تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"طالب وزیرانو پر ښځو د کاربندیز لیرې کولو ژمنه راکړې"
په افغانستان کې د مرستو رسونې یوه نړیواله مهمه اداره وايي، دریو طالب وزیرانو ژمنه ورکړې پر ښځو کاربندیز به لېرې کېږي او "مشرتابه یې د دې کار لپاره پر دویم فرمان کار کوي." دې ته په پام چې طالبانو پخوا څو ځلې دغه ډول ژمنې پلې کړې نه دي، روښانه نه ده چې دویم فرمان به یې کله چمتو کېږي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ چې کابل ته په سفر تللی، بي بي سي پښتو ته په ځانګړې مرکه کې وویل، که طالبان پر ښځو د کار او پوهنتونو کې د نجونو پر زدکړو بندیزونه لېرې نه کړي، پر افغانستان به "نړیوالې مرستې به وچې شي".
د بي بي سي له حفیظ الله معروف سره مرکه کې ښاغلي ایګلنډ ویلي "د طالبانو مشرانو راته ویلي چې دوی پر دویم فرمان کار کوي، د دغه فرمان له مخې به ښځو ته زدکړو اجازه هم ورکول کېږي او تر ټولو مهمه دا چې ښځې به بېرته کار ته ستنې شي".
"دوی باید پر خپلو ژمنو وردېږي، له موږ سره ژمنه شوې چې ښځینه او نارینه وو کارمنانانو سره به کار کوو، د ښځو د زدکړو ژمنه راکړل شوې. زه باور لرم چې دوی به پر خپلو ژمنې ولاړ وي، او نوی فرمان به ورکول کېږي چې له مخې به یې موږ ښځینه کارمنانې بېرته کارونه ته ستنېږي".
ښاغلی ایګلنډ وايي، د طالبانو د اقتصاد، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او د بهرنیو چارو وزارتونو ورسره ژمنه کړې، چې "ښځینه کارمنانې به بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي. ما ورسره ژمنه وکړه چې موږ به سملامي بېرته خپل کارونه پیل کړو، خو اوس موږ فلج کړل شوي یو او له ښځینه همکارانو پرته موږ کار نه شو کولای او نه یې کوو".
د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، دا چې د ښځو د کار بندیزونه په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه له خوا راغلي، نو دی غواړي راتلونکې چارشنبه کندهار ته ولاړ شي او هلته د عالمانو له شورا سره هم خبرې وکړي او وايي د ښځو د کار بېرته پیلېدو لپاره یوه نوي فرمان ته اړتیا ده، "داسې فرمان چې په مرسته یې زموږ ټول ښځینه او نارینه کارکوونکي د ټولو سیمه ییزو دودونو او ارزښتونو په پام کې نیولو سره کار وکړای شي. موږ دغه ارزښتونو په دې هېواد کې تل د بېلا بېلو حکومتونو تر واک لاندې په پام کې نېولې دي".
ښاغلي ایګلنډ دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، دغه سازمان نغدې پیسې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې افغانستان ته لېږدوي چې افغانستان کې لومړی د بشردوستانه حیاتي مرستو لپاره د میلیونونه اړمنو کسانو لاسنیوي کې ګټه ترې اخیستل کېږي.
یوناما زیاتوي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو په مټ د نغدو پیسو استولو اصلي لامل دا دی چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې – کله چې طالبان افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل- له نړیوالو بانکونو او افغانستان ته د پیسو د لېږد سیستم کې ستونزه رامنځ ته شوه.
دغه نغدي مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو له لارې یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې او له هماغه یې ملګري ملتونه لګوي.
د یوناما په خبره، دا نغدي مرستې هېڅکله د افغانستان (مرکزي) بانک یا د طالبانو چارواکو په واک کې نه دي ورکړل شوې.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون اړمنو افغانانو سره دغه مرستې ددغه سازمان د اړوندو ادارو لکه یونیسف، د مرستو د همغږۍ ادار یا اوچا، یو اېن وېمېن، ډبلیو اېف پي، یو اېن اېچ سي ار، ډبلیو اېچ او، هبیتات او ددغه سازمان د نورو اړوندو ادارو له لارې لګول کېږي.
په داسې حال کې چې طالبانو ظاهراً په کورنیو او بهرنیو نا دولتي ادارو کې د ښځو د کار د بندیز یو لامل بې حجابي بللې وه، د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، د دوی په ادارو کې ښځینه کارمنانې اوږده حجابونه اغوستل، په اوږده سفر یې محرم له ځان سره درلود او په کارځایونو کې یې ښځې او نارینه سره جلا کړي وو.
ښاغلی ایګلنډ وايي "موږ ژر د کار اجازه غواړو. ما نن د طالبانو مشرانو ته وویل چې موږ یوازې ورځې لرو، خو د اوونیو وخت نه لرو. خلک په ډېر سخت حالت کې دي، خلک به مړه شي، ځکه مرستې کمې دي، بشري کارونه لږ دي. یوازې د ناروې د کډوالو شورا کارونه نه دي بند شوي، بلکې د ګڼو ادارو کارونه فلج شوې دي".
یان ایګلنډ وايي، دوی ته شونې نه ده چې اړمنو ښځو ته یوازې نارینه مرستې ورسوي. ده مخکې ویلي وو، که طالبان ښځو ته د بېرته کار اجازه ورکړي، نو دوی چمتو دي چې سر له سبا خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
د (اېن آر سي) مشر وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار د بندیز او د ځینو مرستندویه ادارو د فعالیتونو درېدو له کبله میلیونونه اړمن افغانان اغېزمن شوي، چې د ژمي سړوښې یې ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي "افغانستان داسې هېواد دی چې ۲۳ میلیونه یې خلک یې مرستو ته اړتیا لري. په سیمه کې خلکو ته د مرستو د وېش ډېره برخه کار این جیو ګانې کوي، خو دغه بندیز د وېش ډېره برخه فلج کړې ده".