جرمني وایي اوکرایین ته به د لېپرډ ۲ ټانکونو د استولو مخنیوی و نه کړي

د خپرېدو وخت

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انا باربک ویلي که پولنډ اوکرایین ته لېپرډ ۲ ټانکونه استوي، مخنیوی به یې ونه کړي.

اوکرایین پر لوېدیځ غږ کړی چې د جرمني جوړ ټانکونه ورکړي چې د دوی په وينا د روسيې په ماتولو کې به ورسره مرسته وکړي.

جرمني تر اوسه خپل زغروال ټانکونه اوکرایین ته نه دي ورکړي او د دغه هېواد د صادراتو قانون د نورو هېوادونو له لوري د جرمن جوړ پوځي ګاډو او ټانکونو استولو مخنیوی هم کوي.

د یکشنبې پر ورځ مېرمن باربک ویلي و، پولنډ ترې بل هېواد ته د ټانکونو استولو د اجازې غوښتنه نده کړې.

نوموړې د فرانسې یوه تلویزیوني چنل ته ویلي "تر اوسه د ټانکونو استولو لپاره د اجازې غوښتنه ترې نه ده شوې خو که ترې وشي، مخنیوی به یې ونه کړي"

د پولنډ لومړي وزیر، ماتیش مورویسکي د دوشنبې پر ورځ ویلي "حکومت به یې له برلینه د ټانکونو د استولو اجازه وغواړي. خو که ان اجازه یې هم ور نه ورکړي، اوکرایین ته به ټانکونه واستوي."

د جرمني حکومت یوه ویاند ویلي، تر اوسه یې د دوشنبې پر ورځ د لېپرد ۲ ټانکونو د استولو په تړاو د اجازې کومه غوښتنه ترې نه ده شوې.

تیره اوونۍ ښاغلي مورویسکي ویلي و، هېواد یې چمتو دی چې کیف ته ۱۴ لېپرډ ۲ ټانکونه ورکړي.

د دوشنبې پر ورځ د پولنډ د بهرنیو تګلارو سلاکار مارڅین څېداڅ وویلې،‌ د مېرمن باربک د اعلان هر کلی کوي خو د جرمني د لوموړي وزیر اولېف شولز له خوا تایید شوي دریځ ته به لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي څېداڅ پولنډ راډیو ته ویلي"دا معلومه شوه چې د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو کړنو له لارې، پولنډ د دې توان لري چې د جرمني دریځ بدل کړي."

وارسا غواړي چې برلین او د ناټو غړي هېوادنه دې هم خپل لېپرډ ټانکونه اوکرایین ته واستوي ځکه حکومتي چاواکي مني چې ۱۴ ټانکونه به د اوکرایین په جنګي ظرفیت محدود اغېز ولري.

د لېپرډ ۲ ټانکونه په ځانګړي ډول د روسيې ټي ۹۰ ټانکونو سره د سیالۍ لپاره جوړ شوي، چې روسیه یې په دغه جګړه کې کاروي.

داسې انګېرل کېږي چې په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰۰ زیات لېپرډ ټانکونه شته او د اوکرایین ولسمشر ویلي، شاوخوا ۳۰۰ به یې د روسیې د ماتې ډاډمنولو کې مرسته وکړي.

د ناټو ډېری غړي هېوادونه د لېپرډ ۲ ټانکونو د لېږد په تړاو د جرمني زړه نا زړه توب مایوسه کړي دي.

د اوسنیو اصولو له مخې جرمني باید د نورو هېوادونو لکه پولنډ لخوا د خپلو ټانکونو پر بیا صادرولو بندیز ولګوي.

سره له دې چې د جمعې پر روځ له ۵۰ د ډېرو هېوادونو ټلوالې غوښتنه وکړه چې دغه ټانکونه دې اوکرایین ته ورکړل شي، خو جرمني تر اوسه د ټانکونو استولو او د بل هېواد له لورې د بیا صادرولو اجازې ژمنه نه ده کړې.

د شنبې پر ورځ د اېستونیا، لتویا او لېتونیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه وینا پاڼه کې له جرمني غوښتي چې "همدا اوس اوکرایین ته لېپرډ ټانکونه ورکړه"

ښاغلی شولز پوځي شخړو کې د جرمني ښکېتا ته لېواله نه دی او د روسیې له لوري د تاوتریخوالي‌ ډېرېدو ته اندېښمن دی.

نوموړي د تېرې اوونۍ پای کې د فرانسې ولسمشر اېمانول مکرون سره ولېدل او د دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې یو ځل بیا د دواړو هېوادونو تر منځ د ملګرتیا ژمنه وکړه.

فرانسې لا دمخه اوکرایین ته د سپکو ټانکونو د لېږد ژمنه کړې، او ښاغلي مکرون ویلي فرانسوي جوړ لېکرک درانه ټانکونه ښایي اوکرایین ته وسپاري.

د بریتانیا په ګډون نورو هېوادونو ژمنه کړې چې ۱۴ چلېنجر ۲ ټانکونه اوکرایین ته ورکړي.