تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبه؛ افغان لوبغاړي په چمتووالي بوخت دي
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
د افغانستان او پاکستان تر منځ د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لوبلړۍ راتلونکي اونۍ پيلیږي چې دواړه خواووې ورته وروستۍ چمتوالۍ نیسي.
په دې لړ کې د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې پاکستانۍ لوبډله (د اګست په ۱۷مه) شري لنکا ته ځي.
افغان لوبغاړي بیا د اګست په لسمه شري لنکا ته رسیدلي او هلته په خپل منځي تمریناتو بوخت دي.
د اعلان شوې لوبډلې یوه زیاته برخه لوبغاړي له کابله شري لنکا ته ولاړ خو د محمد نبي او راشد خان په ګډون څو نور لوبغاړي بیا په شري لنکا کې د لوبدلې له تمریناتي کمپ سره یو ځای شوي دي.
د دواړو لوبډلو ځینې لوبغاړي د شري لنکا په پریمیر لیګ (سوداګریزو) سیالیو کې هم لوبیږي چې له هماغه ځایه به له خپلو لوبډلو سره یو ځای شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات بي بي سي ته وویل " لوبډله کې چې کوم لوبغاړي اخیستل شوي، هغوی ټول په شري لنکا کې له کمپ سره یو ځای شوي، ځینې نور لوبغاړي لکه رحمان الله ګربز، مجیب الرحمان او نور احمد لکڼوال چې شري لنکا لیګ کې لوبیږي، له وړاندې هملته شریلانکا کې دي او ډېر ژر به له تمریناتي کمپ سره یوځای شي."
پاکستان هم له تېرو څو ورځو راهیسې په کور کې د ننه د چمتووالي لړۍ پیل کړي او ګڼو لوبغاړو په تمریناني کمپ کې برخه اخیستي وه.
د دغه هېواد ځينې لوبغاړي هم تیت او پرک دي ځينې به یې د انګلستان له سل بالیزه لیګ څخه او ځینې نور به د شري لنکا سوداګریزې سیالیو څخه په شري لنکا کې له خپلو لوبډلې سره یو ځای کیږي.
د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي ټولو هغو لوبغاړو ته یې ویلي چې د اګست میاشتې تر ۱۸مې نیټې په شري لنکا کې له لوبډلې سره یو ځای شي چې دا مهال په بېلابېلو هېوادونو کې په لیګونو بوخت دي.
د دغو دریو یو ورځنیو سیالیو کوربه توب د افغانستان کرېکټ بورډ ته ور ترغاړې دی او دوی پرېکړه کړي چې خپلې دا سیالۍ په شري لنکا کې وکړي.
د دواړو لوبډلو تر منځ د دریو سیالیو لوبلړۍ د اګست میاستې له ۲۲مې نیټې پیلیږي دویمه لوبه د روانې اګست میاشتې په ۲۴مه او وروستۍ هغه یې په ۲۶مه نیټه ده.