"د طالبانو واکمنۍ کې د رسنیو برخې لاسته راوړنې د له منځه تللو حال کې دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغه هېواد کې د رسنیو د وضعیت په اړه د ۲۰۲۲ کال په رپوټ کې ویلي، د طالبانو په حاکمیت کې د رسنیو کاري چاپیریال په جدي ډول محدود شوی دی.
دې بنسټ ویلي له څو میاشتو راهیسې درې خبریالان د طالبانو د استخباراتو بند کې دي او خوشې شوې نه دي.
د دغه بنسټ په رپوټ کې راغلي چې د رسنیو برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د طالبانو واکمنۍ کې په چټکۍ د له منځه تلو په حال کې دي.
له دې سره د خبریالانو مرکز په رپوټ کې راغلي چې تېر ۲۰۲۲ کال کې یو مثبت ټکی بیا دا دی چې په دغه کال کې هېڅ خبریال یا د رسنیو کارکوونکی د هدفي وژنو ښکار شوی نه دی.
تر ۲۰۲۲ کال وړاندې په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د ناپيژاندو وسله والو لخوا ووژل شول او یو شمېر نور د چاودنو قرباني شول.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز په رپوټ کې راغلي چې تېر یوه کال کې د رسنیو له ازادۍ لږ تر لږه ۲۶۰ سرغړونې شوې چې ګواښونه، بندي کول، تاوتریجن چلند او نور پکې شامل دي.

د عکس سرچینه، AJU
د دوی په وینا په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۰۲۱ کال پرتله دا ډول پېښو کې شاوخوا ۱۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی.
له دغې ډلې د خبریالانو لنډمهالې نیولو ۱۱۹ پېښې ثبت شوې چې له هغوی سره پکې تاوتریخوالی هم شوی.
د خبریالانو د نیولو ۵۸ پېښې کابل، یولس یولس کندهار او پکتیا، ۷ په غزني، ۶ پېښې فاریاب او پاتې په نورو ولایتونو کې شوې دي.
خو طالبانو وار په وار ویلي چې دوی د شریعت او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د خبریالانو د فعالیت ازادۍ ته ژمن دي او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندی تاتریخوالي ته اجازه نه ورکوي.
له دې سره هممهاله د بې پولې خبریالانو بنسټ په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې تېرو دوو لسیزو کې په نړیواله کچه نژدې ۱۷۰۰ خبریالان وژل شوي دي.
له ۲۰۰۳ تر ۲۰۲۲ کاله د دغه بنسټ رپوټ کې راغلي چې په اوسط ډول هر کال ۸۰ خبریالان د خپل کار له امله قرباني شوي دي.
په دې موده کې تر ټولو ډېر خبریالان په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې وژل شوي چې شمېر یې ۱۴۴ او ۱۴۲ تنه ښودل شوی.
عراق او سوریه د ۵۷۸ خبریالانو په وژل کېدو سره د خبریالانو لپاره تر ټول خطرناک هېوادونه بلل شوي دي.
پر دغو هېوادونو سربېره په مکسیکو کې ۱۲۵، فلیپین کې ۱۰۷، پاکستان کې ۹۳، افغانستان کې ۸۱ او په سومالیا کې ۷۸ خبریالان په تېرو دوو لسیزو کې وژل شوي دي.





















