په ايران کې د افغان کونسل له دندې ګوښه کېدل

ايران سفارت

د عکس سرچینه، AFGHANEMBASSY.IR

د خپرېدو وخت

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران په مشهد کې یې افغان کونسل له دندې ګوښه کړی او په وینا یې نور یې لاسلیک باور وړ نه دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې عبدالجبار انصار یوه اوونۍ وړاندې له دندې لرې کړل شوی، خو په وینا یې، په تېرو څو ورځو کې یې بیا هم د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوله.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون یوه بیان کې وویل چې، عبد الجبار انصار د غبرګولي میاشتې پر شپږمه د دوی د حکومت د لومړي وزیر په امر له دندې ګوښه کړل شوی او کابل ته را غوښتل شوی دی.

د عبد القهار بلخي له خوا خپور شوی بیان زیاتوي چې نوموړي له دندې له ګوښه کېدو وروسته د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوله، ناقانونه کړنې یې کولې، مالي عوایدو کې یې روڼتیا نه وه او د کونسلګرۍ په چارو کې د غیر مسؤولانه لاس وهنې له امله یې د کونسلګرۍ د خدماتو بهیر زیانمن کړی و، نو ځکه لاسلیک او مهر یې اعتبار نه لري.

عبد الجبار انصار پنځه کاله وړاندې د مخکني حکومت له خوا د ایران مشهد ښار کې د افغانستان د کونسل په توګه په دنده ګومارل شوی و.

له دې وړاندې ځینو رسنیو رپوټ ورکړی و چې ښاغلی انصار د ثور میاشتې پر اوولسمه له دې دندې ګوښه او بهرنیو چارو وزارت کې په یوه بل دنده ګومارل شوی دی. په رپوټونو کې ویل شوي وو چې د طالبانو حکومت بل کس د هغه پر ځای مشهد کې د کونسل په توګه ګومارلی دي.

طالبان

د عکس سرچینه، BALKHI

ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو د دوی له خوا معرفي شوی سفیر یې منلی دی.

دوه ورځې وړاندې د دې رپوټونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي وو د تېرې ثور میاشتې پر ۲۹مه په بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي آسیا د چارو مدیریت له خوا په تهران کې د افغانستان د سفارت چارسمبالی ته مشهد کې د کونسلګرۍ د دپلوماتانو د بدلون د غوښتنې په اړه وویل شول چې د کونسلګرۍ په هر پوست ګومارل او ګوښه د استوونکي هېواد صلاحیت دی، خو دا چاره باید له منل شویو لارو وشي.

کنعاني ویلي وو دا بدلون باید د کوربه هېواد له موافقې او ویزې تر لاسه کولو وروسته وشي. د هغه وینا ده چې پر نوې دنده ګومارل شوی دپلومات باید له موافقې او ویزې تر لاسه کولو وروسته کوربه هېواد داخل شي او پر نوې دنده پیل وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دا خبره یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته هم رسولې ده او هیله لري چې د ویانا د ۱۹۶۳ کال د کنوانسیون له مخې او د نړیوالو منل شویو اصولو په مراعت کولو سره د مشهد کونسلګرۍ کې د بدلون لپاره لاس په کار شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په پروني بیان کې ویل شوي چې له د ندې ددپلوماتانو راغوښتل او د هغوی د دندې پای ته رسول د یاد کنوانسیون له مخې د استوونکي هېواد واک دی.

دوه ورځې وړاندې د ایران رسمي دولتي ورځپاڼې (جمهوري اسلامي) د ځینو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی و چې د طالبانو یو پلاوی چې د دوی دبهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر امیر خان متقي مکتوب ورسره و د منلو شویو دپلوماتیکو اصولو خلاف، غوښتل چې له اوسني کونسله د کونسلګرۍ چارې تر لاسه کړي، خو هغه مقاومت کړی.