تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین د وګړو شمېر له ۱۹۶۱ راهيسې په لومړي ځل کم شوی دی
په تېرو ۶۰ کلونو کې لومړی وار دی چې د چین د وګړو شمېر په کمساري ډول کم شوی او د نویو زېږېدلو ماشومانو کچه په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې شپږ اعشاریه ۷۷ ته ټیټه شوې ده، چې ریکاډ کچه بللی شي.
په ۲۰۲۲ کال کې د دغه هېواد نفوس څه باندې یو اعشاریه ۴۱ میلیارده ښودل چې د وړم کال ۲۰۲۱ پرتله ۸۵۰،۰۰۰ کم شوی.
له کلونو راهيسې د چین د وګړو شمېر ټیټېږي، هغه څه چې هڅوونکي تګلارې یې د لاملونو یو اړخ کېدلی شي. خو د یوه ماشوم درلودو له تګلارې اووه کاله وروسته چې لا هم د خلکو په منځ کې دود ده، یوه چارواکي دا "د وګړو د منفي لوري" پېر یاد کړی. د چین د احصايي ملي ادارې چې پر سې شنبه (د جنورۍ ۱۷مه) یې وروستۍ شمېرې اعلان کړې دا هم ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د چين نفوس شمېر د ۲۰۲۱ پرتله ۷ اعشاریه ۵۲ ټیټ شوی دی.
په ۲۰۲۱ کې د امریکا متحده ایالاتو کې د ماشومانو د زېږون کچه په هرو زرو کسانو کې ۱۱ اعشاریه ۶ ثبت شوې وه، بريتانیا کې دغه کچه ۱۰ اعشاریه ۸ ښودل شوې. هند بیا د نړۍ د ډېرو وګړو لرونکي هېواد په توګه پر چین پښه اړوي، هلته د زېږون کچه په هرو زرو کسانو کې ۱۶ اعشاریه ۴۲ ښودل شوې ده.
تېر کال په لومړي ځل په چین کې د مړینې کچه د زېږون تر شمېر لوړه وه. دغه هېواد له ۱۹۷۶ کال راهیسې د مړینې تر ټولو لوړ شمېر ثبت کړی و، په هرو زرو کسانو کې ۷ اعشاریه ۳۷ تنه مړه شوي وو، د وړم کال شمېرې یې ۷ اعشاریه ۱۸ اعلان شوې وې.
د حکومت له لوري پخوانيو خپرو شویو مالوماتو کې د دومره انسانانو بایلات ډیموګرافيک یا د وګړو د کمي ناورین بلل شوی و چې په اوږد مهال کې د هېواد پر کاري ځواک ناوړه اغېز پرېباسلی شي. دغه څه پر روغتیايي چوپړونو او ټولنیز ټېکاو هم اغېز لري. د ۲۰۲۱ کال یوه رپوټ دا جوته کړې چې د چین د وګړو وده خورا ورو ده، ورسره د ختیځې اسیا د ځېنو نورو هېوادونو لکه جاپان او سویلي کوریا کې هم د عمر خوړولو شمېر لوړ او د نفوس وده پڅه برېښي.
د اقتصادي سمونو یوه کارپوهه یو سو وايي، باوري ده چې په ۲۰۲۳ کال کې به د چین د وګړو شمېر لا ډېر ټېټ شي. " دې بهېر د کویډ پر مهال دوام درلود او ښايي روان پاتې شي."
مېرمن سو وايي د بې کارۍ ډېرېده او د ځوانانو په مالي سرچينو کې لږوالی د دې لامل کېدلی شي چې ډېر ځوانان ودونه وځنډوي او د ماشوم زېږون لږ شي. هغې وویل، تر کورونا وبا وړاندې مودې پرتله ښايي د مړینې شمېر هم لوړ شي او دلیل د کورونا پاتې اغېز دی. چین کې د کورونا د صفر تګلارو له لیرې کولو وروسته پر ویروس د اخته کسانو شمېر کې ډېروالی لیدل کېږي.
په هغه دودپاله ټولنه کې چې کورنۍ یې تر نجلۍ هلک ته خوشالېږي، له ۱۹۸۰ کال راهیسې چې د یوه ماشوم لرلو تګلاره جبري شوه د ماشوم زیانولو او جنسیتي نا انډولۍ رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
دغه تګلارې په ۲۰۱۶ کال کې له منځه لاړې او دا اجازه ورکړل شوه چې یوه جوړه دې دوه ماشومان ولري.
په وروستیو کلونو کې د مور او ماشوم د ښې روغتیا لپاره حکومت پالنه ښه کړه او مالیې یې ټیټې او یا وبښلې، د هغه څه لپاره چې د وګړو د شمېر پڅېدو مخه پرې ونیسي.
خو دغو هڅو پایله نه درلوده. کارپوهان پر دې باور دي چې د ماشومانو د زدکړو د کاري موکو کمی او له مېندو سره د مرستو نشتوالی هغه لاملونه وو چې خلک پر دغو هڅونو ورګډ نه شول او د وګړو شمېر د ډېرېدو پرځای لږ شو.
د ۲۰۲۲ په اکټوبر کې د چین ولسمشر شي جین پینګ په پلازمېنه بېجینګ کې د کمونست ګوند پنځه کلنه کانګره کې وویل، د وګړو شمېر لوړېده یې د هڅو په لومړیتوبونو کې دي او دا چې د عمر خوړولو کسانو لپاره به یوه کارنده تګلاره تیاره کړي.
د سینګاپور د کورنۍ او وګړو د څېړنو مرکز مشر بسار او ان تیرویچیچیان وايي، چین باید د ماشوم د زېږن د هڅونو لړ کې په کاري چاپېریال کې د جنسیتي انډول لپاره هم کار وکړي. هغه وویل سکینډینیوینیا هېوادونو کې دا وړ تجربو ښودلې چې بریالۍ پایله یې د ماشوم زېږون هڅولو کې درلودلې.
د سینګارپور د وګړو شمېرنې برخې یو کار پوه پل چیونګ وايي، چین د ډیموګرافیک یا وګړو بایللو ناورین کابو کولو لپاره وخت او کاري ځواک دواړه لري.
هغه وویل، "چین لا د وګړو کمېدو ناورین په وروستي برید کې نه دی"
کارپوهان وايي، د زېږون ډېریده به د چین ستونزه سم لاسي هواره نه کړي.
د هانګ کانګ د ساینس او ټکنالوژۍ په پوهنتون کې د عامه تګلارو استاد سټوارټ ګیټل باستین وویل، " د زېږونونو ډېرېدو سره په منځنۍ کچه د کورنیو لګښتونو پوره کولو چاره سرته نه رسېږي." چین به له دغه اړخه د پېښو ننګونو ته څه ځواب وايي.