درې افغان پیلوټان په امریکا کې د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوي

د خپرېدو وخت

په امریکا کې د اوریګان ایالت پولیسو تایید کړې، چې د مخکېني افغان حکومت درې پیلوټان په دغه ایالت کې د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

د اورګان ایالت د پولیسو اعلامیې له مخې، د الوتکې د لوېدو پرمهال یوه پیلوټ الوتکه چلوله او دوه نور د کوچنۍ الوتکې د مسافرو پر څوکیو کې ناست وو.

د اعلامیې له مخې وژل شوي افغان پیلوټان محمد حسین موسوي، محمد بشیر صفدري او علي جان فردوسي دي.

د اوریګان ایالت پولیسو ویلي، پېښه د ۲۰۲۳ کال د ډیسمبر په ۱۶مه نېټه شوې ده.

پولیسو ویلي: "لومړنیو څېړنو ښوولې، الوتکه د برېښنا له تارونو سره ټکر شوې چې له امله یې کوچنۍ اور لګیدلی او برېښنا پرې شوې ده. الوتکه د اوریګان ایندیپندیس ایالتي مک من ویل له هوايي ‌ډګره په تیاره کې روانه وه."

ځينو امريکايي رسنيو خبر ورکړى، دغه درې کسان پخوا د افغان پوځ پيلوټان وو، چې د جمهوري حکومت له ړنګېدو وروسته امريکا ته لېږدول شوي وو.

د امریکا پوځ معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۰ کال د اپریل او د ۲۰۲۱ کال تر نوومبر میاشتې د افغانستان هوايي ځواک یوازې ۱۳ اېم ۱۷ چورلکې او ۶۵ پیلوټان او د پیلوټ همکاران درلودل چې کولای یې شول الوتنې وکړي.

د معلومات پر بنسټ، د افغانستان ټول هوايي ځواک ۳۳۹ پیلوټان او د پیلوټانو مرستیال او ۱۶۰ الوتکې لرلې.

د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د "کوچنيو کار وړ" الوتکو شمېر شاوخوا ۱۴۰ ته رسېده، چې ځینې یې تر بیا رغونې یا ترمیم لاندې وې.

دوه کاله وړاندې د يو شمېر ښځينه پيلوټانو په ګډون ۱۴۳ افغان پيلوټان د منځنۍ اسيا له هېوادونو، تاجکستان او ازبکستان څخه درېيمو هېوادونو او له هغه ځايه بیا امريکا ته لېږدول شوي وو.

هغه مهال په رسنیو کې څو ځلې په دغو هېوادونو کې د افغان پیلوټانو ستونزې راپورته شوې. ځینو یې په تاجکستان کې د بې ثباتۍ، په افغانستان کې دننه د هدفي بریدونو او پر خپلو کورنیو د طالبانو له فشارونو شکایت کړی و.

دوی ویلي وو، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د دوی لپاره د کار او ژوند لپاره خوندي ځای نه دی او د طالبانو پر هغو ژمنو باور نه لري چې د دوی د ستنېدو په حالت کې به یې امنیت خوندي او تضمین وي.

په تېرو شلو کلونو او د جمهوري حکومت له پرځېدو مخکې، د افغانستان هوايي ځواک تر ډېره د امریکا او د ناټو له خوا سمبال او روزل شوی و.

د طالبانو حکومت په تېر کې له افغان پیلوټانو غوښتي وو چې بېرته خپل هېواد ته ورستانه شي او له ځینو ګاونډیو هېوادونو یې غوښتنه کړې وه هغه الوتکې بېرته ورکړي چې د جمهوریت د پر ځېدو پرمهال وړل شوې وې.

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد هم د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي و، هغه الوتکې چې د ده په خبره د افغانستان دي، بېرته دوی ته وسپاري.