حماس غزه کې اوربند لپاره وړاندیز شوي شرایط ومنل؛ اسرائیل وايي دوی ته د منلو نه ده

د خپرېدو وخت

د فلسطین حماس غورځنګ مشرتابه وايي چې غزه کې د اوربند وړاندیز شوي شرایط یې منلي دي.

حماس په یوه بیان کې ویلي مصري او قطري چارواکو ته یې هم چې له اسرائیل سره غزه د اوربند په تړاو د روانو خبرو منځګړیتوب کوي، د خپلې دې پرېکړې خبر ورکړی.

د حماس اعلامیه کې راغلي چې د دې ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د مصر د استخباراتو وزیر عباس کامل سره په دې تړاو تلېفوني خبرې کړې.

د حماس چارواکو تر دغه اعلان وروسته ویلي، چې توپ اوس د اسرائیل میدان کې دی.

خو هممهاله د یوه اسرائیلي چارواکي له خولې ویل شوي، چې دا وړاندیز پراخې پایلې لري او شرایط یې دوی ته د منلو نه دي.

رویټرز خبري اژانس د دغه اسرائیلي چارواکي په حواله خبر ورکړی چې حماس د مصر یوه داسې "نرم وړاندیز" ته غاړه ایښې، چې دوی ته د منلو نه دی.

تر اوسه د اوربند د دغه وړاندیز بشپړ جزییات نشته.

دا هم مالومه نه ده چې اوربند لپاره پکې کوم شراېط ایښودل شوي، څومره به دوام کوي او ایا له مخې به یې غزه کې ساتل کېدونکي اسرائیلي یرغل هم ازادېږي که څنګه.

حماس داسې مهال غزه کې د اوربند وړاندیز د منلو اعلان کړی، چې اسرائیل د دې تراړې په رفح ښار کې پوځي عملیاتو ته پر چمتووالي بوخت دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې د رفح له ختیځې برخې یې د 'محدودو' پوځي عملیاتو پخاطر د نژدې ۱۰۰ زره وګړو د ایستلو امر کړی.‌

د اسرائیلو له دې امر وروسته د اسرائیلو د احتمالي برید له وېرې له رفح ښاره وګړي په وتلو دي.

اسرائیل وايي، د غزې ښار په ختیځ کې پوځي عملیات پیلوي. لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېر اونۍ ویلي وو، له حماس سره که اوربند وشي یا ونه شي، دوی به د حماس جنګیالیو پرضد په رفح کې عملیات پیل کړي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي: "زموږ د پلان یوه برخه د حماس له منځه وړل دي... پرون مو رفح کې د دوی د پراخې راغونډېدنې او د عملیاتو د توان په اړه خبرونه ترلاسه کړل". اسرائیل وايي ظاهرا له رفح د خلکو ایستل له خطره بچ کېدل دي.

په یوه بیان کې، پوځ "د الشوکه ښاروالۍ سیمې ټولو اوسېدونکو او بې‌ځایه شویو خلکو او د رفح په سیمه کې د السلام الجینینه، تبت زارع او البیوک سیمو ته بېړنۍ غوښتنه لېږلې."

پرون، یکشنبه، د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د کرم ابو سالم کرښه چې د غزې جنوبي تړانګې ته د تګ اصلي پوله ده، د دروازې په لور د توغندیو د توغولو وروسته د لاریو پرمخ تړلې ده.

پوځ په یوه بیان کې ویلي چې "د رفح له لارې سره څېرمه له سیمې څخه د کرم ابو سالم په لور د تېرېدو پر مهال شاوخوا لس راکټونه وتوغول شول،" په داسې حال کې چې ځایي رسنۍ وايي چې دا برید د اسرائیلو د مرګ ژوبلې لامل شوی.

رفح تاریخي ښار

رفح له لرغونو تاریخي ښارونو دی چې پنځه زره کاله مخکې جوړ شوی او فرعونیانو، اشوریانو، یونانیانو او روم پرې جنګونه کړي دي.

دې ښار ته څو نومونه ورکړل شوي، اشوریانو "رفیحو" نومولی، روم او یونانیانو "رافیا" او عربانو "رفح" بللی دی.‌

رفح په ۱۹۱۷ کال د بریتانوي واکمنۍ قلمرو شو او په ۱۹۴۸ کال د مصر پوځ رفح ته ننوت او واک یې مصر ته ولېږدېد تر هغه چې په ۱۹۵۶ کال د اسرائیلو لاس ته ولوېد، بیا وروسته مصر پرې واکمن شو. په ۱۹۵۷ تر ۱۹۶۷ پورې اسرائیلو اشغال کړی و.‌

د رفح تاریخي ارزښت هلته د اورګاډي په غځېدلې پټلۍ کې و، چې له قاهرې نه حیفا ته غځېدلی، خو دا پټلۍ له ۱۹۶۷ کال وروسته ویجاړه شوه.

