افغانستان کې پانګونې ته د چین او روسیې لېوالتیا

د عکس سرچینه، North Noble
په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د سیمې د دوو ځواکمنو هېوادونو روسیې او چین راشه درشه، په دغه هېواد کې یې پانګونه او اقتصادي ښکېلتیا مخ په ډېرېدو ده.
په دې لړ کې څو ورځې وړاندې د روسي پانګوالو یوه ډله کابل ته تللې او افچین کمپنۍ د امو دریا حوزه کې د تېلو د استخراج د ۱۸ نورو څاګانو د کیندلو چارې پیل کړې دي.
روسي پانګوالو کابل کې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي سره لیدنه کې ویلي چې غواړي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او له دوی سره خپلې تجربې شریکې کړي.
دغو روسي پانګوالو همدا راز د بنسټیزو پروژو، صنعت، سوداګرۍ، ترانسپورت، کرنې، رېل پټلۍ او روغتیا سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د عکس سرچینه، FDPM_AFG
افغانستان کې د روسیې پانګونه
روسیه هم د چین په څېر افغانستان کې د ګازو، تېلو او انرژۍ پر سکتور پانګونې ته لیواله ده. دغه هېواد همدا راز د د ترانسپورت، کرنې او صنعت پر برخو او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد مهال پر پروژو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
دا پروژې له افغانستان سره هم د یوه اقتصادي ملګري او هم د یوه جیوپولیټکي متحد په توګه د اړیکو پراخولو ته د روسیې لیوالتیا ښيي.

د عکس سرچینه، FDPM_AFG
داسې ښکاري چې مسکو لوېدیځ سره له ترینګلتیا او د اوکرایین جګړې له کبله پرې د اقتصادي بندیزونو له لګېدو وروسته اوس په دې لټه کې دی، چې له خپلو اسیايي ګاونډیو او همدا راز سویل ختیځې اسیا سره کاروبار او سوداګرۍ ته وده ورکړي.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت یوه اعلامیه کې د ښاغلي برادر له خولې لیکلي چې په دې لیدنه کې یې ویلي، "افغانستان دا مهال په مختلفو سکټورونو کې پانګونې لپاره زیات فرصتونه لري" او "کورني او بهرني پانګوال کولای شي په دغو سکټورونو کې پانګونه وکړي".
د افغانستان دغو نژدې او لیرې ګاونډیانو که څه هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په افغانستان کې د امریکا او لوېدیځ د تېرو دوو لسیزو د پراخ حضور د مهال پرتله اوس په دغه هېواد کې ډېر ښکېل دي.
د ښکاره ښکېلتیا ډېره برخه یې هم پر پانګونې او سوداګرۍ ورټوله ده او بېلابېل روسي او چینایي پانګوال وخت ناوخت افغانستان ته سفرونه کوي.

د عکس سرچینه، MoMPAfghanistan
د طالبانو حکومت له تېرو درېیو کلونو راهیسې چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې، ډېر پام د افغانستان د طبیعې سرچینو استخراج ته اړولی او له بهرنیو پانګوالو هم غواړي پر دغه مهمه برخه پانګونه وکړي.
افغانستان د کانونو او طبیعې سرچینو له اړخه بډایه هېواد دی او ډېرې سرچینې یې د دوامداره جګړو او نورو بېلابېلو لاملونو له کبله له استخراج پاتې دي او لاس نه دی وروړل شوی. په دغو طبیعي سرچینو کې د امور دریا حوزې تېل هم دي، چې د "افچین" په نوم یو چینايي قراردادي شرکت په کې له څه مودې عملاً د تېلو په استخراج بوخت دی.
تازه د طالبانو حکومت ویلي، چې دې کمپنۍ د امو دریا نفتي حوزه کې د ۱۸ نورو څاګانو د کیندلو چارې پیل کړې دي.
د امو دریا حوزې تېل او د چین پانګونه
په دې حوزه کې لا له وړاندې ۲۳ نورې څاګانې فعالې دې چې د طالب چارواکو په وینا د ورځې شاوخوا ۵ زره بیرله نفت ترې رایستل کېږي.
چارواکي وايي، دغلته د تېلو د استخراج پر چارو شاوخوا ۱۵۰۰ کسان په کار بوخت دي.
باختر دولتي خبري اژانس د افچین کمپنۍ د عامه اړیکو مسئول امرالدین علیزي له خولې لیکلي، چې دا نوې څاګانې په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې دي او د کیندنې چارې به یې په ۲۰۲۵ کال کې بشپړې شي.

افچین کمپنۍ وایي چې د دغو ولایتونو په ۱۱۶۰ کیلومتره مربع سیمه کې یې د نفتو موندلو سروې هم پیل کړې ده.
د یادونې ده چې په امو دریا حوزه کې استخراجېدونکي تېل په افغانستان کې دننه چاڼېږي.
افغانستان کې دمګړۍ شاوخوا ۱۲ شرکتونه د نفتو د چاڼ برخه کې فعال دي.
د نفتو د چاڼ دغو شرکتونو څه موده مخکې بيبيسي ته ویلي وو چې هره ورځ د څلور نیم زره ټنه تېلو د چاڼولو وړتیا لري خو هڅه کوي چې دغه ظرفیت او د چاڼ معیار نور هم لوړ کړي.

د عکس سرچینه، North Noble
چین د افغانستان شمال کې د تېلو پر امو دریا سربېره، لوګر کې د مسو په عينک کان، هرات کې د اوسپنې پر غوریان کان او تخار د سمتي ساحې د طلا پر کان پانګونه کړې.
چین واک ته د طالبانو له راګرځېدو را وروسته له افغانستان سره سوداګريزه راکړه ورکړه هم پراخه کړې او په دې لړ کې یې څه موده وړاندې له دغه هېواد سره قزاقستان او ازبکستان له لارې د بار وړونکي اورګاډي تګ راتګ بېرته پیل کړ. چین غواړي افغانستان یې د کمربند او سړک د نوښت برخه وي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت بدخشان ولایت کې پر واخان کارېدور هم پر کار بوخت دي.





















