د ټویټر خیریه شریکانو د اېلون مسک 'خطرناک' بدلونونه وغندل

د خپرېدو وخت

د ټویټر یوه ډېر مهم خیریه شریک ویلي دا چې دې خواله رسنۍ په دې وروستیو کې په خپلې پالیسۍ کې بدلونونو راوستي نو دوی ورسره د اړیکو پر پای ته رسولو غور کوي.

د افترا یا بدنامۍ ضد ټولنې "اې ډي اېل" ویلي د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ د ټویټر حساب بېرته فعالولو لپاره د اېلون مسک ناڅاپي پرېکړه "خطرناکه او متناقضه" ده.‌

دا ټولنه همدا راز زیاتوي چې ټویټر ته د 'کاین وېسټ' راګرځېدو هم اندېښنې ډېرې کړې دي.‌

له دې سره هممهاله د ټویټر د اعلاناتو یوه ستر شریک هم دغه پلټفارم سره اړیکو ته د دوام ورکولو په اړه شک ښودلی.

ټویټر دمګړۍ په دې تړاو د تبصرې پوښتنې بې ځوابه پرېښي، خو د اعلاناتو پر ویبپاڼه یې لیکلي چې دا کمپنۍ د "اې ډي اېل - اې ډي کلر او 'اېن اې اې سي پي' په ګډون د مدني حقونو ډلو سره د اوږدمهال ګټورې اړیکې لري."

د 'اې ډي اېل' په وینا ښاغلي مسک د نومبر په لومړۍ نېټه د مدني حقونو ډلو سره لېدنه کې دوی ته ډاډ ورکړی و چې د ټویټر له بندیزونو سره مخ اکونټونه به تر هغې بېرته نه فعالوي چې دغه کار لپاره د مدني ټولنې له نظره یوه تېره شوې رڼه او روښانه پروسه نه وي رامنځته شوې.

خو د افترا ضد ټولنې اجراییه مشر جنتن ګرینبلت اوس وايي‌ چې "د تېرې میاشتې اوږدو کې د ښاغلي مسک پرېکړو جدي اندېښنې را ولاړې کړې دي."

اېلون مسک چې ټویټر یې په ۴۴ میلیارد ډالرو پېرلی، شنبه د خپل ټویټر پر پاڼه یوه نظر پوښتنه ترسره کړه او هغه دا چې ایا ډونلډ ټرمپ ته باید بېرته د ټویټر کارولو اجازه ورکړ شي که نه.‌

د ښاغلي ټرمپ د ټویټر حساب په ۲۰۲۱ کال تاوتریخوالي ته د لمن وهلو خطر له کبله وتړل شو.‌

د اېلون مسک نظر پوښتنه کې تر ۱۵ میلیون ډېرو کسانو برخه واخیسته او تر نیمايي لږ څه زیاتو پکې د ډونلډ ټرمپ د حساب بېرته فعالېدو ملاتړ وکړ.‌

د دې نظر پوښتنې ۵۲ سلنه ګډونوالو د ښاغلي ټرمپ د ټویټر حساب بېرته فعالېدو او پاتې ۴۸ سلنه پر هغه د بندیز دوام ته رایه ورکړه.‌

ښاغلي مسک وروسته پر خپل ټویټر ولیکل چې "خلکو خپل غږ پورته کړ" او په دې توګه یې د ښاغلي ټرمپ تړل شوی ټویټر اوکونټ بېرته پرانیست.‌

خو د امریکا مخکیني ولسمشر بیا تر اوسه پر ټویټر کوم پیغام نه دی خپور کړی.

ښاغلی ګرینبلت وايي "دا پرېکړه خطرناکه او له هغه څه سره تناقض کې ده چې مسک یې پخوا زموږ ډلې ته اشاره رسولې وه. دا موږ دې ته اړباسي چې په دې اړه فکر وکړو چې ایا دی له کرکې، ځورونې او ناسمو مالوماتو د دغه پلټفارت خوندي کولو په اړه جدي دی که نه."

رپر یي (پخوا کاني وېسټ) د ۲۰۲۲ کال اکتوبر کې د یوه یهودي ستیزه ټویټ له کبله بندیز سره مخ شوی و خو شنبه یې له سره د ټویټر پوستونه پیل کړل.

هغه پر ټویټر ۳۲ میلیون څارونکي یا فالورز لري.

له دې سره د مدني حقونو یوه بل سازمان "اېن اې اې سي پي" چې د ټویټر غټ شریک ګنل کېږي،‌ د اعلاناتو له خپروونکو غوښتي‌ چې دغه پلټفارم سره پرېکون وکړي.

د دغه سازمان مشر ډېریک جانسن د یکشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل "هر اعلان ورکوونکی چې لا هم ټویټر تمویلوي، باید اوس سملاسي ټول اعلانات ودروي."

اټکل دا دی چې ټویټر ته ۹۰ سلنه عاید له اعلاناتو په لاس ورځي.

مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو چې ځینو کمپنیو او برانډونو وار له مخه په ټویټر له اعلاناتو لاس اخیستی.‌

دوی دا ګام د دې خواله رسنۍ مشرۍ ته د ښاغلي مسک له راتک سره د رامخ ته شوي ناڅرګند وضعیت له کبله پورته کړی.