بوټسوانا ولې جرمني ته د شل زره فیلانو د لېږلو ګواښ کړی؟

فیلان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د خپرېدو وخت

د بوټسوانا ولسمشر ګواښ کړی چې د فیلانو د ساتنې پر سر شخړه کې به جرمني ته شل زره فیلان ولېږي.

د دې کال په پیل کې، د جرمني د چاپېریال وزارت وړاندیز وکړ چې د ښکار حیواناتو څخه د ډالیو په ډول په واردولو کې باید سخت محدودیتونه موجود ولګول شي.

د بوټسوانا ولسمشر موکګویتسي ماسيسي جرمني رسنیو ته وویل چې دا به یوازې د نوموړي په هېواد کې خلک بې وزله کړي.

هغه وویل چې د چاپېریال ساتنې د هڅو په پایله کې د فیلانو شمېر په ډېرېدو دی او ښکار یې هم په ساتنه کې مرسته کړې ده.

ښاغلي میسي جرمني ورځپاڼې بیلډ ته وویل چې جرمنان باید "له حیواناتو سره په داسې ډول یوځای ژوند وکړي، لکه څنګه چې تاسو هڅه کوئ موږ ته ووایاست". "دا کومه ټوکه نه ده.

بوټسوانا د نړۍ د فیلانو د نفوس شاوخوا درېیمې برخې کوربه دی – چې ورته له ځانګړي شوي مساحت څخه یې هلته شمېر له ۱۳۰،۰۰۰ څخه ډېر دی.‌

ښاغلي میسي وویل، رمې شتمنیو ته زیان رسولی، فصلونه یې خوړلي او "اوسېدونکي یې تر پښو لاندې کوي".

بوټسوانا پخوا ګاونډي انګولا ته ۸،۰۰۰ فیلان ورکړي دي او موزمبیق ته یې په سلګونو نور د نفوس کمولو لپاره وړاندیز کړي دي.

ښاغلي میسي وویل: "موږ غواړو جرمني ته دا ډول ډالۍ وړاندې کړو." هغه زیاته کړه چې هغه به د ځواب لپاره ردول ونه مني. 'زه وېرېږم چې فیلان به ما ووژني'.

د بوټسوانا د ځنګلي چاپېریال وزیر ډومیزویني میتیمخولو تېره میاشت ګواښ وکړ چې د لندن هایډ پارک ته به لس زره فیلان واستوي ترڅو برتانوي خلک "د دوی تر څنګ له ژوند خوند واخلي".

فیلان

د عکس سرچینه، Getty Images

د مارچ په میاشت کې، د بریتانیا پارلمان غړو د ښکار د ډالیو په واردولو د بندیز ملاتړ ته رایه ورکړه، خو مخکې له دې چې قانون وګرځي، د تصویبېدو لپاره یې لا نور دقت ته اړتیا لري.

د محافظه‌کارانو د ۲۰۱۹ عمومي ټاکنو په منشور کې د ښکار ډالیو په واردولو بندیز لګولو ژمنه شامله وه.

بوټسوانا او نور جنوبي افریقایي هېوادونه له بډایه لوېدیځوالو څخه ډېرې پیسې ګټي چې پر څاروي د ډزو کولو اجازې لپاره په زرګونو ډالر ورکوي او بیا یې سر یا پوستکي د ډالۍ په توګه بېرته کور (هېواد) ته وړي.

دوی وايي چې دا پیسې د چاپېریال ساتنې په هڅو او له ځایي خلکو سره د مرستې لپاره کارول کېږي، نو د دوی احتمال لږ دی چې د څارویو د ښکار کولو هڅه وکړي.

د څارویو د حقونو ډلې استدلال کوي چې دا عمل ظالمانه دی او باید مخه یې ونیول شي.

د بوټسوانا د ځنګلي ژوند وزیر وویل: "په ځینو سیمو کې د خلکو په پرتله دا حیوانات ډېر دي. دوی هغه ماشومان وژني چې د دوی په لاره کې مخې ته ورځي. دوی د کروندګرو فصلونه تر پښو لاندې کوي او خوري چې افریقایان وږي پاتې کېږي."

Skip content and continue reading

End of content

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د انسان نړیوالې ټولنې د ۲۰۲۱ راپور له مخې جرمني د اروپایي اتحادیې تر ټولو لوی د افریقایي فیلانو د ډالیو او په ټولیز ډول د ښکار ډالۍ واردوونکی هېواد دی.

بوټسوانا په ۲۰۱۴ کې دا عمل منع کړ، خو په ۲۰۱۹ کې د ځایي ټولنو له فشار سره له مخامخېدا وروسته یې محدودیتونه لرې کړل.

دغه هېواد اوس د ښکار کلنۍ سهمیې صادروي، چې وايي جواز یې لري او په کلکه یې کنټرولوي.

استرالیا، فرانسه او بلجیم له هغو هېوادونو دي چې د فیلانو د ښکار پایله کې یې د ډالیو کاروبار منع کړی دی.

بوټسوانا له خپلو ګاونډیو زېمبابوې او نمیبیا سره هم استدلال کړی چې باید اجازه ورکړل شي د عاج خپله زېرمه وپلوري چې په دې ره به د خپلو لوی شمېر فیلانو له لارې پیسې وګټي.

په ختیځه افریقا کې پرتتو هېوادونو او همدارنګه د څارویو د حقونو ډلو له دې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا به غیرقانوني ښکار ته هڅول وي.