د بریتانیا په سټونال کې یو تن د دوو سپیو داړلو له کبله مړ شوی

pakistan

د عکس سرچینه، RYAN UNDERWOOD

د خپرېدو وخت

بریتانیا کې دوو سپیو یو سړی سخت وداړه چې وروسته یې د ټپونو له کبله مړ شو.

د پولیسو په وینا، دوو سپیانو په یاد کس د پنجشنبې په ماسپښین والسال ته نږدې د سټونال پر عمومي سړک برید کړی وو.

روغتیايي مسولین وايي، قرباني کس په برمنګهم کې د ملکې الیزابیت روغتون ته وړل شوی و او هلته مړ شوی دی.

بلخوا پولیسو یو ۳۰ کلن سړی په دې تور نیولی، چې یاد خطرناکه سپي یې له کنتروله وتلي وو.

د امبولانسو د چوپړونو ادارې ویاند وايي:"د پېښې ځای ته په رسېدو سره موږ یو سړی وموند، چې ژوند ګواښونکي ټپونه یې درلودل او روغتیايی حالت یې دېر خرابه و."

"له بده مرغه، روغتون ته له رسیدو وروسته، د ډیرو هڅو سربېره مړ شو. "

pakistan

د عکس سرچینه، RYAN UNDERWOOD

ویل کېږي، سیمه کې شته وګړو هڅه وکړه، چې یاد کس د سپیو له منګلو خلاص کړي او سپي ورنه وشړي.

په ورته وخت کې سیمې ته نژدې د یوې اکاډمۍ ماشومانو ته اجازه ورنه کړل شوه چې له اکلډمي ووڅي.

یوې ۶۳ کلنې اوسیدونکې رسنیو ته ویلي، سیمې ته ورغلې لارې تړل شوې او یو هوايي امبولانس په سیمه ییز پارک کې ناسته کړې ده.

یادې ښځې وویل: "موږ ټول یو څه ډار شوي یو."

یاده اوسېدونکې وايي:"دلته د سپيو پالوونکو او ساتوونکو په توګه موږ ټول یو بل سره پېژنو. کله چې له پېښې خبر شولو، له یو بل سره مو اړیکې ونیولې خو هیڅوک نه پوهیدل چې دا سپي د چا دي."

له دې مخکې هم په برمنګهم کې پر یوې ۱۱ کلنې نجلۍ سپي برید کړی و، چې له کبله یې د ځینو ځانګړو نسلونو حیواناتو ساتل منع کړی شوي وو.

پداسې حال کې چې د یادو دوو داړونکو سپیانو نسلونه لا معلوم نه دي خو چارواکو امریکايي ایکس ایل سپیانو ساتل منع کړي دي.

بریتانیا کې کورني حیوانات ساتل یو معمول کار دی خو ډیر وګړي له پیشوګانو او سپیو سره زیاته مینه لري او د کورنۍ غړي په توګه یې ساتي.