ملګري ملتونه: تېر کال د مرستندویه کارکوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال و

    • Author, عبیدالله حسام
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

ملګري ملتونه وايي، تیر ۲۰۲۳ کال د مرستوندویه کارکوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال و او خبرداری ورکوي، چې روان کال ښايي لا نور خونړی وي.

دغه سازمان وايي، دا یو روښانه حقیقت په ډاګه کوي چې نړۍ د بشردوستانه کارکوونکو خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلې او په پراخ ډول د هغو کسانو په اړه هم چې دوی ورته مرستې رسوي.

ملګرو ملتونو د بشردوستۍ او د بشر دوستانه مرستو رسوونکو نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، سره له دې چې په نړیواله کچه منل شوي بین المللي قوانین د وسله والو جګړو د څار او د هغوی د اغېزو د محدودولو لپاره دي، بیا هم له دې قوانینو سرغړونې بې له ځنډه، بې له ننګولو او بې کنټروله دوام لري. خو قیمت یې ملکیان او د بشري مرستو رسوونکي پرې کوي او د جګړې عاملین بیا له عدالته "په دوامداره توګه تښتي."

دغه سازمان وايي، "د واک د خاوندانو ناکامي نور باید دوام ونه کړي او پر بشري مرستو رسوونکو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه باید ودرول شي."

ملګري ملتونه د بشردوستۍ او د بشري مرستو رسوونکو نړیوالې ورځې په مناسبت د دې سرغړونو او معافیت د پای ته رسولو غوښتنه کوي او وايي، اوس وخت را رسیدلی چې د هېوادونو چارواکي معافیت پای ته ورسوي او د بشريت لپاره کار وکړي.

افغانستان لپاره د دغه سازمان د مشر ځانګړی استازی انډریکا راټواټ وايي:

"په دغه نړیواله ورځ موږ مجبور یو چې پر بشري مرستو رسوونکو د بریدونو د عامېدو په مقابل کې ودریږو، همدا راز د هغو خنډونو پر وړاندې چې دوی په ورځني ډول د تر ټولو اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو پر مهال ورسره مخامخیږي."

نوموړی زیاتوي، "په نړیواله کچه تېر کال د بشر دوستانه مرستو رسوونکو لپاره تر ټولو ناوړه کال و، سلګونه کسان نورو ته د خدمتونو پرمهال وژل شوي یا ټپیان شوي دي. ګڼ نور د بېلابېلو پېښو له امله له رواني پلوه اغېزمن شوي."

افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې د وګړو ډېره برخه یې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې جنوبي سوډان د مرستندویانو لپاره تر ټولو خطرناکه هېواد بللی شوی، خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، افغانستان هم د مرستندویه کارکوونکو لپاره د خطرناکو هېوادونو په کتار کې دی.

د ده په وینا، " افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د بشري مرستو رسوونکو لپاره له تر ټولو خطرناکو ځایونو څخه یو دی."

نوموړی وايي، " په داسې حال کې چې په 2021 کال کې جګړه دلته پای ته ورسېده، خو محدودوونکو ګامونو په عامه ژوند کې د ښځو برخه محدوده کړې، چې ورسره نوې ننګونې رامنځ‌ته شوې دي. د بشري مرستو په برخه کې افغان نارینه او ښځینه کارکوونکي د بشري مرستو په برخه کې لا هم د ملا د تیر په څېر ارزښت لري."

انډریکا راټوټ په افغانستان کې د سختو شرایطو پر مهال د مرستندویانو د زیار ګاللو ستاینه کړې او وايي چې په دغه هېواد کې اړمنو ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو بهیر کې د افغان نارینه‌و او ښځو ګډون خورا مهم دی.

نوموړی وايي، که نړۍ د دوی په خوندي ساتلو کې پاتې راځي نو دا په دې معنا ده چې د اړمنو خلکو پر وړاندې ناکام دي او ورسره به د میلیونونو انسانانو ژوند اغېزمن شي.

هغه پر نړیوالو مشرانو غږ کړی چې لاس په کار شي او د مرستندویانو خوندیتوب لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې ټولټال ۲۶۱ مرستندویان وژل شوي چې د وړم کال پرتله پکې دوه چنده زیاتوالی راغلی.

دغه سازمان وایي، د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې په غزه کې د بشري مرستو رسوونکي ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.

تیر کال په نړیواله کچه اته اویا مرستندویان تښتول شوي او نژدې دوه سوه نور ټپیان شوي دي.

په نړیواله کچه د څه باندې ۱۸۶ میلیونه اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره نژدې ۴۹ میلیارده ډالره بودیجې ته اړتیا ده.