تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ازموینو اداره: "لوړو زدکړو وزارت یوازې د نارینه محصلانو د جذب" مکتوب را استولی
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د د ازموینو اداره وايي، چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت ورته ویلي چې سږ کال دې یوازې له "هلکانو د کانکور ازموینه" واخیستل شي.
د ازموینو اداره چې څو کاله وړاندې یې د لوړو زدکړو وزارت د یوې برخې په ډول کار کاوه، اوس له دغه وزارته جدا شوې او د کانکور په څېر هغه ازموینې اخلي چې ډېر کسان په کې ګډون کوي.
د د ازموینو ادارې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "د سږ کال کانکور ازموینې په برخه کې د لوړو زدکړو وزارت له لوري يوازې د نارینه محصلانو جذب مکتوب راغلی دی؛ فلهذا دا کار د عالي تحصیلاتو دی، چې له چا څخه ازموينه اخلي او يا يې نه اخلي. په دې برخه کې د ازموينو ملي اداره کوم مسؤليت په غاړه نه لري."
ټاکل شوې د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکو ازموینه د سرطان په پای کې پیل شي چې په څلورو پړاوونو کې به په ټولو ولایتونو کې اخیستل کېږي.
د د ازموینو ادارې مشري اوس د طالبانو د لوړو زدکړو مخکېنی وزیر عبدالباقي حقاني کوي. نوموړی وايي، روان کال یې څه نژدې ۱۵۰زره زدکوونکو ته په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره کارتونه وېشتلي دي.
روښانه نه ده چې په دغو کارتونو کې څومره یې نجونو ته وېشتل شوي دي. ځکه وروستیو څو میاشتو له ځینو ولایتونو رپوټونه وو چې نجونو ته هم په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره کارتونه وېشل شوي دي.
خو د اوس لپاره دا په ډاګه شوې چې نجونې سږ کال په کانکور ازموینه کې له ګډونه منع کړل شوې دي.
ښاغلي حقاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "سږ کال کانکور ازموینې لپاره ۱۵۰ زره فورمې وېشل شوي، له دې جملې به ۱۰۶۶۱۷ تنه د لوړو او نيمه لوړو زدکړو تحصيلي بنسټونو ته جذب شي."
د طالبانو لوړو زدکړو وزارت څه وايي؟
د طالبانو د لوړو وزات کې یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې د نجونو د لوړو زدکړو په اړه د طالبانو د مشر هبت الله اخونزاده امر لا هم پر ځای دی.
د دغه چارواکي په ټکو "اوس فعلاً مکلف یو چې د فرمان اطاعت وکړو."
د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده په امر د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې نجونې له زدکړو را وګرځول شوې.
له دغه بندیز څو ورځې وروسته، د طالبانو لوړو زدکړو وزیر ویلي وو، چې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز پرېکړه یې "د منکراتو مخنیوي" او د "شریعت د پلي کېدو" په موخه کړې ده.
ندا محمد ندیم هغه مهال په یوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې "د اناثو لپاره ۱۴ میاشتې پوهنتونونه خلاص وو، په دې تمه وو چې اصلاحات به راشي خو اصلاحات رانه غلل او د حجاب نه مراعتول، اختلاط، له کورنو لېرې په لیلیو کې اوسېدل او نصاب کې هغه ستونرې وې چې موږ یې اړ کړو تر امر ثاني پورې یې وځنډوو."
خو په پوهنتونونو کې له وړاندې د هلکانو او نجونو ټولګي او درسي بهیر بېل کړل شوی و.
طالب چارواکي تل ادعا کوي چې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نجونو پر زدکړو بندیز "تر امر ثاني" پورې دی. خو اوس څه نا څه اته میاشتې کېږي چې د دولتي پوهنتونونو تر څنګ په شخصي پوهنتونونو کې هم نجونو درسونو ته نه پرېښودل کېږي.
د تېر کال د کانکور ازموینو پرمهال بي بي سي پښتو ته په ډاګه شوې وه چې په لومړي ځل نجونو په کې د پوهنتونونو ځینې څانګې یا رشتې نه شوای غوره کولی.
هغه مهال د کانکور کمېټې چاروکو ویلي وو، چې "د کرنې ځینې رشتې، وترنري، انجینري کې ساختماني برخه، کانونو څانګه هغه برخې دي چې په ځینو سیمو کې نجونې ورته انتخاب نه شي کولای."
خو د ۱۴۰۲ کال په کانکور کې ازموینه کې نجونو ته په کانکور ازموینو کې له سره د ګډون اجازه نه ورکول کېږي او لا هم څوک نه پوهېږي چې د نجونو زده کړو پیل لپاره "امر ثاني" کله پای موموي.