د زیمبابوې په یوه پارک کې د وچکالۍ له کبله لږ تر لږه ۱۰۰ فیلان مړه شوي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په دې وروستیو اونیو کې د زیمبابوې تر ټولو لوی ملي پارک هوانګه کې د وچکالۍ له کبله لږ تر لږه ۱۰۰ فیلان مړه شوي دي.
چارواکو خبرداری ورکړی، چې د هېواد په ځینو برخو کې د اورښت د سخت کمښت او د تودوخې د لوړېدو له امله د څارویو د مړینې ګواښ زیات شوی دی.
د چاپیریال ساتنې ډله د اقلیم بدلون او د ال نینیو په لړ کې نامناسبه هوا او اوبه یاد ملي پارک کې د ژویو د مړینې لامل ګڼي.
د ژویو د هوساینې نړیوال وجهي صندوق (IFAW) دا پېښه د فیلانو او نورو ژویو لپاره یو ناورین ګڼي.
د اسوشیټیډ پریس پر بنسټ د زیمبابوې د ملي پارکونو او د ځنګلي ژویو مدیریت ادارې ویاند تیناشي فاراو وویل:
"ال نینیو یو ناسم حالت لا خراب کړی دی."
ال نینیو هر دوو یا اوو کلونو کې پیښیږي د دې حالت په لړ کې د سویلي امریکا ساحلونو کې ګرمې اوبه پورته سطحې ته راځي او بیا ټول اقیانوس کې دا ګرمې اوبه خوریږي، چې له همدې کبله زیاته تودوخه اتمسفر یا هوا ته پورته کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
د دې پدیدې اغیزې سږکال په زیمبابوې کې ورڅرګندې شوې دي او د باران موسم هم څو اوونۍ په ځنډ پیل شوی.
که څه هم اوس یو څه باران شوی دی خو وړاندوینه شوې، چې په ټوله کې به تودوخه زیاته وي او وچکالي به هم ورسره مل وي.
د زیمبابوې چارواکي ویره لري، چې د ۲۰۱۹ کال پیښې تکرار نه شي.
هغه مهال ملي پارک هوانګه کې ۲۰۰ فیلان مړه شوي وو او وچکالي د څارویو د مړینې لامل و.
هوانګه ۴۵ زره فیلان او له ۱۰۰ ډولونو څخه ډیر تي لرونکي ژوي او شاوخوا ۴۰۰ ډوله مرغان لري.
یاد ملي پارک کې ستونزه نه یوازې د باران کمښت دی، بلکې د فیلانو لوړ شمېر هم دی.





















