د افغانستان نیلا د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې ګټونکې اعلان شوه

د عکس سرچینه، kidsrights.org
- Author, محجوبه نوروزي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
۱۷ کلنې نیلا ابراهیمي د افغان نجونو او ښځو لپاره د زدکړو او نورو حقونو په برخه کې د منډو ترړو له کبله د ماشومانو لپاره د سولې نړیواله جایزه وګټله.
دا افغانه پرون سې شنبه (د نومبر ۱۹مه) د دې جایزې ګټونکې اعلان شوې.
د دغې نړیوالې جایزې له ګټلو وروسته اغلې نیلا ابراهیمي وویل، " ماته د ماشومانو لپاره د سولې نړیوالې جایزې ګټل په دې مانا ده چې د افغان ښځو او نجونو غږ به په ټوله نړۍ کې منعکس شي."
هغې زیاته کړې "مونږ ټول باید په تیارو کې هم افغان نجونو ته هیلې ورکړو."
له دې مخکې ملاله یوسفزۍ او ګرېتاتونبرګ هم د دغې نړیوالې جایزې مشهورې ګټونکې وې.
سږ کال د دغې جایزې او ډالیو ورکړې مراسم د ماشومانو د حقونو موسسې ( کېډز رایټ) له شلمې کلیزې سره یو ځای د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې ولمانځل شول.
د ماشومانو د حقونو یاد بنسټ (کېډز رایټ) د اغلې نیلا ابراهیمي په اړه ویلي: "د دغې افغانې تنکۍ پېغلې له جراته ډکې هڅې د افغان نجونو له حقونو د دفاع په برخه کې اغېزناکه وې."

د عکس سرچینه، KidsRights
دغې ادارې د نیلا ابراهیمي کارونه "په نوره نړۍ کې د ځوانانو لپاره انګېزه ورکوونکي" بللي دي.
سږ کال دغې جایزې ته د ۴۷ هېوادونو ۱۶۵ ماشومان او د تنکي عمر نجونې او ځوانان کاندید وو.
نیلا ابراهیمي دا وخت د کاناډا په ونکوور نومې سیمه کې ژوند کوي، نوموړې له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱م کال کې پاکستان ته پناه یووړه.
د دغې کډوالۍ له امله نوموړې یو کال له زدکړو بې برخې پاتې شوې او وايي له هماغې مودې د افغان نجونو او ښځو څخه دفاع ته ژمنه ده.
نوموړې په بېلابېلو سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې ویناوې کړې، د ۱۷ کلنې نیلا ابراهیمي ډېر کارونه معتبرو نړیوالو بنسټونو په رسمیت پېزندلي او په دې لړ کې یې یې بېلابېلې جایزې او ستاینلیکونه هم تر لاسه کړې دي.
نیلا ابراهیمي هغه مهال چې ۱۳ کلنه وه د افغانستان د پوهنې وزارت هغه پرېکړه یې وننګوله چې له ۱۲ کلونو څخه د لوړ عمر په نجونو یې په غونډو او رسمي ناستو پر مهال ترانې بندې کړې وې.
نوموړي د پوهنې وزارت د دغې ګام پر وړاندې اعتراضي غورځنګ هم پیل کړی و.
نوموړې د دغې ممانعت وروسته د اعتراض پر بڼه پر ټولنیزو رسنیو یوه سندره هم خپره کړه چې ډېره مشهوره شوه، د پرلپسې مدني فشارونو او اعتراضونو وروسته د افغانستان هغه وخت پوهنې وزارت خپله پرېکړه بېرته واخېسته.
په همدې ډول نیلا ابراهیمي (من ترانه خودم هستم) او (داستان ان زن) کارن په لاره اچولی. نوموړې همدا راز د جېنوا بشري حقونو په کنفرانس کې د افغان نجونو په اړه وینا کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوالو ماشومانو ته د نیلا ابرهیمي پیغام دا دی چې شته فرصتونو څخه استفاده او د یوه بل ملا وتړي، ځکه د هغې په ټکو " هر غږ کولی شي مثبت بدلون راولي."
د ماشومانو د حقونو موسسه وايي، د طالبانو سختو تګلارو او فشارونو ته په کتو د نیلا ابراهیمي په څېر د مبارزه نجونو مبارزې او هڅې له ارزښته او اهمیته ډکې دي.
د ماشومانو حقونو موسسې مشر مارک دولارت ویلي، " په افغانستان کې د نجونو او ښځو اوسنۍ وضعیت د منلو وړ نه دی، پر زدکړو د سختو محدودیتونو له کبله ۸۰ سلنه افغان نجونې له ښوونځیو پاتې دي."
هغه همداراز د نیلا ابراهیمي کارونه "په ټوله نړۍ کې انګېزه ورکوونکي" بللې او په ټکو یې د "اغلې ابراهیمي د خپلو ښو فعالیتونو له کبله د ماشومانو د سولې شلمې جایزې ګټونکې شوې."
نیلا ابراهیمي د دغې جایزې له ګټلو وروسته د نړۍ نجونو ته خپله 'اعتراضي سندره' وویله داسې چې د امستردام په یوه ډګر کې سلګونه نورو کسانو بدرګه کوله.
د نوموړې دا سندره له بېلابېلو شبکو او رسنیو خپره شوې تر څو د افغان نجونو غږ د نړۍ په لر و بر کې میلیونونو خلکو ته ورسېږي.
د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه هر کال د سولې د نوبل جایزې ګټونکي په لاس ورکول کېږي او د افغانستان نیلا ابراهیمي ته سږنۍ جایزه توکل عبدالسلام خالد کرمان ورکړه.






















