تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت دری کاله؛ سراج الدين حقاني وايي نړيوال دې "زموږ سره پرمختګ کې همکاري وکړي"
د طالبانو حکومت کې د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني له نړيوالو غوښتي چې د افغانستان په پرمختګ کې دې له دوی سره همکاري وکړي.
نوموړي چې د طالبانو د واکمنۍ د درېيمې کليزې په مناسبت لمانځعونډه کې خبرې کولې وويل، "موږ له نړيوالو ازادي واخيسته په مقابل کې يې محاسبه نه ورسره کوو. ښه فرصت مو ورته برابر کړی، ښه اراده ورته لرو چې زموږ سره د افغانستان په بيا پرمختګ کې همکاري وکړي، لکه څنګه يې چې په اشغال کې همکاري کوله په پرمختګ کې دې هم همکاري وکړي."
د سراج الدين حقاني تر څنګ د رئيس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر، ادارې مرستيال عبدالسلام حنفي او يو شمېر نورو طالب چارواکو هم خبرې وکړې.
مولوي عبدالکبير د خپل حکومت د دريو کلونو لاسته راوړنې يادې کړې او پر دې سربېره له ګاونډيو هېوادونو يې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند، زور زياتی او تاوتريخوالي د پايته رسېدو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ درې کلونو پوره کېدو سره په دغه هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې او د لمانځلو لپاره يې د نورو ولايتونو تر څنګ د پروان ولايت په بګرام کې ځانګړي مراسم نيول شوې دي.
د بي بي سي خبريال حفيظ الله معروف چې بګرام ته رسېدلی وايي، د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني، د دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد، د بهرنيو چارو وزير امير خان مقتي، د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر او سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په ګډون ګڼ شمېر طالب چارواکي مراسمو کې د ګډون لپاره بګرام پوځي اډه کې دي.
نوموړی وايي، په لاره کې ګڼ شمېر طالب ځواکونه ولاړ وو، زغره وال ټانکونه او چورلکې هم ترسترګو کېدې.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ وروسته له هغه واک ته ورسېدل چې د اشرف غني په مشرۍ د پخواني حکومت چارواکي له کابله ووتل.
په بګرام کې جوړو شویو مراسمو ته د طالبانو ریس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، "د امارت د ټولو مسؤلینو هڅه او مسؤلیت دا دی، هڅه وکړي چې ثبات او امنیت د تل لپاره ټینګ شي. د اسلامي امارت ټول منسوبین باید هڅه وکړي ټول هغه ژبني، سمتي او قومي تعصبونو چې د اشغالګرو له خوا په جدي توګه کار پرې شوی له منځه یوسي. له خلکو سره باید په ترحم او شفقت تعامل وشي."
ښاغلی حنفي وايي نور دې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، موږ د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو.
دغه ورځ د عيسوي کال له مخې د اګست میاشتې ۱۵ کېږي، خو طالبان یې ځکه نن لمانځي، چې د روان لمریز کال د زمري میاشتې له ۲۴ نیټې سره سمون خوري.
ويل شوي په دغه غونډه کې زرګونه کسان ګډون کوي.
د چارواکو د پلان له مخې سږکال د افغانستان پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې دغه ورځ په پراخ ډول او شاندارو مراسمو سره لماځل کېږي.
په نورو ولایتونو کې هم غونډې نيولې شوې دي خو تر ټولو ستره غونډه یې په بګرام ده.
د دغو مراسمو د لمانځنې له پاره، په کابل او نورو ښارونو کې هم کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي، پولیس او د طالبانو ځانګړي ځواکونه په واټونو، څلور لارو او مهمو ځایونو کې ځای په ځای شوي دي.
طالبان په داسې مهال پر افغانستان د بیا واکمنېدو درېیمه کلیزه لمانځي، چې په ځینو هېوادونو کې د دوی د یو شمېر سفارتونو او کونسلګریو له فعالېدو سره سره، تراوسه لا د نړۍ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له راستنېدو راوروسته د منځنیو او لوړو زدکړو او په غیر دولتي ادارو کې د کار په ګډون د ښځو او نجونو پر ګڼو لومړنیو ازادیو یو لړ محدودیتونه وضع کړې دي چې له دې کبله په کور دننه او بهر کې له ګڼو نيوکو سره مخ دي او نړيوال يې د رسيمت نه پېژندلو له مهمو دليلونو يادوي.