کرېکټ؛ د اسټرالیا ډیوډ وارنر وايي، یوه ورځنۍ لوبې پرېږدي
- Author, ائشیا پریرا
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسټرالیا مشهور کرېکټ لوبغاړی ډیوډ وارنر وايي، له یوه ورځني کرېکټ سره مخه ښه کوي.
۳۷ کلن وارنر له پاکستان سره د خپل هېواد ملي لوبډلې په روانو ټیسټ لوبو کې له ګډون مخکې له ټیسټ لوبې هم د تقاعد اخیستو اعلان کړی.
پر دوشنبه ښاغلي وارنر وویل، له یوه ورځنیو لوبو د تقاعد پرېکړه یې داسې څه دی، چې دی ورسره "ډېر، ډېر خوښ دی. "ډیوډ وارنر تېر کال د هند خلاف لوبه کې خورا مهم رول درلود، چې پایله کې یې اسټرالیا د کرېکټ نړیوال جام وګاټه.
ډیوډ وارنر وايي، د ده تقاعد به د نویو لوبغاړو لپاره د پرمختګ لار هواره کړي او دی به له هېواده بهر په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو لپاره ازادي ومومي. وارنر د هند پریمئیر لیګ (ای پي ایل) په تېرو ۱۴ لړیو کې لوبېدلی او ګڼ شمېر مینه وال لري.
خو دې سره ښاغلی وارنر وايي، امکان لري که په چمپینز ټرافي کې لوبې ته وبلل شي، ګډون به پکې وکړي. که څه هم د ښاغلي وارنر لوبیز فعالیت بې جنجاله نه و، خو ډیوډ وارنر په ۱۶۱ یوه ورځنیو لوبو کې ګډون کړی، ۶۹۳۲ منډې یې کړې او د اسټرالیا کرېکټ په تاریخ کې د منډو ډېروالي له حسابه شپږم ځای لري.
پر نوموړي ۲۰۱۸ کال کې د سنډ پیپر ګېټ رسوایۍ لړ کې د بال ټمپرینګ یا توپ خرابولو تورونه ولګېدل او له همدې کبله په هر ډول نړیوال کرېکټ کې د ګډون نه کولو بندیز پرې ولګېد.
د دې تر څنګ پر نوموړي د تل لپاره د اسټرالیا په کرېکټ لوبډلو کې د مشرتابه حیثیت نه درلودلو بندیز هم لګېدلی و.
دې او ځینو نورو پېښو لکه په یوه شرابخانه کې د انګلنډ له کرېکټ لوبغاړي جو روټ سره لفظي شخړې ډیوډ وارنر د کرېکټ نړۍ کې د یوه جنجالي شخصیت په توګه مشهور کړ.


















