"تاریخ کې ۲۰۲۵ ښايي هغه کال شي چې ټرمپ نړيوال معيارونه له منځه يوړل"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جان سېمپسن
- دنده, د بي بي سي نړيوالو چارو اېډېټر
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
ځينې کلونه داسې وي چې په هغو کې نړۍ د بنسټيزو او کړکېچنو بدلونونو شاهده وي. ۱۹۶۸ يو له هغو کلونو و چې شوروي اتحاد پر چکسلواکيا يرغل وکړ، پاريس کې شخړې وشوې او په امریکا کې د ويتنام د جګړې پر ضد اعتراضونه ترسره شول. همدا ډول ۱۹۸۹ کال په چين کې د تيانانمېن ټولوژنې، د برلين دېوال نړېدو او د شوروي د امپراتورۍ د پرځېدو شاهد و.
زه بيا د دې ټولو پېښو شاهد وم، او د سږني کال د يوازې اوو اوونيو له تېرېدو سره ما ته داسې برېښي چې ۲۰۲۵ به هم يو له هغو کلونو وي چې د نړۍ بنسټيزې مفکورې له ورکېدو سره مخ شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې اصلي لامل ډونلډ ټرمپ دی.
له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ټرمپ تر اوسنۍ دورې د امریکا تېرو ۱۳ ولسمشرانو لږ تر لږه د جيوپوليټکي اصولو يوې مجموعې ته درناوی درلود چې د امریکا خپل امنيت يې له روسيې د اروپا په خوندي کولو او د چين پر وړاندې د اسیا غير کمونستو هېوادونو ساتنې پورې تړلی و.
ټرمپ دغه تګلاره بدله کړه. دی وايي چې ده ته له هر څه وړاندې د امریکا ګټې لومړيتوب لري خو دا به امریکا ته په کومه بيه پرېوځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په خپله، دې کار د هغه ملګرو او متحدینو ته، په ځانګړې توګه په اروپا کې حالت ستونزمن کړی. خو دا حالت د ټرمپ خپل شخصیت له امله هم ډېر پیچلی شوی دی. هېڅ یوه امریکایي ولسمشر، حتی رېچرډ نېکسن، خپلې شخصي ځانګړتیاوې سیاست کې دومره نه کارولې لکه څنګه چې ټرمپ یې کوي.
ګوتنيوونکي وايي، ټرمپ په حیرانوونکې توګه، مغرور او حساس دی. له دې کبله د ده له خوا نوي ګومارل شوي کسان لکه اېلان مسک او جې ډي وانس فکر کوي چې د هغوی موقف يوازې په دې پورې تړلی چې څومره د هغه ستاينه او د هغه د نظريې ملاتړ وکړي.
کله چې ولسمشر ټرمپ له ثبوت پرته ادعا وکړه چې د اوکرايین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي فاسد دی او د هغه محبوبيت کچه ټيټه ده، مسک ورپسې زياته کړه چې، زېلېنسکي د اوکرايین خلکو لخوا رټل شوی او د اوکرايیني سرتېرو پر جسدونو ژوند کوي.
د ټرمپ په دايره کې داسې څوک نشته چې هغه ته ووايي، "ښاغلی ولسمشر، ښايي تاسو باید په دې بیان بیا غور وکړئ." د هغه د تېرې دورې له مخې، د هغه شاوخوا هر کس پوهېږي چې هغه اختلاف نه خوښوي.
ده له ځان سره داسې ژمنه کړې چې نژدې دوو مياشتو کې به د اوکرايين جګړه ختموي.
دی په بشپړه توګه سم وايي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې ته ژمن دی. ځکه روسیي ځواکونه، په ګڼ شمېر د اوکرایین ختیځ کې ورو پرمختګ کوي. خو د روسیې لور ته مرګژوبله زیاته ده که دا دوام وکړي، روسیه ښايي دې ته اړ شي چې د عسکري خدمت قانون جوړ کړي، چې دا به د خلکو تر منځ د منلو وړ نه وي او ښايي د پوتین رژیم ته ګواښ پېښ کړي.
هر څه چې ټرمپ د سولې په اړه وایي، دا د پوتین لپاره د خوښۍ خبره ده. د ټرمپ د لومړي واکمنۍ د ملي امنیت سلاکار جان بالټن، چې هېڅکله د هغه تابعدار نه و، په وروستيو کې ويلي، چې د ټرمپ ادارې د سولې پلان له اورېدو وروسته به په کرملين کې د خوښۍ لمانځنې شوې وي.
دا په ريښتيا داسې برېښي لکه یوه تاریخي شېبه – نه یوازې په مسکو بلکه په ټوله نړۍ کې.
پوتين په دې باور دی چې ټرمپ د ۲۰۲۰ کال ټاکنې ګټلې وې. دا ښايي ريښتيا نه وي خو ولسمشر پوتين په دې پوهېږي چې ټرمپ هغه کسان خوښوي چې له ده سره همغږي او د نظریو ملاتړ يې کوي.
