'امریکا غواړي پر افغانستان له لیرې خپل کنټرولېدونکی هوايي پوځي څار ډېر کړي'

د عکس سرچینه، U.S. Air Force
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي، سکاټلنډ
- د خپرېدو وخت
د امریکا دفاع وزارت غواړي پر افغانستان له لیرې کنټرولېدونکی هوايي پوځي څار ډېر کړي.
د دغه وزارت سرپلټونکي په خپل تازه راپور کې کښلي چې د دې طرحې له مخې ټاکل شوې چې په سیمه کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکو او هوايي څارګرو وسایلو د ماموریت موده او د پاتې کېدو ځواک ډېر شي.
د دغو عملیاتو موخه تر ډېره له افغانستانه د امریکا پر ضد د "اسلامي دولت" نومې (داعش) وسله والو په څېر د ګواښونو لپاره چمتووالی ښودل شوی.
د امریکا د دفاع وزارت تازه راپور کښلي، د روان میلادي کال له لومړیو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان جنرال مایکل کورېلا پر افغانستان د خپل استخباراتي څار د تشو په ډکولو تمرکز کړی.
هغه ویلي چې د امریکا دفاع وزارت د اوس لپاره له افغانستانه د ممکنه ترهګریزو ګواښونو بشپړ جریان نشي څارلی.
د سنا د وسله والو ځواکونو جرګګۍ غونډه کې جنرال مایکل کورېلا وویل، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته، د القاعده او داعش خراسان څانګې پرضد د تحلیلي سرچینو او معلوماتي او استخباراتي زېرمو او څارنې د کچې راټیټېدل ننګول شوي دي. په داسې حال کې چې د برید لپاره زموږ د پلان لیدلوری پر ځای پاتې دی.
ښاغلي کورېلا زیاته کړه، د داعش-خراسان څانګې په سیمه کې خپل بریدونه زیات کړي او غواړي خپل بریدونه له افغانستان بهر زموږ د بهرنیو ګټو خلاف او د امریکا پرضد وغځوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان وویل، دفاع وزارت ته اوس د احتمالي ترهګریزو بریدونو د یو بشپړ انځور څرک نه لګېږي.
دغه جګپوړي امریکايي جنرال دا وړاندوېینه هم کړې چې د "اسلامي دولت" داعش -خراسان څانګه به د کال په دې ربعه کې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د لوړې کچې خپلو هغو بریدونو ته دوام ورکړي چې پیل یې پر کابل هوايي ډګر خونړی برید و او بیا وروسته د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د ترور کولو او کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو پر وزارت خونړي بریدونه وو.
که څه هم جنرال کورېلا پر دې اند دی چې طالبان د داعش-خراسان څانګې ته د ماتې ورکولو انګیزه لري، خو وايي په راتلونکي کې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي توان نه لري.
ده وېره وښوده که داعش د بریدونو د لومړیتوب له مخې وغواړي، نو په شپږو میاشتو کې د امریکا یا لوېدېځ پرضد بریدونه کولی شي.
دغه امریکايي جنرال دا څرګندونې داسې مهال کړې چې امریکايي ډیپلوماتانو له طالبانو سره په افغانستان کې د امریکایانو د خوندیتابه، د امریکا متحدانو او هغو چې افغانستان کې یې مرسته ورسره کړې ده د خوندي لېږدونې، اقتصاد، ترهګرۍ، بشري حقونو او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګولو د اړوندو مسلو پر سر چانې وهلې دي.





















