تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ هغه لوبغاړی مړ شو، چې د ۸۵ کالو په عمر یې وروستۍ ټېسټ لوبه وکړه
د کرېکټ هغه لوبغاړی مړ شو، چې په جمېکا کې زېږېدلی و، په انګلنډ کې یې ټول عمر لوبه وکړه او د ۸۵ کالو په عمر د لنکاشایر له غوره لیګ سیالیو متقاعد شو.
سېسېل رایټ د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې وروستۍ لوبه د بریتانیا په شمال کې اپرمېل کلب لپاره وکړه. د دې لوبې تر مهاله یې له ۷۰۰۰ ډېرې وېکټې ترلاسه کړې وې.
رایټ په ۱۹۳۳ کال کې د جمېکا په سنټا کروز کې زېږېدلی و، په ۱۹۵۹ کال کې انګلنډ ته لاړ او هلته یې لومړی په نیمه مسلکي توګه د لنکاشایر لپاره د کرېکټ خورا مشهورو ستورو، ګري سوبر او وېب رېچرډز، تر څنګ لوبه وکړه.
لور یې سېسېل رایټ چې د بيبيسي یوې راډیو متقاعده پروډیوسره ده وايي: ''زما لپاره یو اتل و، دا یوه کلیشه خبره معلومېږي، خو رښتیا همدا دي.''
دا متقاعد لوبغاړی د یکشنبې پر ورځ د بریتانیا د شمال اولډم سیمې په رویټون کې ومړ.
اغلې رایټ وویل پلار یې له مېرمن (انيد) سره ۶۰ کاله ګډ ژوند وکړ. دا وايي په خپله سیمه کې یې پلار ډېر مشهور و. کله چې له کور بهر وتل هرچا به دراوه. سلام کلام به یې ورسره کاوه.
اغلې رایټ وايي خلکو به یې د روغتیا پوښتنه کوله. بیا چې به "هغوی ترې ولاړل ما به ترې وپوښتل چې دا یا هغه څوک و؟"
ده به ویل "خدای خبر."
ډېرو خلکو زما پلار پېژانده ځکه د لوبې پر وخت یې لیدلی و.
رایټ جمېکا لپاره د باربېډوس خلاف په خپله لومړنۍ لوبه کې ډېر بریالی نه و. هغه لوبه کې د کرېکټ خورا مشهور ستوري ویس هال، کولي سمېت او سیمور نرس هم لوبېدل.
خو په لنکاشایر غوره لیګ سیالیو کې بیا نوموړی خورا ښه وځلېد. په وروستیو کلونو کې د میډیم پېسر په توګه کامیاب ثابت شو او په توپوهنه کې یې هم نوم وګاټه.
ده په یوه مرکه کې د وېسټ انډیز مشهور کرېکټ لوبډلمشر سر فرنک ووریل یوه مشوره یاده کړه، چې په خبره یې د ده برخلیک یې بدل کړ.
ده وویل، هغه راته ویلي و، ''ته اوس په جمېکا کې نه یې، دلته یې، په انګلنډ کې او پر خاوره (خاورین ویشتنځای) توپ اچوونه کوې.''
دی زیاته کړه: ''هغه راته وویل، کله چې ویشتنځای لوند وي، باید زدکړم چې څنګه او کله توپ اچوونه وکړم، او له هغه وروسته مې شاته نه دي کتلي.''
خو اغلې رایټ او خویندې، وروڼه یې بیا وايي، ''زموږ لپاره نو یوازې یو مینه ناک پلار و. تر دا وروستیو پورې چې ۶۰ کلنۍ ته نژدې وم، لیدو ته به یې ورغلم او بېرته به چې ستنېدم راته ویل به یې، چې ورسېدې زنګ راته ووهه، چې پوه شم په خیریت سره رسېدلې یې''.