خو، ټرمپ او د هغه ډله ولې پر ولسمشر زېلېنسکي دومره سخت فشار راوړي؟ دا ښايي له دې کبله هم وي چې زېلېنسکي هغه څه نه کوي چې ورته ويل کېږي، لکه مذاکراتو ته بېرته راتګ او د اوکرایین معدنونو ته د امریکا د لاسرسي لپار هوکړه کول.
همدا ډول ولسمشر ټرمپ پوهېږي چې زېلېنسکي د امریکا، روسیې او اوکرایین تر منځ تر ټولو کمزوری دی، او داسې فشار پرې راوړل کېدی شي چې پر پوتین يې واردول سخت برېښي. هر څومره چې پر زېلېنسکي فشار زیات شي، هغومره ژر به سوله ییزه هوکړه وشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ټرمپ هېڅکله، لږ تر لږه په ښکاره ډول داسې نه ده څرګنده کړې چې د تړون له تفصيل يا جزئياتو سره کومه ځانګړې علاقه لري بلکې هغه ته يوزاې په خپله تړون مهم دی.
بریتانوي او جرمن ډیپلوماتان چې زه یې پېژنم له دې کبله چې ټرمپ ولې روسیه د خبرو اترو مېز ته راوبلله، غوسه دي.
دوی وايي، "هغه دوه مهم کارټونه په لاس کې لرل. لومړی کارټ د روسیې ګوښيتوب. پوتین به د دې لپاره ډېر امتیازونه ورکړي وو چې له امریکا سره خبرو ته کېني. خو ټرمپ د هېڅ کوم امتیاز غوښتنه ونکړه. هغه له امتياز پرته اجازه ورکړه چې خبرې پیل کړي."
د ډيپلوماټانو په وينا دويم کارټ دا و چې په دې ټينګار شوی وی چې اوکرايين بايد اجازه ولري چې د ناټو غړی شي. ټرمپ کولی شوی چې په پای کې له دې غوښتنې تېر او په پوتین هر ډول تړون ومني.
په اروپایي پلازمېنو کې داسې احساس شوې چې هغه خپل دواړه مهم کارټونه مخکې له دې چې خبرې پیل شي، پرته له کومې تګلارې ضایع کړل.
خو بیا هم، ځینې اروپایي ډیپلوماتان چې د امریکا د سیاست تجربه لري خپلو حکومتونو ته مشوره ورکوي چې د ډونلډ ټرمپ په ولسمشرۍ کې دا لویه سلطنتي دوره، چې د هغه مشاورین ورته درناوی کوي (هغه دا اوونۍ ځان د "پادشاه" په توګه یاد کړ)، تر ډېره دوام ونکړي.
ټرمپ اوس مهال د نازک کانګرېس او یوې محافظه کاره سترې محکمې کنټرول لري خو یوازې ۲۰ میاشتې وروسته د ۲۰۲۶ کال نومبر کې، د امریکا منځنۍ دورې ټاکنې کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې نښې شته چې په امریکا کې د انفلاسيون کچه په زياتېدو ده او په ډېرو خلکو ښايي دغه بدلونونه ناوړه اغېز وکړي او سزا يې د ټرمپ جمهوری غوښتونکو ته ورکړي.
که ټرمپ د یوه یا دواړو مجلسونو کنټرول له لاسه ورکړي، هغه ځواک چې اوس یې لري او هره طرحه او پالیسي، بې له دې چې څومره متنازع وي، عملي کړي، د هغه دا واک به کمزوری کړي.
خو راتلونکي يوه کال او اتو میاشتو کې ډېر څه کېدی شي. د ټرمپ پراختیایي سیاست ښايي چین ته زړه ورکړي. د ټرمپ د تعرفو له کبله ښايي یوه لويه نړیواله سوداګريزه جګړه پیل شي. داسې ښکاري چې اروپایي ټولنه د بل هر وخت پرتله په سياسي او اقتصادي ډول کمزورې شي.
د روسیې د شرایطو پر بنسټ له اوکرایین سره د سولې هوکړه به د امریکا لپاره یو نوي څه وي. د امریکا د اقتصادي او پوځي ځواک له کبله له ۱۹۴۵ کال راهیسې تر ډېره په خبرو اترو کې روسيې خپلې موخې نه دي ترلاسه کړې.
اوس چې ولسمشر پوتین، درې کاله وړاندې پر اوکرايين د يرغل سخته پرېکړه کړې، داسې ښکاري چې له دې به بريالی ووځي.
که داسې وشي، نو ۲۰۲۵ به له شکه پرته د یوه مهم کال په توګه یاد شي: داسې شېبه چې د نړۍ تاریخ بدل شو، او هېڅ شی بیا لکه د پخوا په څېر نه شول.





