د کمپ ډېوېډ له هوکړې وروسته رفح په سرحدي اغزنو تارونو دوه برخې شو، مصر پر سینا واکمن شو او د دې هوکړې له مخې رحف سینا د غزې له رفح جلا شوه او په دې سره د مصري برخې پر تله غزه کې پروت رفح د مساحت له اړخه نژدې درې برابره لوی شو.

د رفح اصلي اوسېدونکي د خان یونس له ښار سره تړاو لري، بیا وروسته فلسطیني کډوال هم ورغلل چې د ۱۹۴۸ کال له (نبکې) وروسته له ځینو کلیو او ښارونو هلته کوچېدو ته اړ شول.

رفح د مصر پر پوله له لویو ښارونو ګڼل کېږي، چې مساحت یې ۵۵ مربع کیلومتره دی او له قدس نه نژدې ۱۰۷ کیلومتره لیرې سوېل لوېدیځ طرف ته پروت دی.

له اوسنۍ جګړې مخکې د رفح له لارې هره ورځ سلګونه باري لارۍ تېرېدلې.

اسرائيل وايي د حماس توغنديز بريد کې درې اسرائيلي پوځيان وژل شوي

د اسرائيلو پوځ وايي له غزې دننه په سرحدي سيمه کرم ابو سالم د حماس توغنديز بريد کې درې اسرائيلي پوځيان وژل شوي دي.

د اسرئيلو پوځ د دغه بريد له اعلان سره هممهاله د خپلو لسو پوځيانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی او د ځينو ټپيانو حالت يې نازک بللی دی. له دې بريد وروسته اسرائيلو دغه لار چې په غزه کې د جګړې قربانيانو ته د مرستې رسولو له لارو څخه يوه ده هم تړلې ده.

د اسرائيلو پوځ په يوه بيان کې ويلي چې د غزې جنوب کې د رفح له بندر سره نژدې په کرم ابو سالم (شالوم کرم) توغندي توغول شوي دي.

د اسرائيلو د پوځ په وينا دغه توغندي له ملکي استوګنځای ۳۵۰ متره لېرې له يوې سيمې توغول شوي او دا يې د حماس له خوا د "ملکي ځايونو د کارولو يوه بله ښکاره بېلګه" ياده کړې ده.

د اسرائيلو د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه هېواد جنګي الوتکو د توغنديو د توغولو ځای او دې ته نژدې يوه بله پوځي موخه هم په نښه کړې ده.

قاهره کې د خبرو پای؛ د سي ای اې مشر او د حماس استازی دوحې ته ستانه شوي

حماس په يوه بيان کې ويلي چې د اوربند د خبرو پړاو پای ته ورسېد او د دې ډلې استازي د مشورې لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللي.

په همدي حال د امریکا د سي ای اې مشر وېليم برنز چې د خبرو اترو له مهمو منځګړو څخه دی هم له مصره قطر ته تللی.

د حماس مشر اسماعيل هنيه او د اسرئيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو يو پر بل د خبرو اترو د ناکامۍ پړه، چې لا کومې پايلې ته نه دي رسېدلې اچوي.

ښاغلي نتنياهو په يوه ثبت شوې ويډيو کې يو ځل بيا ويلي، د حماس د غوښتنو منل چې وایي غزه کې جګړې ته دې د پای ټکی کېښودل شي، اسرائيليانو لپاره به د ماتې په معنی وي.

نوموړي ويلي، "اسرائیلی دولت دا نشي منلی. موږ د داسې حالت منلو ته نه يوو چمتو چې د حماس لوا له خپلو سمڅو راووځي او بيا پر غزه ولکه وکړي. خپله پوځي زېربنا بيا ورغوي او يهود مېشتو ښارګوټو، ورڅېرمه سوېلي غرونو او د هېواد په ټولو برخو کې د اسرائيلي وګړو په بیا ګواښنې پيل وکړي."

د حماس سياسي مشر اسماعيل هنيه بيا د خبرو اترو د ناکامۍ پړه پر ښاغلي نتنياهو ور اچولې ده.

ویل کېږي چې د اوربند په اوسني وړاندیز کې به د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بدل کې د ۴۰ ورځو لپاره جګړه ودرول شي. په دې پلان کې به اسرائيل يو شمېر فلسطيني بنديان هم خوشې کړي.