د خویندو فراغت ته د یوه افغان ورور او پلار خوښي؛ "پلار مې پر یوه او ما پر بله خور خپلې لونګۍ کېښودې"

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

"دوه خویندې مې له قابلګۍ فارغې شوې، کور کې ټولو ډالۍ ورته اخیستې دي. خو زما زړه دی خپله لونګۍ ورباندې کېږدم. سمه ده چې لونګۍ نارینه پرسروي خو پښتنو کې لونګۍ پر ډېرو ویاړمنو اېښودل کېږي او ما ته دوی ډېرې ویاړمنې دي"

دا د خپلو دوو خویندو په اړه د یوه ورور خبرې دي چې فراغت ته یې خوشاله دی.

دغه ورور د بي‌بي‌سي نورګل شفق ته کیسه کړې چې دلته یې د ابراهیم په نوم یادوو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ابراهیم داسې مهال دا خبرې راته کولې چې د کابل په یوه انسټېټيوټ کې یې د خویندو د فراغت مراسم روان وو او هغه کور کې په ځانګړي محفل جوړولو ورته لګیا و او یوه کوټه یې سینګاروله.

دی د درو خویندو مشر ورور دی او ارمان یې و چې د فراغت په مراسمو کې یې ګډون وکړي خو د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت په داسې محفلونو کې د نارینه‌ وو برخه اخیستل منع کړي دي.

ابراهیم وايي، "پوهنتون یې واړه غوندې مراسم ورته نیولي وو خو موږ نه شو ورتلای. یوه خور او مور مې ورسره تللې وې. موږ دلته کور کې ښه بندوبست ورته نیولی و. چا امېلونه ورته اخیستي وو او چا نورې بېلابېلې ډالۍ. ټول کور له خوشالۍ په جامو کې نه ځایېده. چې راورسېدلې نو پلار مې پر یوې او ما پر بله خور خپلې لونګۍ کېښودلې"

د سرو زرو امېل

که څه هم تر کورنیو جګړو او د طالبانو د تېر حکومت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو تعلیم ته ډېر پام وشو خو بیا هم په کلیو بانډو او ځینو سیمو کې داسې کورنۍ وې چې پر نجونو یې زدکړې نه کولې؛ په ځانګړي ډول لوړې زدکړې.

د ابراهیم کورنۍ هم له همداسې یوې سیمې کابل ته کډه شوې او یوه موخه یې هم پر خپلو خویندو-لوڼو درس ویل وو.

دی وايي چې په لومړیو کې خلکو پېغورونه ورکول چې خویندې دې مکتب ته نه لېږي خو ده یې پر وړاندې مبارزه وکړه.

ابراهیم زیاتوي، "زما سر نن له ویاړه هسک دی. خصوصاً هغو ته چې موږ ته یې پېغور راکاوه چې نجونو باندې ښوونځي مه وایئ، نجونې د پردي کور دي او پېغلې څوک مکتب ته نه لېږي. خو زه یې پر وړاندې ودرېدلم او د هر چا د ممانعت مخه مې ونیوله."

دی نن خوشاله دی چې خویندې په سپينه چپنه کې ویني او زیاتوي، "نن یې شکر د ډاکټرانو په سپينه چپنه کې وینم چې ټېټېسکوپ یې لکه د سرو زرو امېل په غاړه کې پروت دی. خپل ځان، کورنۍ، ټولنې او ګران وطن ته به یې خیر رسېږي. همدا ما ته مهمه وه او ده."

"پلار مې د فراغت په ورځ پر تندي ښکل کړم"

یوازې ابراهیم نه بلکې په افغانستان کې په دې وروستیو کې ګڼو کورنیو په ځینو ټولنو کې پر نجونو د زدکړو نه کولو "ناسم" فکر له منځه یووړ او د خپل کور خویندې-لوڼې یې پر لوړو زدکړو سمبال او پر خپلو پښو د درېدلو جوګه کړې.

