تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر امریکايي پوځي اډې د ډرون برید: اردن کې امریکايي عسکر څه کوي؟
یوې ایران پلوه وسله والې ډلې ويلي چې اردن کې یې پر یوې امریکايي پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې 'ډرون' برید کړی و چې درې امریکايي عسکر یې وژلي.
په دې برید کې لږترلږه ۳۴ نور امریکايي عسکر ټپیان شوي. سپینې ماڼې د دې برید پړه پر ایران واچوله او ویې ویل: ''ډیر پایله لرونکی غبرګون'' به وښيي.
خو ایران دا تور ''بې بنسټه'' وباله او ویې ویل ''د مقاومت ډلو په پریکړوکې لاس نه لري''. امریکايي مامورینو په اونیو، اونیو هڅه کړې چې په سیمه کې د ترینګلتیا ډېریدو مخه ونیسي چې پر پراخې جګړې بدله نشي.
خو پر یکشنبې دا لومړی ځل و چې د اکتوبر پر ۷مه نیټه پراسرئیلو باندې د حماس له برید راهیسې د دښمن د ډزو له امله په سیمه کې امریکايي عسکر ووژل شول.
د ټاور ۲۲ په نامه پوځي اډه چیرته ده؟
دا پوځي اډه د اردن په شمال ختیځ کې د سوريی پولې ته نژدې موقعیت لري.
د امریکا یو پوځي مامور د بی بي سي شریکې خبري موسسې سي بي ایس نیوز ته وویل د دښمن ډرون الوتکه ''ډېره ټیټه او ډېره کراره راغله'' پرداسې یو مهال چې یو امریکايي ډرون الوتکه له یو ماموریت وروسته بېرته خپلې اډې ته راستنېدله.
دغه مامور وویل ددې لپاره چې راستنیدونکې امریکايي ډرون و نه ویشتل شي، د اډې د دفاعي سیستم اتومات غبرګون پردې مهال فعال نه و. له دې کبله، هلته میشت عسکر د ډرون د راتلو پرمهال چمتو نه وو.
د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت مرکزي قوماندانۍ، سینټکام، وايي دې اډه کې نژدې ۳۵۰ تنه امریکايي عسکر اوسېږي، چې ځینې مهم کارونه لکه د اسلامي دولت نومې ډلې پرضد د ایتلافي ځواکونو ملاتړکوي.
سینټکام وايي په ټپیانو کې، اته تنه پوځیان د درملنې لپاره له اردن ایستل شوي، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.
د امریکا متحده ایالتونه ولې په منځني ختیځ کې پوځي اډې لري؟
د اردن په شمال ختیځه برخه کې دا پوځي اډه چې تربرید لاندې راغلې یو له هغو لسګونو امریکايي پوځي اډو څخه ده چې پوځیان یې په عراق، اردن او سوریې کې فعالیت کوي.
په وروستیو میاشتوکې، دا اډې چې ځینې وړې لکه ټاور ۲۲ دي او ځینې یې لویې دي لکه د عراق په لویدیځ کې د الاسد پوځي اډه – د هغو وسله والو ډلو تربریدونو لاندې راغلي چې د ایران لخوا روزل شوي، تمویل شوي او مجهز شوي دي.
په اردن کې چې د متحدو ایالتونو یو مهم ملګری دی، تقریبا ۳۰۰۰ امریکايي عسکر مېشت دي، په عراق کې ۲۵۰۰ امریکايي عسکر دي چې د امریکا ترمشرۍ لاندې ائتلاف یوه برخه دي او دعراق د حکومت په بلنه هلته میشت شوي.
ائتلافي ځواکونه غواړي هلته د اسلامي دولت نومې جهادي ډلې د بیا راپورته کیدو مخه ونیسي چې په ۲۰۱۷کې ماته شوې خو تراوسه لا هلته پاتې شونې لری.
