د ټرمپ د کابینې لومړنۍ ناسته: نوموړي د مسک او روبیو کارونه وستایل

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې د خپلې کابینې لومړنۍ ناسته ترسره کړه.‌ دا عملآ‌ د پوښتنو او ځوابونو د یوې جلسې به بڼه وه چې تر یو ساعت ډېر وخت یې دوام وکړ.‌

د نړۍ تر ټولو شتمن سړي، ایلان مسک چې اوس د اغېزناکې حکومتولۍ په چارو کې د ډونلډ ترمپ سلاکار دی، په دې جلسه کې کارنده حضور درلود.‌

ټرمپ‌ په دې ناسته کې د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د مسک په مشرۍ د "حکومت د موثریت" سازمان د اقداماتو، کډوالۍ، اقتصاد او د اوکرایین جګړې په ګډون د بېلابېلو مهمو مسایلو یادونه وکړه.

دلته د دې جلسې پر پنځو مهم ټکو تمېږو.‌

۱ – د مسک او روبیو ساتنه

خبریالانو له ډونلډ ټرمپ وپوښتل چې کوم وزارتونه او د کابینې کوم غړي د بدلونونو پر وړاندې مقاومت ښيي. هغه په ځواب کې وویل: "تر اوسه له ټولو هغو کسانو راضي یم چې ټاکلي مې دي."

خو نوموړي زیاته کړې چې "ځینې ډلې تر نورو راحت‌تره دي".

ټرمپ په دې لړ کې په ځانګړي ډول د ایلان مسک – که څه هم د کابینې غړی نه دی – او د کورنیو چارو د وزیر مارکو روبیو کارونه وستایل.

هغه زیاته کړه چې د حکومت د حجم په کمولو یې تمرکز کړی ځکه "مجبور" دي دا کار وکړي.

نوموړي وویل "غواړو بودیجه په نسبتآ لنډ مهال کې متوازنه شي... یعنی تر راتلونکي کال یا ورپسې بل کال پورې."

۲ – کابینه کې احتمالي کړکېچ

ټرمپ علنآ او په مکرر ډول د ایلان مسک او "ډوج" ملاتړ وکړ . ډوج په انګلیسي ژبه د اغېزناکې حکومتولې سازمان لنډیز دی، چې نوی رامنځ ته شوی او مسک یې مشري کوي. د دغه سازمان دنده د فدرال حکومت د لګښتونو کمول دي.

هغه هڅه وکړه چې د مسک او د ده د نور ټیم ترمنځ‌ د کړکېچ په اړه انګېرنې کم اهمیته وښيي.‌

ډونلډ ‌‌ټرمپ وویل "هغوی ایلان مسک ته ډېر درناوی لري او هغه کار ته چې دی یې کوي -‌ او ځيني د نظر لږ څه اختلاف هم لري.‌ خو تاسې ته وایم،‌ نه یوازې دا چې ټول راضي دي،‌ بلکې لېوال هم دي."

هغه وویل: "که [راضي] نه وي،‌ له دوی غواړم چې مطرح یې کړي."

د جلسې پر مهال چې کله له ټرمپ وپوښتل شول، چې ایا د کابینې یو غړي یې هم له مسک نارضایتي‌ نه ده ښودلې؟ نو ده مخ خپلې کابینې ته واړاوه او له هغوی یې همدا پوښتنه وکړه، خو چا څه ونه ویل.

بلخوا مسک بیا په دې غونډه کې د "ډوج" د کړنو دفاع وکړه او ویې ویل چې دنده یې له دولتي سازمانونو سره د داخلي درغلیو پر وړاندې مقابله کې ملاتړ دی.‌

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریپال ګوند یوه باتجربه سناتور پېټي‌ موري د چارشنبې پر ورځ ټرمپ‌ او مسک دواړه تورن کړل چې "که یو مهم شي ته هم اور اچوي او لمنځه یې وړي"، دا ورته مهمه نه ده.‌

هغه دوی داسې "میلیاردران" وبلل چې "د عادي خلکو له وضعیته خبر نه دي" او پر دې هم "نه پوهېږي‌ چې لګیا دي څه کوي."

۳ - د فدرال حکومت کارکوونکو ته خبرداری

ټرمپ همدا راز د ایلان مسک لخوا د فدرال حکومت کارکوونکو ته د استول شوي برېښنالیک په اړه هم خبرې وکړې چې له هغوی غواړي په وروستۍ یوه اونۍ کې پنځه ترسره کړي کارونه توضیح کړي که نه له کاره به وایستل شي. نوموړي وویل کابینه په بشپړ ډول د دغه نوښت ملاتړې ده.

هغه د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته داسې شک وښود، چې شاوخوا یو میلیون فدرال کارکوونکو چې دا ایمیل یې نه دی ځواب کړی، "نشته دی."

ښاغلي ټرمپ وویل: "موږ هڅه کوو مالومه کړو، هغوی چې ځواب نه دی ویلی څوک دی. د هغو کسانو په تړاو چې محرم کارونه کوي، ډېر غور کوو."

۴ – زېلېنسکي سره د لیدنې تایید

ټرمپ تایید کړه چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د جمعې پر ورځ واشنګټن ته ورځي.

هغه وویل دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاني موادو د یوه پراخ تړون د لاسلیکېدو په هدف ترسره کېږي‌. تر اوسه د دغه تړون بشپړ جزییات او خطوط نه دي روښانه شوي.

د امریکا ولسمشر وویل، دغه تړون یې هېواد ته دا امکان په لاس ورکوي چې د روسیې د یرغل له پیل راوروسته په تېرو درېیو کلونو کې اوکرایین سره د کړې مرستې پیسې بېرته ترلاسه کړي.

زېلېنسکي دا یو مقدماتي تړون بللی او ویلي یې دي چې د روسیې د بریدونو مخنیوي لپاره د امنیتي تضمینونو په ګډون نورې هوکړې هم غواړي.

خو ټرمپ د امنیتي تضمینونو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دی داسې څه نه کوي او دا چې دغه بار ته باید اروپا اوږه ورکړي.

۵ – د اروپا تعرفې "ډېر نږدې" دي

ټرمپ د کابینې په لومړی غونډه کې وویل چې دی به په اروپايي ټولنه کې پر تولید شویو محصولاتو ۲۵ سلنه تعرفه وضع کړي.

نوموړي سپینه ماڼۍ کې حاضرو خبریالانو ته وویل "ژر به یې اعلان کړم. په ټولیز ډول به ۲۵ سلنه وي او پر موټرونو او نور هر څه به اعمال شي."

ټرمپ د اروپايي ټولنې په اړه وویل "واقعا یې له موږ ګټه اخیستې. زموږ موټرونه نه مني. زموږ کرهنیز محصولات هم نه مني. نه منلو لپاره یې بېلابېل دلایل هم وايي."