د امریکا – کاناډا پولې ته څېرمه سیند کې د ۸ کډوالو مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا او کاناډا ترمنځ پولې ته څېرمه په سنټ لورېنس سیند کې د دوو ماشومانو په ګډون د اتو کډوالو مړي موندل شوي دي.
چارواکو ویلي دغه کسان له کاناډا په ناقانونه توګه امریکا ته د اوښتو د هڅې پر مهال ډوب شوي دي.
له دوی د ۶ تنو مړي پنجشنبه او ۲ نور د جمعې پر ورځ وموندل شول.
رپوټونو کې ویل شوي چې دې پېښه کې وژل شوي کسان د رومانیا او هند د دوو کورنیو غړي دي.
دا اجساد داسې مهال موندل شوي چې پولیس دغه سیند کې د "کېسي اوکېس" په نوم د یوه ۳۰ کلن کښتۍ چلوونکي په لټون بوخت و.
د هغه څرک تر اوسه لا نه دی لګول شوی.
دا هم روښانه نه ده چې د ښاغلي اوکېس او دغو کورنیو ترمنځ څه تړاو شته که نه.
دا پېښه د اکوېساسنې په کېبک سیمه کې شوې چې د موهاک بومیانو اړونده ده.
موهاک قبیله له اونتاریو رانیولې تر کېبک او د متحدو ایالتونو تر نیویارک ایالت پرته ده.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډیو پر دې پېښې خواشیني ښودلې.
هغه ویلي "باید وپوهېږو چې دقیقآ څه پېښ شوي، څنګه پېښ شوي او [په دې توګه یې] بیا ځل لپاره د رامنځته کېدو احتمال راکم کړو."

د عکس سرچینه، RCMP MANITOBA
په وروستیو میاشتو کې په نورو سیمو کې هم له کاناډا څخه امریکا ته د اوښتونکو کسانو جسدونه ترلاسه شوي.
تېره جنورۍ پولیسو د کاناډا د مانیتوبا اېرسون ته نږدې د کاناډا-امریکا پولې ته څېرمه په واوره پوښلې بېدیا کې د یوه ماشوم په ګډون د څلورو کسانو مړي موندلي وو.
امریکايي چارواکو هغه مهال ویلي و، باور دا دی چې دغه کسان به د یوې هندي کورنۍ غړي وي.
تر هغې وړاندې ډسمبر کې هم د مونتریال یو اوسېدونکی د امریکا – کاناډا پولې ته نږدې مړ موندل شوی و.
۴۴ کلن فریتزنېل ریچارد هڅه کوله چې امریکا کې له خپلې ښځې او ماشوم سره یو ځای شي.
د امریکا سرحدي څارونکو موندلې چې په دې وروستیو کې له کاناډا امریکا ته په ناقانونه توګه د اوښتلو هڅې ډېرې شوي.
دوی یوازې تېره جنورۍ کې ۳۶۷ کسان له کاناډا د ور اوښتلو پر مهال نیولي دي.
دا شمېر تېرو ۱۲ کلونو کې له دې کبله د نیول شویو کسانو له مجمعي شمېر لوړ دی.





















