تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملا برادر: ګاونډیان دې له افغانستان سره تعامل ښه کړي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره ښه تعامل ولري.
دغه جګپوړي طالب مشر په ځانګړي ډول له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو او سوداګرۍ په برخو نورې ستونزې جوړې نه کړي.
بل خوا د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي حکومت به یې له هغو خلکو سره جدي چلند وکړي چې هلته مېشت افغان کډوال ځوروي.
د یادونې ده چې له څه مودې راهیسې پاکستان کې د حکومت په امر د امنیتي ادارو لخوا د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او بېرته افغانستان د استولو لړۍ چټکه شوې ده.
تازه د طالبانو په حکومت کې د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دغه هېواده غوښتي چې له افغانستان او افغانانو سره خپل چلند بدل کړي.
ښاغلي برادر چې په کابل کې یې د کابل-شانګهای هوايي دهلېز د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې په ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره ښه تعامل ولري.
هغه وویل، د ځینو شیانو چې د ده په ټکو افغانستان ته ستونزو پېښوي، د ګټې پر ځای به زیان ډېر وي.
ملا برادر وایي افغانستان به بدلون او پرمختګ کوي چې بیا به هېڅ ګاونډي ته اړ نه وي.
بل خوا همدلته کابل کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې دغه هېواد سفير کاظمي قمي منلې چې ځينې افراطي ډلې په ايران کې له مېشتو افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي هڅه کوي.
خو هغه زیاته کړه چې دا د ايران د حکومت پاليسي نه ده او دا چې دوی افغان کډوالو ته د مېلمنو په سترګه ګوري.
د نوموړي په وینا ايران له لسیزو راهیسې د نږدې د ۶ ميليونه افغان کډوالو کوربه دی.
په وروستیو کې داسې ډېر رپوټونه خپارل شوي، چې ایران کې د عامو خلکو له خوا افغان ځورول کېږي.
د یادونې ده چې د ایران کورنیو چارو وزیر وحید احمدي هم څو ورځې مخکې وویل چې دوی په غیرقانوني کډوال له خپلې خاورې وباسي.