تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان سوپر لیګ نهم پړاو؛ پېښور زلمي د افغان لوبغاړو د خپلولو مخکښه لوبډله
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د پاکستان سوپر لیګ (سوداګریز کرېکټ لیګ) نهم پړاو لپاره لوبغاړي نن (چارشنبه) د بولۍ له لارې غوره شول.
د لوبغاړو د غوراوي دا مراسم په لاهور کې نیول شوې وه چېرې چې د ټولو لوبډلو مالکانو، د پاکستان کرېکټ بورډ مشر او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
پېښور زلمو لوبډلې د لوبغاړو د غوراوي په لومړي پړاو کې د افغانستان دوه مخکښ توپ اچونکي غوره کړل چې په راتلونکو سیالیو کې به د یادې لوبډلې برخه وي.
پېښور زلمو د افغانستان ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال تر ټولو په لوړ بیه کتګورۍ پلاټینیم کې له ځان سره ونیوه، د معلوماتو له مخې دغه کتګورۍ کې د یوه لوبغاړي بیه لږ تر لږه ۱۷۰ زره ډالرو ته رسیږي.
همدې لوبډلې د افغانستان بل خو دا ځل چټک توپ اچونکی نوین الحق هم د سرو زرو کتګوریو کې واخیست، د دغې کتګورۍ لپاره د یوه لوبغاړي بیه لږ تر لږه ۵۰زره ډالره ټاکل شوې ده.
د چارشنبې په ورځ د بولۍ دغو سیالیو کې هرې لوبډلې باید یو بهرنی او یو کورنۍ لوبغاړی د پلاټينیم کتګورۍ کې نیولی وی، په همدې دول یو کورنۍ او یو بهرنۍ لوبغاړی په دویمه درجه ډایمنډ کتګورۍ کې.
د معلوماتو له مخې دغو سیالیو ته ۴ افغان لوبغاړو د پلاټینم (تر ټولو ګرانبیه) کتګورۍ کې ځانونه ثبت کړي وو.
د پاکستان کرېکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ د سوپر لیګ نهم پړاو ته یې له ۲۲ هېوادونو ټول ټال ۴۸۵ لوبغاړو ځانونه ثبت کړي چې د غوراوي مراسمو له لارې به یې لوبډلې له ځان سره غوره کوي.
تمه ده چې د لوبغاړو د پیر دغو مراسمو تر پایه د ځينو نورو کورنیو او بهرنیو لوبغاړو برخلیک هم معلوم شي.
د پاکستان سوپر لیګ کې شپږ لوبډلې لوبیږي.
لاهور قلندرز، پېښور زلمي، کوټه ګلېډیټرز، اسلام اباد یونایټېډ، ملتان سلطانز او کراچۍ کېنګز هغه لوبډلې دي چې له یوه بل سره لوبیږي او هره لوبډله باید لږ تر لږه ۱۶ لوبغاړي غوره کړي.
په پاکستان کې د ناامنیو له کبله د دې سیالیو لومړي څو پړاونه په متحده عربي امارتو کې تر سره شول خو سږ کال یو ځل بیا لکه د تېر کال په څير پلان کې ده چې ټولې لوبې به په پاکستان کې کیږي.
په پښتونخوا کې د ارباب نیاز لوبغالی چې په دې وروستیو کې یې د ترمیم چارې هم تر سره شوې یو ځل بیا د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې له پامه غورځیدلی او کومه لوبه به پکې نه کیږي.
د پاکستان کرېکټ بورډ مشر ذکا اشرف نن د لوبغاړو د غوروي په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل ټولې لوبې به په کراچۍ، پنډۍ، لاهور او ملتان لوبغاړو کې تر سره شي.
د دغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۶ کال کې وشو او هر کال پکې بېلابېلو افغان لوبغاړو ګډون کړی دی.