یو پاکستانی د امریکايي سیاستوالو د وژلو په دسیسې "تورن" شوی دی

پاکستان

د عکس سرچینه، DOJ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په نیویارک کې یوې محکمې ته د وړاندې شوي اسنادو له مخې یو پاکستانی، چې "د ایران له حکومت سره اړیکې لري"، د امریکايي سیاستوالو د وژلو په ناکامه دسیسه کې په لاس لرلو تورن شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، دغه ۴۶ کلن سړی چې اصف مرچنټ نومېږي، د اپرېل میاشت کې نیویارک ته د یوه مسلکي وژونکي سره د اړیکې په نیت ننوت او له یوه تن سره یې اړیکه ونیوله. محکمې ته د وړاندې شویو سندونو له مخې هغه کس د اېف بي ای یو پټ مامور و. له ښاغلي مرچنټ سره تر لیدو وروسته دغه کس د امریکا له فدرالي پولیسو سره اړیکه نیسي او د دې ادارې د یوې محرمې سرچینې په توګه له هغوی سره کار پیلوي.

د مرچنټ پر وړاندې د ثبت شوي لومړني شکایت له مخې، هغه د امریکا له حکومت څخه د "قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژلو غچ" اخیستل غوښتل او د دې هېواد د ځینو چارواکو او سیاستوالو د وژلو لپاره یې د "یوه مسلکي قاتل د ګمارلو" هڅه کوله."

قاسم سلیماني د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۱۳ د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر په هوايي برید کې ووژل شو.

د ښاغلي مرچنټ د "وژنې په دسیسه" کې په احتمالي هدفونو کې د ډونالډ ټرمپ نوم نه دی راغلی، خو ځینو باخبرو سرچینو امریکايي رسنیو ته ویلي، نوموړی په دې دسیسه کې یو له هدفونو څخه و، که څه هم د اېف بي ای چارواکي ټینګار کوي چې په فلادلفیا کې پر ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ډزو سره تړاو نه لري.

په ملګرو ملتو کې د ایران د استازي دفتر د سه شنبې په ورځ د دغه خبر د خپرېدو په غبرګون کې وویل: "مونږ د امریکا له حکومت څخه په دې هکله هېڅ راپور نه دی ترلاسه کړی. خو څرګنده ده چې دا طریقه د شهید سلیماني د قاتل د محاکمه کولو په تړاو د ایران د حکومت د پالیسۍ خلاف ده."

اېف بي ای وايي، دا قضیه د نیویارک، هوسټن او دالاس د دفترونو سره په همغږۍ سره رامنځته شوې، او د اېف بي ای د جاسوسانو وړتیا چې دا ګواښ لېرې کړي "نه یوازې د یوې غمجنې پېښې مخه ونیوله، بلکې د دې هېواد د وګړو د دفاع لپاره یې د دې ادارې ژمنتیا هم وښودله."

ښاغلی مرچنټ چې څه موده یې په ایران کې تېره کړې، له هغه ځایه پاکستان او بیا د امریکا ټکزاس ته تللی و او په پای کې نیویارک ته ورسېد.

د جون په نیمایي کې، اصف مرچنټ د هغو کسانو سره ولیدل چې فکر یې کاوه خپله چاره به پرې ترسره کړي، په داسې حال کې چې دوی ټول د اېف بي ای پټ کارکوونکي وو. ښاغلي مرچنټ د خپلې موخې عملي کولو په موخه هغوی ته له مخکې پنځه زره ډالره هم ورکړي و.

د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د جولای په دولسمه نېټه "مخکې له دې چې د وژنې دسیسه عملي شي" له امریکا څخه یې د وتلو پلان درلود، ونیول شو.

د دې سندونو له مخې، ښاغلي مرچنټ څو ځله د اېف بي ای له پټ جاسوس سره لیدلي و.

امریکايي چارواکو د دغه پاکستاني وګړي له قوله ویلي، دی په ایران کې یوه مېرمن او څو ماشومان لري، دغه راز بله مېرمن او څو نور ماشومان یې په پاکستان کې اوسېږي.