کابل ته د ایران قضایي پلاوي سفر؛ طالبانو سره پر څه خبرې کوي؟

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو او ایراني حکومت استازو د "ترهګرۍ او تکفیري ډلو او په دې اړه د ګډې قضايي کمېټې په جوړېدو" خبرې کړې.

د ایران مهر خبري آژانس خبر ورکړی چې دا خبرې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي کاظمي قمي او د ایران د قضائيه قوې د نړیوالو چارو د مرستیال کاظم غریب آبادي په غونډه کې شوې.

که څه هم په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. خو ټاکل شوې چې دا پلاوی د طالبانو د حکومت د قضايي شورا له مشر او نورو چارواکو سره هم وګوري.

د ایران د قضائيه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي د طالبانو د حکومت د قضايي شورا د مشر په بلنه کابل ته په خپل سفر کې افغانستان ته د ایران د قضايي تجربو پر لېږد او د مجرمانو او محکومانو په لېږد او استرداد هم خبرې کړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ضیاء احمد تکل هم وايي، دغه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د "زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلي کولو، په اعدام محکومو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان مهاجرینو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې" پر همکاریو غږېدلي:

"متقي صاحب په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې په موخه د سیاسي او قونسلي استازولیو له خوا له زندانیانو سره د کتلو او په یاد هیواد کې بندي افغانانو ستونزو ته د لاسرسي د زمینې مساعدولو غوښتنه وکړه."

هغه زیاته کړې چې د ایراني پلاوي مشر ښاغلي متقي ته په خبرو کې ویلي چې په ایران کې د افغانانو د شکنجې په اړه "جدي موقف لري" او له دې وروسته به همغږي او معلومات شریکوي. هغه د طالبانو د حکومت له قضائي برخو سره د همکارۍ او همغږۍ ژمنه هم کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا چې دغه ایراني پلاوي له نشه‌يي توکو سره د طالبانو د حکومت کلکه مبارزه هم ستایلې.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي تېره اونۍ اسلام آباد ته د خپل سفر په لړ کې هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي جلیل عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره خبرې کړې وې او وروسته یې پر اېکس ليکلي وو چې له پاکستاني لوري سره يې هوکړه کړې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې د تماس سیمه ییزې ډلې اصلي برخه وي او طالبانو ادارې ته رغنده وړاندیزونه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه بیان کې سیمه کې د ثبات لپاره پر همغږۍ ټینګار کړی او دې لړ کې یې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ګاونډیو رول مهم ګڼلی.

د ایران استازي د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي او د لومړي وزیر له مرستیال سره هم پر همدې وړاندیز غږېدلی و او ویلي وو هرکلی یې شوی.