شمالي کوریا ته پر روسیې د وسلو پلورلو په تړاو د امریکا خبرداری

د خپرېدو وخت

واشنګټن شمالي کوریا ته پر روسیې د وسلو پلورلو د ناوړه پایو خبرداری ورکړی دی.

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان سې‌شنبه وویل، که پیونګ یانګ مسکو ته وسلې ورکړي، نو دا به ورته ګرانه تمامه شي.

ښاغلي سالیوان زیاته کړه چې د وسلو لپاره شمالي کوریا ته مراجعه دا روښانوي چې روسیه په څنګه وضعیت کې ده.

هغه وویل چې مسکو به د شمالي کوریا وسلې د اوکرایین ښاري سیمو کې د خوړو پر زېرمو او د تودوخې پر تاسیساتو بریدونو لپاره وکاروي.

په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې د شمالي‌ کوریا مشر کېم جونګ اون ښايي روانه میاشت د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدو لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي.

په دغو رپوټونو کې راغلي چې دواړه مشران به د پیونګ یانګ لخوا مسکو ته د اوکرایین په جګړه کې ملاتړ لپاره د وسلو ورکولو پر امکان خبرې وکړي.

د روسیې دفاع وزیر سرګیې شویګو په جولای میاشت کې شمالي‌کوریا ته تللی او د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو نندارتون کتلی و.‌

نیویارک ټایمز لیکلي، روسیه پام کې لري چې له پیونګ یانګ د توپ مرمۍ او ټانک ضد راکټونه وپېري.

دې ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله زیاته کړې، چې کېم جونګ اون ښايي په خپل زغره وال اورګاډي کې د روسیې ختیځ کې ولادیوستوک بندري ښار ته ولاړ شي او هلته په یوې اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.

دغه غونډه د سپتمبر له لسمې تر دیارلسمي دوام کوي او ښاغلی کېم به یې په څنډه کې له ولسمشر پوتین سره هم وګوري.

ویل کېږي شمالي کوریا پر روسیې د وسلو پلورلو په بدل کې له دغه هېواد د سپوږمکیو په ګډون د عصري ټکنالوژۍ غوښتنه کوي.

لویدیځ ولې د پوتین او کېم شراکت ته اندېښمن دی؟

امریکا او د دغه هېواد نورو لویدیزو متحدانو روسیې ته د شمالي کوریا د مشر د سفر پر پلان اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې اندېښنې لامل دا دی چې ویل کېږي کېم جونګ اون له ولادیمیر پوتین سره مسکو ته د اوکرایین جګړې لپاره د وسلو پر ورکولو غږېږي.‌

روسیه اوکرایین کې جګړې لپاره وسلو، په ځانګړې توګه د توپ مرمیو او تجهیزاتو ته اړتیا لري، او د پیونګ یانګ زېرمې ترې ډکې دي.

بلخوا شمالي کوریا به د سختو نړیوالو بندیزونو له کبله د پیسو او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ ده.

دغه هېواد په ۲۰۱۹ کال کې له ملګرو ملتونو سره د خپل اټومي پروګرام په اړه د خبرو له پای ته رسولو وروسته لا نور یوازې او ګوښه شوی.

ښاغلی کېم ښايي روسیې ته پر خپلو وسلو لوړه بیه کېږدي‌ او همدا راز د عصري پوځي ټکنالوژۍ په برخه کې ترې مرسته هم وغواړي.

شمالي کوریا لنډ او اوږد واټنه توغندي ډېر لري، خو تر اوسه یې د څارونکو سپوږمکیو او اټومي اوبتلونو د ټکنالوژۍ ازموینې بریالۍ نه دي ختلې.‌

اندېښنه دا ده چې دغه هېواد ښايي راتلونکې کې د اړتیا پر مهال مسکو ته د نورو وسلو لپاره هم لاس اوږد کړي.

په هره توګه په سویلي کوریا کې چارواکي وايي د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ په دومره لوړه کچه د همکارۍ احتمال کم دی، ځکه دا په راتلونکې کې پخپله روسیې ته هم له ستراتیژیکه اړخه خطرناکه زبادېدلی شي.