر کې د طالبانو د حکومت او د تهران د چارواکو ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې تودېږي.
د طالبانو جګپوړي چارواکي په بېلابېلو وختونو کې په منظم ډول تهران ته سفرونه کوي. که څه هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په تهران کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت د مخالفانو د تمې برعکس طالبانو ته ورسپارلی دی.
د ایران د عدلیې مرستیال وزیر عسکر جلالیان پرون (پنجشنبه) په کابل کې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه هم خبرې کړې دي.
په همدې وخت کې ایران ویلي، غواړي له هغه هېواده زرګونه افغان بندیان افغانستان ته وسپاري.
د یادونې ده چې د ناروې په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو سازمان په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې د ایران حکومت یوازې تېره میاشت (اکتوبر کې) ۱۳ افغانان اعدام کړي دي.
له دې سره د روان ۲۰۲۴ کال په تېرو لسو میاشتو کې ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۴۹ ته رسېږي. د ایران حکومت رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغه خبر له خبرېدو وروسته ویلي وو، هڅه کوي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي او په دغه هېواد کې پر بېلابېلو سزاګانو محکوم افغانان خپل هېواد ته ولېږدوي.