'تېر یونیم کال کې د هوا له لارې د افغانستان صادرات او واردات ډېر شوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ادعا کړې چې په تېر یوه نیم کال کې د هوايي کارګو له لارې د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې.
د طالبانو حکومتي خبري آژانس باختر د مالیې وزارت له قوله راپور ورکړی چې له تېرو پنځلس میاشتو راهیسې د هوايي کارګو له لارې د څه باندې دوولس میلیاردو افغانیو په ارزښت صادرات او واردات شوي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې واردات د تېر پر تله کم شوي.
د تېر جمهوري دولت د مهال شمېرې هم ښيي چې د هوايي دهلیزونو له لارې له ګڼو هېوادونو سره د هوايي دهلیزونو له لارې صادرات او واردات په چټکۍ په لوړېدو و.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې، د هوايي کارګوګانو له لارې د اووه مېلیاردو او اته سوه مېلیونه افغانیو په ارزښت توکي افغانستان ته وارد شوي او دوی ترې ۹۵۴ مېلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړی.
د طالبانو حکومتي خبري آژانس باختر د طالبانو د مالیې وزارت له قوله راپور ورکړی چې په یاده موده کې يې د هوايي کارګوګانو له لارې د ۴ میلیاردو او ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات کړي او له دې درکه ېې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه آژانس دا د هوايي کارګو له لارې په صادراتو او وارداتو کې ډېروالی بللی.
خو له دې وړاندې سوداګریزو بنسټونو د هوايي دهلیزونو له لارې د صادراتو او وارداتو د پام وړ کمېدو خبر ورکړی و.
د طالبانو له واک ته رسېدو سره افغانستان ته د نړیوالو الوتنو له درېدو سره پر نورو سربېره سوداګر هم له جدي ستونزو سره مخ شول.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رهبرۍ پلاوي غړی خان جان الکوزی هم وايي د تېر حکومت له پرځېدو راهیسې د هوايي کارګو له لارې په ځانګړي ډول په وارداتو کې کموالی راغلی.
دی وايي، د دغه کموالي عوامل له یوې خوا په کور دننه د تولیداتو ښه کېدل او له بلې خوا د خلکو د اقتصاد کمزوري کېدل دي.
په وچه چاپېر افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د هوايي دهلېزونو له فعالولو راهیسې د تېر کال په اګست کې د حکومت تر سقوط پورې له دغه درکه د حکومت په عوایدو کې د ډېروالي خبر ورکاوه.
د تېر جمهوري دولت تر سقوط وړاندې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ هم د هوايي دهلیزونو له لارې په صادراتو کې د شاوخوا دېرش سلنې ډېروالي خبر ورکړل شوی و.
دولت هغه مهال په ۲۰۱۷ کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې د ۱۷۲۰ خو په ۲۰۲۰ کال کې د اووه نیم زره متريک ټنه محصولاتو د صادرولو خبر ورکړی او اټکل یې کړی و چې دا کچه به په ۲۰۲۱ کال کې ۹۰۰۰ متريک ټنو ته لوړېږي.






















