ټي ټېن لیګ د ګوربز لوبډلې وګاټه؛ د افغان لوبغاړو لوبې څنګه وې؟

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د لس اوریزه سوداګریز لیګ اووم پړاو د نیویارک سټرایکرز په اتلولۍ پای ته ورسېد، چې دغې لوبډلې په لومړي ځل دغه لییګ کې جام وګاټه.

د یکشنبې په شپه نیویارک سټرایکرز لوبډلې په پای لوبه کې ډیکن ګلډیټرز لوبډلې ته په اووه وېکټو داسې مهال ماته ورکړه چې لا یې څلور بالونه نور هم لرل.

دغې لوبډلې د ډيکن د ۹۱ منډو هدف په نهم اوور کې د درېیو لوبغاړو په زیان پوره کړ او د لومړي ځل لپاره یې اتلولي په خپل نوم کړه.

ډېکن ګلېډیټرز لوبډلې په پرلپسې دریمې اتلولۍ ریکارډ جوړولو چانس درلود خو د ۹۱ کمو منډو هدف له پرلپسې اتلولیو لېسته وباسله.

د افغانستان رحمان الله ګوربز هم د پای لوبې ګټونکې لوبډلې په ترکیب کې و، هغه په پای لوبه کې په یوه منډه وسوځېد خو له دې مخکې یې پای لوبې ته د نیویارک سټرایکرز لوبډلې په رسولو کې مهم رول درلود.

د پیل دغه چټک توپ وهونکي په نیمه پایلوبه کې د نیویارک سټرایکرز لوبډلې په ګټه مهمه پنځوسیزه کړې وه چې پای لوبې ته یې تګ حتمي کړ، خو په پایلوبه کې بیا د پاکستان اصف علي د نیویارک لوبډلې په ګټه ۴۸ مهمې ناسوځیدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

د هغه تر څنګ لوبډلمشر پولارډ هم ۲۲ ارزښتناکه منډې جوړې کړې.

د دوی په سیاله لوبډله ډیکن ګلېډیټرز کې پرون کوم افغان لوبغاړی نه و او د پاکستان محمد عماد وسیم هم یوازې درې منډې وکړې.

په لس اوریزه لیګ کې د ځینو نورو افغان لوبغاړو لوبو ته کتنه

د لس اوریزه لیګ په سږنيو سیالیو کې له بل هر وخته ډېر افغان لوبغاړي اخیستل شوي وو چې شمېر یې شاوخوا شلو ته رسیده.

دا سیالۍ د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ کې کېدې.

د کرېکټ په دغې چټکه بڼه لوبو کې د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې برخه کې د یو شمېر افغان لوبغاړو ځينې لوبې د پام وړ وې او په ټوله کې لوبډلو پرې ډېر حساب کاوه.

د مشهور افغان ستوري راشد خان په نشتون کې بل افغان ورو بالر قیس احمد د دې لیګ د تر ټولو ډېرو وېکټو اخیستونکو بالرانو په سر کې راغلی.

قیس احمد په ۹ لوبو کې ۱۶ مهمې وېکټې اخیستي ورپسې له ۱۳وېکټو سره د پاکستان سلمان ارشاد دویم دی.

فضل حق فاروقي له ۹ وېکټو سره په اتم او محمد نبي له اتو وېکټو سره په لسم مقام راغلي دي.

د هغو لوبغاړو په قطار کې چې په دې تېزو سیالیو کې یې په ښه اوسط بالونه کړي محمد نبي دریم، قیس احمد پڅلورم او وقار سلیمانخېل بیا پنځم ځای نیولی دی.

لس اوریزه سیالۍ او چټکې منډې

د ټي ټېن لیګ په سږني سیزن کې د توپ وهنې برخه کې بیا د افغان اوپنر بټسمېنانو حضرت الله ځاځي او رحمان الله ګربز برخه رنګینه ده.

ځاځی له ۲۱۲ منډو او ګوربز بیا ۱۷۶ منډو سره د ډېرو منډه جوړونکو لوبغاړو په قطار کې په ترتیب سره په څلورم او پنځمو مقامونو راغلي دي.

په همدې ډول دوی د هغو لوبغاړو په نوملړ کې هم په څلورم او پنځمو مقامونو دي چې ډېرې څلوریزې یې وهلي خو د انګلنډ ټام کوهلر بیا له دېرشو څلوریزو سره د ټولو په سر کې دی.

حضرت الله ځاځی چې ډېر وخت یې په لوبو نیوکې کیږي داسې ښکاري چې ورو ورو بېرته لوبو ته ځان جوړوي، نوموړی په دغه لیګ کې له دریو پنځوسیزو سره له نورو ټولو لوبغاړو مخکښ دی ورپسې دویم ځای د انګلنډ ټام کوهلر نیولی هغه دوه پنځوسیزې جوړې کړي دي.