تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت د اصف دراني هغه څرګندونې له "واقعيتونو لېرې" وبللې چې وايي، افغانستان ته د نه پاملرنې له کبله ښايي د سپتمبر ۱۱ پېښه تکرار شي
د طالبانو حکومت افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې رد کړې او هغه یې له "واقعتيونو لېرې" بللې دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد پر اېکس پاڼه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف دراني وروستۍ څرګندونې رد کړې دي، چې وايي، افغانستان ته د نه پاملرنې له کبله ښايي د سپټمبر پېښه تکرار شي. ښاغلی ضیا احمد وايي، اصف دراني، "چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقيقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه ليدل کېږي. "
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند په وینا، داعش ډله په افغانستان کې په "بشپړ ډول" ځپل شوې او په وينا يې که "د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې ګواښ به په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي."
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف دراني، ادعا کړې چې د افغانستان وضعیت ته ناپامي دغه هېواد بیا د طالبانو د تېرې واکمنۍ د مهال حالت ته رسولی شي، چې په وینا یې، له امله یې د سېپټمبر د یوولسمې د بریدونو په څېر د یوې بلې پېښې د کېدو شونتیا جوړېدلی شي.
ښاغلي دراني د پاکستان د پخوانیو سفیرانو یوه ناسته کې ویلي، چې د اوکرایین او غزې د جګړو له کبله له افغانستانه د نړۍ پام اوښتی دی.
نوموړي ویلي، د افغانستان "۹۷ سلنه خلک فقر کې ژوند کوي" او د دغه هېواد څه باندې نیمايي وګړي په نړیوالو بشري مرستو تکیه دي. دی زیاتوي که اقتصادي وضعیت لا نور خرابېږي، د افغانستان خلک به د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شي چې د ده په وینا د دوی لپاره تر ټولو ښه مقصد پاکستان دی.
نوموړي زياته کړې، دا هغه څه دي چې پاکستان یې په اړه باید حساس وي او نړیواله ټولنه یې پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د "داعش خراسان ډله په افغانستان کې شته" او په وینا یې دا باید سیمه کې او نورو لپاره د اندېښنې وړ وي.
هغه ویلي یاده ډله توانېدلې چې په ایران، مسکو او د ده په ټکو پاکستان کې بریدونه وکړي او زیاتوي چې د دې په بنسټ داعش کولی شي نورو ځایونو کې هم ورته بریدونه وکړي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي همدراز ویلي، د داعش په ګډون د هغه په ټکو د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نورو هېوادونو لپاره "لویه ننګونه" ده.
د اصف دراني څرګندونې داسې مهال راځي چې وروستیو کې د طالبانو د حکومت لوړ پوړي چارواکي پرلپسې ټینګار کوي چې داعش ډله یې ځپلې او افغانستان ګاونډیو، د سیمې او نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه دی.
وړمه ورځ د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان د خپلواکۍ د لمانځنې په تړاو غونډه کې وویل، د ګاونډیانو په ګډون له ټولو سره پر "متقابل احترام" ولاړې اړیکې ساتل غواړي او په وینا یې، که څوک "په ښه نیت را وړاندې کېږي نو زموږ دروازې ورته خلاصې دي."
یعقوب مجاهد د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته په خپله وینا کې وویل چې چا ته د تاوان رسولو اراده نه لري او پیغام یې ورکړ چې "ستونزې او خنډونه" دې نه ورته جوړوي.
یو شمېر شننونکې وايي، په سیمه کې د داعش په ګډون د ورانکارو او اورپکو ډلو لخوا امنیتي ستونزې د پاکستان پوځ په ګډون د دغه هېواد د سیاسي بنسټونو د ناسمو سیاستونو په پایله کې رامنځته شوې.
د نړیوالو امنیتي مطالعاتو استاد ارین شریفي وايي، اسلام اباد پخپله له افغانستان او هند سره د مبارزې لپاره دغه ډلې جوړې کړې او اوس یې کابو کولی نه شي.
دی وایي، "د ۱۹۷۰ میلادي لسیزې له لومړیو راهیسې هغه اور چې دوی په افغانستان کې بل کړی او له هغې د هند او په سیمه کې د ځینو نورو هېوادونو په ضد د بهرنۍ تګلارې د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی، نن دوی پخپله ترې سوځي. او اوس داسې پړاو ته رسېدلی چې مخه یې نشي نیولی. د پاکستان پوځ د ټي ټي پي د بریدونو او ګواښ په مقابل کې عاجز شوی."
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د خپلو خبرو په دوام کې ویلي، فکر کوي چې په تېرو دريو کلونو کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او فساد کم شوی چې په نړیواله کچه یې یادونه شوې ده.
هغه زیاتوي، هېواد یې په افغانستان کې د سولی هرکلی کوي او دا یې طالبانو ته هم ویلي، خو په ورته وخت کې د هغه په خبره دغه سوله د پاکستاني طالبانو د تحریک له کبله دوی ته په سرخوږي بدله شوې.
پاکستان وار په وار ادعا کړې چې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په هغه هېواد کې د ټي ټي پي بریدونه ان تر اویا سلنه زیات شوي او تور پوري کوي چې دغه ډله په افغانستان کې شته او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د دوی مخه ونیسي.
خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې په کلکه رد کړي او وايي پاکستان د خپل امنیت ټینګولو په برخه کې د کمزورۍ له کبله د ملامتي ګوته افغانستان ته نیسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي څو ورځې وړاندې له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دا یوازې یو تور دی چې پاکستان یې پر افغانستان پورې کوي. ده ټینګار وکړ چې د دوی حکومت له ټي ټي پي هېڅکله ملاتړ نه دی کړی.
د پاکستاني طالبانو موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي دي.
وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر ګواښ کړی و چې د اړتیا پرمهال به د افغانستان خاورې دننه هم د پاکستاني طالبانو په ضد نظامي عملیات کوي، خو اوس ددغه هېواد ځانګړي استازي ډاډ ورکړی چې هېواد یې کوای شي له افغانستان سره د ټي ټي پي د موضوع حل کولو لپاره ډيپلوماټیکې لارې ولټوی.