سوریه کې هم ۹۰۰ تنه امریکايي پوځیان شته دي، رسما ددې لپاره چې د سوریې په نیمه خپلواکه شمال ختیځه سیمه کې د داعش ضد کوردي ډلې اود سوریې دموکراتیکو ځواکونو ملاتړ وکړي. د سوريې حکومت پدې هیواد کې د امریکايي عسکرو د شته والي مخالف دی، او اشغالګر یې بولي.
منځنی ختیځ کې د امریکا متحده ایالتونه ډیرې نورې پوځي اډې هم لري، لکه د خلیج سیمه او د بحرین بندر کې درې سترې هوايي اډې چې د متحدو ایالتونو د پنځم سمندرې ځواک د مرکزي قوماندانۍ حیثیت لري.
په عراق کې اسلامي مقاومت څه دی؟
عراق کې اسلامي مقاومت ټلوالې د یکشنبې پرورځ پر ټلیګرام خپرې کړې یوې وینا کې پرامریکايي پوځي اډې د برید مسولیت منلی او ویلي یې دي چې سوریه او اردن کې یې درې امریکايي اډې- شدادي، روکبان او تنف – او په مدیترانه کې د اسرائیلو د تیلو تاسیسات یې د برید هدف ګرځولی.
دا ډله د ۲۰۲۳ په وروستیو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د اکتوبر پر اومه حماس پر اسراییلو برید وکړ او په غبرګون کې یې اسراییلو پر غزې بمبارۍ پیل کړې.
اسلامي مقاومت کې، یوشمېر ایران پلوه وسله والې ډلې شاملې دي چې عراق کې فعالیت کوي او په دې وروستیو اونیو کې یې د امریکايي ځواکونو پر ضد د بریدونو مسوولیت اخیستو ادعا کړې ده.
باور کېږي چې ''د عراق اسلامي مقاومت'' یوه عمومي اصطلاح ده چې د بېلابیلو شیعه وسله والو ډلو لپاره کارول کېږي لکه کتائب حزب الله، نجابا او کتائب سید الشهدا، چې عراق او سوریه کې امریکايي اډو پرضد د بریدونو اوږد تاریخ لري.
تهران، په دې سیمه کې د خپلو ملګرو نیابتي ډلو شبکه ''د مقاومت محور'' په نوم یادوي، چې دا د ایران د دښمنانو پرضد یو ډول لومړۍ دفاعي کرښه ده.
ددې پټو ډلو د جوړولو هدف دادی چې واشنګټن ته سخته کړي چې د برید مسولیت د یوې مشخصي ډلې پرغاړه واچوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو غبرګون به څه ډول؟
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، پریکړه یې کړې ده چې برید ته به څنګه غبرګون ښيي، خو تفصیلات یې نه دي بیان کړي.
امریکایانو د وسله وال غبرګون اشاره کړې اود امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کېربي ویلي غبرګون کېدای شي په څو پړاوونو کې ترسره شي.
د ښاغلي بایډن ستونزه داده چې په کومه بڼه غبرګون وښيي، پرچا او کوم ځای ګوزار وکړي. لویه پوښتنه داده چې ایا متحده ایالتونه به په یو شدید برید سره د دښمن د نورو بریدونو مخه ونیسي یا به یې دا کار په سیمه کې د جګړې اور ته لا نور زور ورکړي.
منځني ختیځ لپاره د دفاع وزارت یو پخواني مرستیال، میک مولروی، بي بي سي ته وویل دده په اند باید امریکا ''د پخوا په پرتله په زیات قوت سره'' غبرګون وښيي.
هغه وویل: ''څرګنده ده چې متحده ایالتونه نه غواړي په غزه کې دا جګړه په سیمه کې خپره شي. دا هم څرګنده ده چې ایران غواړي جګړه خپره شي. هغوی یواځې د زور په ژبه پوهېږي. اوس یې وخت دي چې وکارول شي.''
هغه زیاته کړه: ''باور لرم چې سپینې ماڼۍ ته د پنتاګون لخوا وړاندییزونو کې به ان د ایران دننه هدفونو باندې بریدونه هم شامل وي.''