فاطمه صمیمي هم د خپلې کورنۍ لومړنۍ لور ده چې د لیسانس په کچه یې زدکړې کړې او د خپل پلار ملاتړ ورسره و.

خو هله یې له پښو ځمکه ښوېدلې وه چې د پوهنتون د وروستي کال د اتم سمستر ازموینو پر مهال یې پر مخ د پوهنتون دروازې وتړل شوې او دا لکه د خپلو نارینه ټولیګوالو فارغه نه شوه.

فاطمه وايي، اووه میاشتې وروسته انلاین ازموینې ترې واخیستل شوې، په لوړو نمرو بریالۍ شوه.

په نیمايي کې د لوړو زدکړو پاتې کېدو وېرې د فاطمې زړه مات کړی و خو د پلار یو "مهربانه" چلند یې عمري یادښت او د زړه ټکور شو.

فاطمه زیاتوي، "کله مې چې پلار د شپې کور ته راغی او ما د فراغت زېری پرې وکړ نو ډېر خوشاله شو. زه یې پر سر ښکل کړم او خپله لونګۍ یې زما پر سر کېښودله. راته ویې ویل چې ته زما لومړنی اولاد یې چې لیسانس کوې، زه درباندې ویاړم او زما غوندې به ته د کور مشري کوې، زموږ قوم او د کورنۍ ویاړ به ګرځې."

"خپلې کشرۍ خور او ورېرو ته دروغجن او ملامت یم"

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نجونو پر وړاندې تر شپږم ټولګي‌ پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې چې نن یې ټيک ۷۹۷ ورځې پوره کېږي.

ورپسې یې له لوړو زدکړو هم ښځينه محصلانې منع کړې.

د طالبانو حکومت دا بندیز لنډمهاله بولي او وايي چې "شرایط او چاپېریال ورته برابروي" خو په څه باندې دوو کلونو کې هم نه دي‌ توانېدلي چې "شرایط" ورته برابر او د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې یې پر مخ پرانیزي.

یوازې د قابلګۍ د دوه کلنو زدکړو په څېر یې د طب اړوند ځينو برخو کې ښځينه‌و ته د تعلیم اجازه ورکړې ده.

ابراهیم هم که یو خوا د قابلګۍ له دوه کلنو زدکړو د خپلو دوو خویندو فراغت ته په کالیو کې نه ځایېږي نو بلخوا یې دا ناهیلي هم ځوروي چې یوه خور یې په دوولسم ټولګي کې وه چې لیسه یې پر مخ وتړل شوه او دوه ورېرې یې اووم ټولګي ته له کامیابېدو سره له ښوونځي منع کړای شوې.

دی وايي، "کشرۍ خور مې دوولسم ټولګي‌ کې وه چې ښوونځی یې ورباندې بند کړ. اوس د پوهنتون په تمه ناسته ده. هغه ډېره لایقه ده او همېشه اولنمره وي، غواړي ډاکټره شي. دوه ورېرې مې چې اووم ټولګي ته شوې نو په کور کېناستې او هره ورځ پوښتي چې مکتبونه کله خلاصېږي؟ خو زه خپله هم ځواب نه ورته لرم او ډېرو پلمو ورته دروغجن کړی یم چې نن خلاصېږي او سبا به خلاص شي. او ملامت هم یم چې هېڅه نه شم کولای"

د ابراهیم خویندې د لا نورو لوړو زدکړو ارمانجنې دي او وايي چې که پوهنتونونه خلاص شي نو دوی به تر ماسټري او دوکتورا پورې لوړې زدکړې وکړي.

یوازې دا نه بلکې زرګونه افغان کورنۍ هیله منې دي چې هغه "ښکلې ورځ" ژر راورسېږي چې د طالبانو حکومت د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو، لیسو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

هغه هیله چې د طالبانو حکومت د مشرانو په پرېکړو کې ایساره پاتې ده او مالومه نه ده چې د افغانستان د زرګونو ښځينه زدکوونکو د زدکړو ارمان به په نږدې راتلونکې کې پوره کېدو ته پرېږدي او که نه؟