سنډې ټایمز: "ایا دا د پوتین پای دی"؟

د خپرېدو وخت

د یکشنبې په ورځ د بریتانیا (سنډې ټایمز) ورځپاڼې لپاره لیکوال مارک ګالیوتي د "ایا دا د پوتین پای دی؟" په سرلیک یوه مقاله لیکلې او خپره کړې ده.

ګالیوتي پر دې اند دی چې د روسیې ولسمشر پخپله ۲۳ کلنه واکمنۍ کې تر ټولو له خطرناک ګواښ ‌سره مخامخ دی چې په وینا یې ان د مسکو پر واټونو یې هم د زغره والو ګاډو ځای پر ځای کولو ته مخه کړې او د روسيې اجیرې ملېشې واګنر په لاس دوه مهم ښارونه سقوط شول، همدا ده چې پوتین ته د امنیتي ځواکونو د ژمنتیا په اړه پوښتنې را ولاړې شوې دي.

ګالیوتي ویلي ان که د روسیې د روانې شخړې جرړې د بیلاروس د ولسمشر السکندر لوکاشینکو په منځګړتوب هم وایستل شي، خو شخړې لا له وړاندې زیان اړولی دی.

که تاریخ د پوتین د سقوط کیسه ثبتوي، نو ارومرو به د لوبې پای له همدې شخړې پیل شوی ښيي.

لیکوال پر دې اند دی چې په دې شخړه کې د پوتین یو پخوانی ملګری او د واګنر ملېشې مشر یوګیني پریګوژین هم د کرملین په لاس لوی شوی دی.‌

لیکوال وايي، مخکې له دې چې پریګوژین د رسټورانټونو او سوداګرۍ کاروبار ته مخه کړي، دی د یوې مجرمې ډلې غړی و او نهه کاله زنداني شوی و.

"د کودتا ضد هوډمن نظام"

کله چې د پریګوژین ملېشې مسکو ته په نژدې کېدو شوې، شنونکو د ده او د روم پر لور د بینیتو موسولیني خوځېدل سره پرتله کړل- داسې چې پریګوژین که څه هم مسکو نه شوای نیولی، خو کودتا به یې نابریالۍ هم نه وه.‌

د واګنر ملېشې شمېر په اوکرایین او روسیه کې تر ۱۰ زرو وسله والو نه اوړي، سربېره پر دې د مسکو پر لور خوځېدو کې د هغه ځینې وسله وال ورسره هم نظره نه وو ځکه چې دا یې یو خیال پلو عمل ګاڼه.