کابل ته د حنا رباني کر پر سفر تبصرې؛ سیاسي اړتیا که ښځو سره د طالبانو دوه ګونی چلن

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی او له طالب چاراکو سره یې وکتل.
په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېرو مهمو مسلو خبرې وشوې خو ګڼو خلکو او ځینو رسنیو د اغلې کر او طالبانو د لیدو او ناستې پر څرنګوالي غبرګونونه ښودلي دي.
په دې ناسته کې په پاکستان کې د افغان بندیانو پر خلاصون، پر ویزو، سوداګریزو سهولتونو او نورو مهمو مسلو خبرې وشوې، خو ډېرو خلکو له فرصته په استفادې د نورو تبصرو ترڅنګ پر طالبانو نیوکه کړې چې د خپل هېواد نجونې زدکړو ته نه پرېږدي، خو د بل مسلمان هېواد له مېرمنې سره بې قید او شرطه ناسته ترسره کوي.
د طالبانو د حکومت پلویانو بیا دا یوه سیاسي اړتیا بللې او وايي چې افغانان خپل قانون پر مېلمنو نه پلی کوي.
پر خواله رسنۍ تر ټولو چې ډېر شریک شوي د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې له مولوي امیرخان متقي سره د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کر د روغبړ عکس او د کابل په هوايي ډګر کې یې، له الوتکې د کښته کېدو ویډیو ده.
پر دې لنډۍ څو ثانیي ویډیو چې نورې نړۍ ته به معمولي ښکاري، بېلابېلې تبصرې شوې.
اغلې کر تورې عینکې په سترګو، نازک ټیکری نیمايي پر سر له الوتکې راښکته کېږي او د طالبانو د حکومت استازو ته لاس په سینه ږدي او سلام علیک کوي.
طالب چارواکي هم معمول ډیپلوماتیک پروتوکول خندا په خوله، څوک لاس په سینه ورسره سلام کوي، څوک ورته سر خوځوي او څوک هم تمرکز د اغلې کر په تعقیب د پلاوي پر نارینه غړو کوي.
خو د پاکستاني خواله رسنۍ ځینو کارنو اغلې کر ستایلې چې د دوی په وینا له ډېرو سخت دریځو طالبانو سره یې په خپل سټایل کې کتلي.
بل لور ته پر طالبانو نیوکګرو لیکلي چې ګواکې پردیو ښځو ته لاس په سینه ولاړ دي خو خپلې لوڼي ښوونځي ته نه پرېږدي.

د عکس سرچینه، Foreign Office, Pakistan
هممهاله بیا ځینو منځلاریتوب کړی او لیکلي یې دي ښه دی چې طالبان سیاسي او ډیپلوماتیکي تعاملات په پام کې نیسي. پاکستانی خبریال مرتضی سولنګي پر ټوېټر لیکلي، کله چې غواړئ د طالبانو په شان له ښځې ضد خلکو سره وغږېږئ، حنا رباني کر ولېږئ، هغه درته ترسره کوي. مننه پاکستانه.
د میدان وردګ پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري پر ټوېټر لیکلي، د طالبانو مشران به له سټایل والا حنا کر سره ناست وي، سترګو او ښایسته وېښتانو ته به یې ګوري خو بیا به هم افغان ښځې هېرې شوې، زنداني، ښوونځي یې تړلي او کاري فرصتونه به یې د اسلام په نامه ترې اخیستل شوي وي.
خو پرون د بي بي سي ستاسې غږ پروګرام کې ګډونوال سردار محمد دا ناسته اړتیا وبلله.
بل اورېدونکي ملتیار متفاوته شانې نیوکه درلوده. هغه وویل "پاکستان ولې خپل د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو را ونه لېږه چې حنا رباني کر یې راولېږله."
عبدالسلام باوري بیا، له اغلې کر سره د طالب چارواکو ناسته هیله بخښونکی بدلون وباله. هغه وویل "دا چې د اړتیا له مخې طالبان له آغلې کهر سره کښېناستل او ان شاالله د افغان نجونو اړتیا به هم په پام کې ونیسي او ښوونځي به پرانیزي."
کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په ترڅ کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي سره یې وکتل د افغان بندیانو پر خلاصون، د ویزو په ورکړه کې پر آسانتیا راوستو، سوداګریزو سهولتونو او نورو مهمو مسلو خبرې وشوې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
هغه هم په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ترینګلتیاوې رامنځته شوې چې مرګ ژوبله یې درلودلې.
بل پلو د پاکستاني طالبانو ډلې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د څو میاشتې وړاندې منل شوي اوربند پای اعلان کړی.
خو د طالب مشرانو او آغلې کر پر کتنې تبصرو او نیوکو د سفر پر اصلي مسلو سیوری وغوړاوه.
که څه هم دا له بهرنیو ښځینه استازو سره د طالبانو لومړنۍ لیدنه کتنه نه ده خو دا چې اغلې کر مسلمانه ده نو پر طالبانو نیوکګرو ته ښه فرصت په لاس ورغی.






















