مولوي عبدالکبیر د ایران له استازي سره: داعش د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی

کابل

د عکس سرچینه، @ARG_1880

د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي سره په کتنه کې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران په کرمان کې وروستي برید ته په اشاره ویلي چې (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډله د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی او موخه یې د سیمې بې ثباته کول او د بې ګنا خلکو وژل دي.

تر دې مخکې ځینو امریکايي استخباراتي سرچینو ویلي و چې دا برید په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې له خوا شوی دی. هغه خبره چې د طالبانو حکومت رد کړې وه.

په خپره کړې خبرپاڼه کې د طالبانو د ویاند د دفتر له خوا د ښاغلي کبیر له خولې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت پالیسي روښانه ده چې د ایران په ګډون له افغانستانه هېڅ چا ته خطر نه دی متوجې او هڅه کوي چې د سیمه په ثبات او د امنیت په ټینګښت کې مثبت رول ولوبوي.

په خبرپاڼه کې د ایران د سفیر له قوله ویل شوي، هغه ډلې او کړۍ چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اختلاف او نفاق اور ته لمن وهي، هېڅکله به بریالۍ نه شي.

ښاغلي قومي دا هم ویلي، چې هېواد یې د طالبانو د حکومت د مخالفینو ملاتړ نه کوي، بلکې هڅه کوي افغانستان د سیمه ییزو همکاریو یوه برخه وګرځوي.

په کابل کې د ایران سفارت او حسن کاظمي قومي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کرمان چاودنو کې د وژل شویو افغانانو شمېر ۱۴ او ټپیان ۱۹ دي

ایران

د عکس سرچینه، IRNACopyright

د عکس تشریح، د کرمان پېښه کې د ځینو وژل شویو افغانانو نومونه د قبرونو پر شناختو (ډبرو) لیدل کېږي

په ورته وخت کې ایراني چارواکو د ایران په کرمان ښار کې د وروستۍ چاودنې له امله د وژل شویو افغانانو په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د ايران د ملي مهاجرت د ادارې د عامه اړيکو رييس محمد جلالي فرد پرون وويل چې په دې پېښه کې ۱۴ افغانان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.

تر دې مخکې فارس خبري اژانس د شپږو ښځو په ګډون د ۱۲ وژل شویو افغان کډوالو نومونه خپاره کړي وو.

د هغه په وينا، د ټپيانو له ډلې شپږ يې روغتون ته لېږدولي او پاتې نور رخصت شوي دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا په هوايي برید کې د وژل شوي ایراني جنرال قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په مناسبت د دغو دوو بمونو چاودنې تر ۹۰ زیات کسان ووژل.

داعش د دغو بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دواړه بریدونه ځانمرګي بریدونه وو.